No-IMG

د نستوه نادري له سرګذشت نه څو درسونه او عبرتونه

اکرام واحدي

 

زه د نستوه د ستونزو او کړاوونو په اړه نه غږیږم، زه غواړم د نستوه له سرګذشت نه څو درسونه او عبرتونه را واخلم او بیا حاکمانو ته یو څو سپارښتې وکړم:

ـ اول دا چې باید تل متوجه و اوسو چې کله مونږ پرمختګ کوو په هماغه کچه به د حاسدینو قطار را پسې اوږدیږي او تل به هڅه کوي چې مونږ د پرمختګ له لوړو پوړونو ښکته را وغورځوي.

ـ یواځې عصري او دنیوي پوهه او مهارت انسان له هر مصیبته نشي ژغورلی، بلکه ځیني افتونه په معنوي قوت دفع کیږي او انسان ترې ژغورل کیږي.. مثلاً دعا، اذکار، خپل رب سره اړیکه جوړول او ساتل، نیکانو سره ناسته ولاړه او......

ـ  د ځینو شریرو انسانانو له شر نه د خلاصون لپاره باید له تدبیر او مصلحت نه کار واخیستل شي، نه دا چې وچه سرزوري وشي ځکه شریرو سره د شر خورولو ډېر جالونه او مجالونه وي نو احتیاط لازم دی. او چې شریر بیا چارواکی او ټوپکدار وي..... ښه شول چې هغه ځیني غله نن تښتیدلي او ذلیله دي او ممکن د نستوه په څېر د ډېرو میندو، میرمنو او اولادونو ښیراوو دې سرنوشت ته را رسولي وي...

ـ اعتیاد غټ او وړوکي دواړو ته ذهر قاتل دی، اولادونه باید د خپل ۲۴ ساعته سکین او کنټرول لاندې وساتو

ـ ښه پلار کېدل سخت کار دی خو د بچیانو روښانه اینده ور پورې تړلې. روږدی پلار (اګر د سګرټو اعتیاد ولې نه وي چې نن سبا عادي برېښي) د خپل اولاد پر وړاندې یو ډول د بې تفاوتۍ اظهار د سګرټ په شنو لوخړو کې هوا ته پورته کوي او بیا چې اعتیاد بلې درجې ته لوړیږي نو د اولاد د تباهۍ ورځې ورسره هممهاله پیلیږي.

ـ داغداره حیثیت او شخصیت بیا ځلي سل فیصده د اعادې چانس نلري او دا د ژوند تر پایه د وجدان عذاب ګرځي.

ـ څوک چې کولی شي اعتیاد ته د پای ټکی کیږدي همدا نن یې ورځ ده، نستوه نادري ۷ کاله د پل سوخته او نورو پلونو لاندې تیر کړي خو نن بېرته رک روغ ګرځي.

ـ هر اعتیاد خطرناک پای لري هغه که د مرض په شکل،  نورو ته د سرایت او یا هم اولاد ته د میراث په شکل پریښودل وي.

کیسه نه اوږدوم اوس د وطن حاکمانو یا ا.ا.ا ته څو سپارښتنې:

ـ د افغانستان لس سلنه وګړي معتاد دي، ډېر مسئولانه او معقول ګامونه اخیستل په کار دي چې د دې خلکو په ښه شکل درملنه ترسره شي.

ـ معتادین ناروغان دي او باید جدي پاملرنه ورته وشي.

ـ د دې کار لپاره مرسته وغواړئ او د یو هدف په شکل په راتلونکو څو کلونو کې دا پدیده لمنځه یوسئ!

ـ د معتادینو روغتونونه او ساتنځایونه معیاري کړئ او د هر ډول اخلاقي فساد مخنیوي لپاره اقدامات ترسره کړئ.

ـ له اعتیاد وروسته باید په یو شکل د اشکالو دا خلک مصروف وساتل شي (د حرفوي زده کړو زمینه دې ورته برابره شي تر څو په اوږد مهال کې د ځان او کورنۍ لپاره نفقه برابره او نورو له احتیاجه وژغورل شي)

ـ د نشه یي توکو د کر کیلي، قاچاق او استعمال پر وړاندې واضح او کوټلي ګامونه واخلئ کنه یو وخت به خدایمکړه نیم ملت پوډریان او نشه یان وي.

ـ په نسوار او سګرټو حد اقل ۲۰۰ فیصده ټکس ولګوي چې استعمال یې کم شي او که یې بندولی شئ نو دا به یو ستر کار وي (ستاسو مخې ته دې دیوال وي ځکه په دې خبره یو نیم مخاطب به ټیک راته غوسه وي).

والسلام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک