No-IMG

سوالګر او کارګر ماشومان

واړه تنکي لاسونه یې د سوال لپاره اوږده کړي ؤو. د خوارځواکۍ نخښې يې په معصومه څیره کې له ورایه ښکاریدې. په هر چا پسې به یې منډې وهلې. خو چې یو به څه ورنکړل نو بل ته به یې لاسونه اوږده کړل.

خوا کې راسره بل ماشوم د لاس ګاډې سره ولاړ دی. دا مې هم ځوروي چې دی  راته درانه پیټي ویسي. که همداسې څه پیسې ورکړم سوال کولو او خیرات اخستلو ته تشویقیږي.

هغه بل ماشوم بیا خلکو ته سپيلني لوګی کوي. یو پلاستیکي کڅوړې خرڅوې. بل  بوټان رنګوي, هغه بل بیا په تشه ګيډه بوجۍ په شا په لارو کې پلاستیکي بوتلې ټولوي. بل د موټرو شیشې پاکوي. په زرونو نور ماشومان په دکانونو, هوټلونو, نانوایانو, بسونو او نورو ځایونو کې په کارونو اخته دي.

یو وایي پلار يې مړ دی, بل وایي په هیروینو معتاد دی, بل وایي معیوب دی, بل وایي پلار يې اوزګار او په کور ناست دی.

چې په هیواد کې به ددې میلیونونو سوالګرو او کارګرو ماشومانو مستقبل څه وې?

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک