No-IMG

افغان ملت به تر کومه د پرديو په استخباراتي لومو کې کړيږي؟

افغانان هم لکه د نړۍ نور ملتونه د امن او ذهني قرار مستحق دي، خو زمونږ برخه ډيرکلونه د اشغالګرو د جنګ په سرو لمبو کې وريته کړى او د لمبو سيوري ته يى افغان ملت 44 کاله کړيدلۍ ژوند تيرکړۍ،  داسى جنګ چى ټول ځوان نسل، ښځى ماشٶمان، ملى بنسټونه او شتمنۍ يى په لمبو کې را تاو کړي وه.

خو يواځې د فاسدو او پرديپاله چارواکو پکى غوړى مزى وې؟ نن هماغه مفسدين څوک له اروپا او څوک له امريکا او نورو هيوادونو دى وطن دوستۍ نارى وهي، تيره هفته مې د ولسي جرګې د دارالانشاء د تښتيدلى رئيس ځاځي مرکه  له لندن نه دى بي بي سي له څپو اوريده جناب وايى چي ولسي جرګه نه ده منحل شوى او مونږ تصميم لرو چې په مجازي توګه خپلو غونډو ته ادامه ورکړو؟ ددې شرميدلى په سترګو کى دومره حياء هم نه وه، چى لږ فکر يى کړۍ ٶه چى ستاسى د ظلم، فساد غصب غلاٶ رشوت انډوخرونه دى افغانانو له ياده نه دى وتلي، هغه وخت دى لږ در په ياد کړه چې ستا د دارالانشاء په رياست کى يواځې د ولسى جرګى د رياست د څوکۍ د لاس ته راوړو لپاره شل ميلونه ډالر په تشنابو او د لنډکروزرو په سيټونو کى تاسى خاينو وکيلانو په خپلو خيټو کى تخته کول او يو د بل په ضمير خرڅولو او اخستلو مو جمعه بازار جوړ کړۍ ٶه، جنابه کوم مٶکلين چى ته يى له لندن او استانبول، دوبۍ نه ستونزې حل کول غواړۍ آيا تاسو غله مٶکلين لرئ؟

دا زه نه وايم دا وصولى ستاسې د ولسي جرګى غړۍ وايى خو زه پرى شاباس او افرين وايم چې د خاينو وکيلانو او تير نظام په کړنو په ښکاره ګوت نيونه کوي او دا هم وائي چې د رحماني په رياست څلور ځلې راي اچونى کى د شل ميلونه ډالرو نه زيات ستاسو جنابانو وکيلانو خپلو خيتو ته واچول او رحمانى بيسواده مو پکې د ډالرو په زور د ولسى جرګى رياست ته ٶرساٶه، يواځې له خپلې کورنۍ چې د فساد په ډالرو مو تغذيه کړى او نن له تاسو سره په حرامو پيسو ژوند کوي يواځى هماغه ستاسې مؤکلين دى، نور په ملت کى څه نلري؟ 

بل د امريکا په فابريکه کى جوړ شوۍ روباټ مياخيل د ننګرهار والي او د ګمرک غل، او د وزارت دفاع سرپرست وزير صاحب له امريکا نارې وهي چې مونږ نوۍ جمهورى ګوند جوړ کړۍ چى په راتلونکى کې به د ديموکراسۍ د يو قانونى جمهوري حکومت دى بيرغ لاندى افغانانو ته خدمت وکړو، مياخيل شل کاله د حمهوريت او ديموکراسۍ تر سيورى لاندى د جب ډکولو په لوړو پوستونو وظيفه درلوده چې د ډالرو حساب کتاب له چا سره پکى نه کيده اوس په بله څيره او نوى نوم بيا غواړي چى افغانانو ته د پرديو په لمسون د غمونو او مصيبتونو دروازې خلاصې کړي، جناب والي وزير صاحب د ولايت په مقام کى چا ته ويلي ٶه چې زما زوي ښه ډاکتر دۍ او د واشنګتن په يوه شفاخانه کى وظيفه لري يو کس ورته ويلى وه چى والي صاحب که دلته راشي او افغانانو ته خدمت وکړي اقلا لږ مريضان به مو د ګاونډيو هيوادو له تګ راتګ نه خلاص شي څومره به ښه واى مياخيل ورته ويلي ٶه چى زه اوس مجلس لرم تاسو ولاړ شۍ؟ دا ښکاره او منلۍحقيقت دۍ چى دى جنابانو پردى زامن د اور په لمبو کى وريته ول خو دوى خپل اولادونه د وريښمو په جامو کى تاو کړي تر ننه ٶه ساتل، ددى پرځاى چى دى افغان کړيدلي ملت نه دى خپلو کړنو بښنه ٶ غواړۍ نور يى هم په زخمونو مالګى دوړوۍ

 بل له فرانسى نارى وهي چى جنګ، جنګ، خوله يى په جنګى تبليغاتو ستړي کړى او د قوم، ژبى په ناروا سياست کى د ځوانانو وينې تويولو ته يې ملا تړلى، کاش چى د ځوان په دى کوږ پکول دى ناټو په اشغال کى هم د جهاد او مقاومت په نوم د افغانستان د آزادۍ لپاره يو قدم اخيستۍ واى؟ اوس به ډيرو افغانانو ورسره اقلا دا منلۍ چى دې ځوان هم په دې کاږه پکول د افغانستان په ازادۍ کى لويه ونډه درلوده او د مقاومت د جبهې رهبري يې د اشغال په ضد کوله؟

پوره شل کاله يې د اشغالګرو ترڅنګ د قدرت په جزيرو کي، په همدى کږو پکولو د بلډنګو جوړولو او ډالر ټولولو مسابقي درلودى، اوس وايى (که جبهه مقاومت بخاطرى آزادی و استقلال مبارزه و جهاد مى کند) دا ظالمان هر يو کوښښ کوي چې څنګه د استعماري کړيو نه امکانات او پيسى ترلاسه کړي تر څو بيا ددې ځوريدلى ملت په غوښو خپل تجارتونه وکړي؟؟؟ دوى اوس هم د سړي زامن نه شول چى په دې کړيدلى ملت ئې لږ زړه درديدلۍ واى، هر يو غواړي چې د پرديو په چړو د خپل مظلوم ملت وينې تويې کړي، الله متعال ددې مظلوم ملت په حال خپله رحم وکړي!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک