No-IMG

له معلمانو گیله

نعمان دوست

 

مرحوم معلم صیب شمس الحق مې د اکا زوی و. د خپل وخت خواریکښ او تکړه ښوونکی و. موږ د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې اوسیدو؛ خو د ده دنده یو وخت آن په شبرغان کې وه. دا نو غالباً د داودخان د جمهوریت پای او د جمهوریت پرزونکیو ابتدا وه.

د وخت حکومتونو د مامورینو معاشات، امتیازات او مصارف سنجولي ول، داسې نه وه چې خپله دې ازبکي پلو او ښوروا ته  تر لیچو لاسونه بډ وهي او د مامورینو له ژونده دې ناخبره وي.

د همدې عاقلانه او منطقي سنجش برکت و چې معلم دې ته حاضریده چې په سلګونو کیلومتره لرې دنده په خوشالۍ اجرا کړي.

معلم صیب چې به رخصتۍ کې کور ته راغی، نو دلته به د پخوانیو شاګردانو تګ راتګ پیل شو. راتلل به، دیره کې به ناست ول، هم به ورته وړیا سبق ویل کیده او هم ورته د سړو اوبو، چای او حتی یو نیم ته ډوډۍ ورکول کیده.

هغه وخت خلک دومره د ګټې لالچ پسې نه و اخیستي، نه کورسونه ول او نه شخصي ښوونځي، هرڅه چې ول په حکومتي ښوونځيو کې ول.

د دې لنډې مقدمې موخه مې دا وه چې موږ د نورو ارزښتونو په څير متاسفانه، دا هم له لاسه ورکړل. نه حکومتونو د ښوونکیو حقوق ادا کړل او نه ښوونکیو د شاګردانو حقونه په ځای کړل.

باور وکړئ، ډير بد حالت دی. البته دا حالت د تېرو لسو میاشتو پیداوار نه دی، له پخوا همدا حال دی. په پلازمینه کابل او ولایتونو کې چې له زده کوونکیو پوښتنه وکړې، خپه به شې. بیچاره ګان د درسونو په تمه ښوونځي ته لاړ شي، خو یا استاذ نه وي او یا چې کوم یو وي، هسې خپل او د شاګردانو وخت ضایع کوي. نه د هیواد پر تنکي نسل زړه خوږی شته، نه د خپل مسوولیت د ادا کولو فکر شته  او نه...

البته ټول داسې نه دي، ځینې پکې ډېر بااحساسه او مسوولیت پیژندونکي ښوونکي دي؛ خو متاسفانه چې شمیره یې لږ ده. خو همدې لږې شمیرې ته هم دوه لاسي سلامونه او درناوی.

ډيری ښوونځيو کې نه د ( تعلیم) مزه شته او نه د ( تربیې). حتی د ابتدایه ښوونځیو له زده کوونکیو سره داسې خشن چلند کیږي چې مکوه پوښتنه. دا کله ګفتاري وي او کله کرداري چې دوام یې ماشومان عقده یي لویوي او بیا چې یو وخت یې خپلو مټو کې زور پیدا شو، نو ممکن خپله عقده ښه سمه سړه کړي!

که موږ د معارف په اړه همداسې بې تفاوته پاتې شو؛ نوکیسه نوره هم خرابیږي. له حکومتونو خو خبره شړیدلې ده او ښه سمه شړیدلې ده. نه یې له درسي کیفیته خبر دي او نه له درسي تلازماتو.  آن د ډآلرو د باران په دور کې هم، د دوی حقوق او مصارف و نه سنجول شول او نه د تعلیم پر کیفیت کار وشو.

یو څه کول په کار دي او د حکومتونو په تمه کیناستل نه دي په کار. ځکه هره کورنۍ دومره توان نه لري چې خپل اولادونه بهر ته ولیږي او که وه یې لیږي؛ نو هغوی بیا فکر نکوم که خپل جنجالي وطن ته بیرته زړه ښه کړي.

هرڅه چې کوو، همدلته یې باید وکړ.

معلم صاحبانو!

