No-IMG

دا ورځې ټوله جنوبي آسيا د اقتصادي ځوړتيا او دېواليه کېدو په طرف روانه ده

دا ورځې ټوله جنوبي آسيا د اقتصادي ځوړتيا او دېواليه کېدو په طرف روانه ده. تر سريلنکا وروسته د پاکستان د دېواليه کېدو احتمالات د هرې ورځې په تېرېدو زياتيږي او دا دی تازه د جنوبي آسيا د يوه غوړېدلي اقتصاد بنګلادېش د اقتصادي سقوط خبرې هم ګرمې شوي.

کيسه داسې ده چې بنګلادېش له IMF څخه 4.5 ميليارده ډالر پور غوښتی او د اقتصاد وزير يې مصطفی کمال وايي، دا پور د بودجې د کسر پوره کولو او په کور دننه د اقتصادي وضعيت د ثابت ساتلو له پاره غوښتل شوی خو اقتصادي کارپوهان وايي، د اوکراين د جګړې له امله د نړۍ‌وال اقتصاد ځوړتيا او د تېلو او ګازو د بيو لوړېدو د بنګلادېش اقتصاد هم ژوبل کړی، په لومړي ځل د بنګلادېش ارزي ذخاير تر 40 ميليارد ډالرو کم شوي او دا ذخاير يوازې د درېيو میاشتو له پاره د بنګلادېش د ټولو بهرنيو وارداتو اړتياوې پوره کولای شي. کارپوهان وايي، له IMF نه په دې کچه پور غوښتل د هغه بنګلادېش له پاره د خطر اشاره ده چې د پاکستان او حتا هند غوندې نړۍ‌وال اقتصادي ځواک له پاره د اقتصادي ودې يو مثال و.

عرض دا دی چې زموږ مملکتِ خداداد افغانستان خو نه اقتصاد نه لري، نه ارزي ذخاير او نه نړۍ‌وال اقتصادي شريکان نو که خدای مکړه آسيا کې د اقتصادي سقوطونو دا کيسه پسې وغځيږي او موږ هم راونغاړي، د نجات او ژوندي پاتې کېدو کوم پلان او هيله شته؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک