No-IMG

د نبوي حدیثو اهتمام

     هجرت نه مخکې مکه مکرمه کې او وروسته مدینه منوره کې، تقریباً څه د پاسه شل کاله، څلور زره نر او ښځې صحابه کرام رضي الله عنهم، رسول الله ﷺ سره یو ځای پاتي شوي دي! دې اوږده موده کې دوی ټولو د ده خبرې او کړنې، د خوب او ويښتيا حالات او د سفر او حضر کیسې؛  یادولې. المدخل الی علم الحدیث للحاکم النیسابوري ص: ۱۱

     نن سبا هر علم کې د تخصص لوړه درجه (دکتورا) ترلاسه کول له شل کاله کمه موده نیسي، نو دومره لوی شمېر صحابه و چې دومره زیاته موده له رسول الله ﷺ سره تېره کړې ده؛ حتما به یې نبوي حدیثونه ښه یاد او پوره ضبط کړي وي. دا په داسې حال کې چې د عربو ښه یاد او حفظ تاریخي ثابت دی، هغوی چې امي امت و نو الله د ښه یاد او حفظ نعمت پرې لورولی و.

      په دې کوچنۍ یادونه سره د نبوي حدیثو په اړه د مستشرقینو له ډېرو پوچو نیوکو نه هوا وځي، بناءً په یاد یې لرئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