زه ستاسو ستونزې درک کولای شم. ځکه زه همدلته اوسیدلی یم، هر څه راته معلوم دي. حتی په یوه ابتدایه ښوونځي کې د څو میاشتو رضاکار ښوونکي اعزاز هم راته حاصل دی. خو له تاسو یوه ګیله لرم. ګیله مې دا ده چې:

تاسو خپل مسلک ته په تقدس نه یئ قایل( البته ټول نه). معاش مو که کم هم دی، خو قبول کړی مو دی. خبره یوازې د معاش نه ده، کنه د پوهنتون د استادانو ښه معاشونه دي؛ خو هغوی کې هم داسې لټان شته چې یوازې د معاش پوره کیدو لپاره ورځې شماري او بس.

معلم صاحبانو!

ستاسو دنده جبري نه ده. تاسو منلې چې د دې ناڅيزه معاش په بدل کې به هره کاري ورځ په پوره اخلاص زده کوونکیو ته درس ورکوئ. اوس که د دې موافقې خلاف کار کوئ، کار شکني کوئ، د شاګردانو وخت ضایع کوئ، نو دا معاش مو حرام دی او حرام لږ وي که ډير ځواب ورکول یې سخت دي. له یوې خوا معاش ناڅيزه شي او له بلې خوا بیا حرام شي، نو بیا خو هم دین ځي او هم...

خواست مې دا دی چې که په همدې ناڅيزه معاش دندې ته حاضر یئ، نو د رب خاطر وکړئ خپله دنده په پوره اخلاص سرته و رسوئ. که حاضر نه یئ، بل ته یې پریږدئ او تاسو د خپلې خوښې کار پیدا کړئ.

 موږ اولادونه ستاسو په تمه ښوونځيو ته درلیږو. که تاسو په اخلاص و روزل، د وخت په قدر مو عملاً پوه کړل، دوی به هم اینده کې مخلص اشخاص شي، د وخت قدر به کوي، د تاسو قدر به کوي او په اخلاص به د نورو خذمت کوي.

وړاندیز:

ډیره غریبه کورنۍ هم د دې توان لري چې حد اقل د خپل هر ماشوم په سر د میاشتې (۱۰۰ افغانۍ) فیس ورکړي. لکه څنګه چې د ماشوم کالیو، څپلیو، درملو، پاپړو او بیسکوټو... ته پیسې پیدا کولای شي، نو  دا فیس دې هم پیدا کړي.دا دې جبري شي. اخري حد دې همدا (۱۰۰افغانۍ)  وټاکل شي او لوړ حد دې د کورنیو په خوښه پریښودل شي، هر څوک او خپل یې اخلاص.

البته مخکې له دې چې دا فیس جبري شي، په معلمانو کې دې یو چاڼ وشي؛ خو دا چاڼ دې د انډیوالۍ په غلبیل نه کیږي. د مسلک، کاري تجربې، کاري اخلاص، وړتیا او خپلې دندې سره د شوق له مخې دې وشي. دا کار اسانه دی، هرې ادارې او حتی زده کوونکیو ته خپل وړ ښوونکي معلوم دي.

 

له دې وروسته دې راټول شوی فیس په ښوونکیو توزیع کیږي. دا به یې د معاش تر څنګ یو ممد وي.

 د هر ښوونځي اداره دې میاشت کې یو ساعت یوه غونډه راوبلي او غوره او خواریکښ  ښوونکی دې ونمانځي، هغه ته دې له همدې پیسو ځانګړی انعام ورکړي.

 موږ باید د خپلو اولادونو تعلیمي بهیر عادي ونه ګڼو، لومړیتوب ورکړو. په هر ډول چې وي هغوی ته سم تعلیمي چاپریال برابر کړو. زموږ اولادونو کې استعدادونه شته؛ خو صرف روزلو ته یې چاپریال برابرول په کار دي.

ګوندې نوي نسل کې داسې کسان راوټوکیږي چې دا وطن په هره برخه کې د نورو سیال کړي.

ګوندې موږ د ( WFP) د موټرو په ځای، له خپلو کروندو د خپلو غلو کندو ډک کړو.

ګوندې موږ د وارداتي بریښنا په ځای، د خپلو سرشارو سیندونو په اوبو تولید شوې بریښنا پیدا کړو

ګوندې موږ د پردیو ګټو په ځای خپلې وطني ګټې وپالو

او

ګوندې....

یو ځل بیا مخلصو ښوونکیو ته درناوی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک