
کاروان ځکه ستر دی او په اړه يې بايد نور هم وليکل شي
کاروان ځکه ستر دی او په اړه يې بايد نور هم وليکل شي چې:
۱- د لومړي ځل لپاره پرې د هر فکر او نظر پښتانه اتفاق کوي او له نورو ټولو مخالفتونو سره سره دده په اړه يوخيل نظر غوره کوي.
۲- ممکن له ډيرو لږو پښتنو څخه وي چې په ژوندوني ستایل کيږي.
۳- ډير هغه کسان چې د ځان خوښونې او ځان غوښتنې تر درانه احساس لاندي د بل چا دوې کلمې توصیف نشي زغملی او دا ورته د خپل شان کسر ښکاري، د کاروان په ستاينه کې پوره اخلاص کوي.
۴- لومړنی کس دی چې په افغاني ټولنه کې د زر او زور پرته او پرته له دې چې کوم کوم قومي، سياسي يا ایډیولوژیکي جريان ته منسوب وي، او ياهم د کوم جهاد، کوم مقاومت، کوم تصوف، روحانيت، تقدس او تعاليت له کومې رشتې سره تړلی وي او له همدې کبله يې محبوبيت لازمي او واجبي ګرځيدلی وي؛ پخپل فردي شخصیت او خدای ورکړو وړتياوو او هنرونو د پښتون قوم په ځانګړې توګه د ادب او هنر د پلويانو په زړونو راج چلوي.
له همدې کبله خو کاروان، کاروان دی، ځانګړی دی، ستر دی او منلی دی.
ژوندی دې وي.