
د إسلامي امت د پرزيدلو لامل څه دي؟
لامل يې دا دی چې دوی د خپلو خواهشاتو پسې لاړل، نه يې د دين ومنله او نه د عقل.
زه دا نه وايم چې په دين کې نوښت [ تجديد] غواړم بلکې دا غواړم چې مونږ بيرته د جاهليت د زمانې هغه مهال ته وګرځيږو کله چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم پکې را څرګنده شو.
[ په هغه مهال] ميرمنو په ډير ساده ګي او آسانتيا وکولای شو چې په (بيعة العقبة) كې برخه واخلي او د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم سره بيعت وکړي، او دا نا ممکنه وه چې ميرمنو د اسلامي تاريخ په يو د خطرناکترينو بيعتونو کې برخه اخيستلی وای که په هغه وخت کې په مسلمانانو کې د نن ورځې رواجونو وای.
او ميرمنو په بيعة الرضوان کې هم د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم سره بيعت وکړ ، دغه بيعت پدی وه چې يا به مړه کیږئ خو ميدان به نه پريږدئ ، که د نن ورځې رواجونه هغه مهال وای نو ناممکنه وه چې ميرمنې ورغلې وای، ورته به مو ويلي ځه ! کور کي کيښنه، ستا يې پدی خبرو څه!"