No-IMG

د هجري تاریخ د پیل کیسه

   صحابه کرامو رضي الله عنهم د دې لپاره غونډه جوړه کړه چې تاریخ به له کومې ورځي پیل کوي؟ ځینو وویل: له هغې میاشتې به یې پیل کوو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په کې زیږیدلی، نورو وویل: د وحي له پیلیدا به تاریخ پیلوو، ځینو وویل: د شرک له وطنه د اسلام وطن ته له هجرت کولو یې باید پیل کړو. په دې دریو رایو دلایل وویل شول، وروسته له هجرت نه د تاریخ په پیلیدا اتفاق راغی. تاريخ مدینة دمشق لابن عساکر (1 /42).

    بل روایت کې راغلي، سهل بن سعد وایي: دوی د رسول الله صلى الله عليه وسلم له نبوته تاریخ پیل نه کړ، نه یې د هغه له وفاته پیل کړ، بلکې مدینې ته له هجرته یې پیل کړ. [البخاري]. مدینې رسول الله د دوشنبې په ورځ، هسک څاښت په دولسم د ربیع الاول ورسید او دا مهال یې عمر 53 کاله و.

   یوه بل روایت کې د صحابه کرامو د دې غونډې لامل یاد شوی، هغه داسې چې دا د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت زمانه وه، دا مهال لا هجري تاریخ نه و پیل شوی، دوه کسان عمر ته په دعوه ورغلل، مدعي ورته وویل: ده ته مې تر دې راتلونکې شعبان میاشتې پورې سامان په پور ورکړی و، مدعي علیه وویل: نه هغه بل شعبان پورې و. څرنګه چې هغه مهال تاریخ نه و، نو له دې دعوې د عمر رضي الله عنه عبقري ذهن د اسلامي تاریخ پیلولو اهمیت معلوم کړ او د صحابه کرامو غونډه یې راوغوښتله.

۱/۱/۱۴۴۴هـ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک