No-IMG

د تبوک غزا – دوهمه برخه

له پیغمبر سره دابو عامر ليدنه.

دابوعامردسیسي.

دیسرب دوه تنه مشران.

ابو عامر او دمکي مشرکین.

دپیغمبرسره لیدنه

ابو عامر راهب چې ځانته ډیر هو ښیار او با منطقه ویل بل څوک ئې خپل سیال نه ګڼه، په همدې غرور ئې ځان له ټولو لوړ څرګندوو.

اصلي نوم ئې عبد عمرو بن صیفي بن مالک الاوسي و، دنصرانیت دین ئې منلی و او دانجیل عالم و، په همدي نسبت د ابو عامر راهب په نوم مشهور و .

حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم)چې مدينې منوري ته هجرت وکړ،ابوعامر ئې خدمت ته راغی ،خو په ناسته کې په اسلام او نبووت ئې اعتراض او نیوکې وکړي،حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ورته په ورین تندي ځوابونه ورکول تردي چې ابوعامرحوصله تنګه شوه دعا ئې وکړه او په دعا کې دخیرا په توګه وویل: په موږدواړو کې چې کوم یو درواغژن وي هغه د مردود او دخپلو ملګرو،کوراو کورني لري په مسافري کې مړ شي،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) آمين وویل.

ابو عامر وویل: زه به دهر هغه چا ملاتړ کوم چې له تا سره جنګیږي.

رښتیاهم داسي شو چې ابو عامر فاسق تر کومې ژوندی و، د اسلام او مسلمانانو په خلاف ئې توطعي جوړول او دهر هغه لښکر سره ئې ملا تړله چې دمسلمانانو په خلاف جنګیدل تر دي چې په مسافري(شام) کې د خپلو خپلوانو او کورنۍ لیري مړ شو.

دابوعامردسیسي

یسرپ ته د حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)په هجرت سره ابو عامر خپل مذهبي سیادت په تاوان کې وليد، له همدې کبله ئې د مسلمانانو په خلاف توطعې او دسیسي جوړولې او منافقت ئې خوروو،په همدي اساس حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) دی د ابوعامر فاسق په نوم ونوموو،چه وروسته په همدې نوم پیژندل کېده.

  دی له هغه وړاندي چې حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یسرپ ته تشریف نه و راوړی، یسرب(مدينه منوره) کې دیو علمي او مذهبي مرکز په توګه منل کیده.

دیسرب دوه تنه مشران

په یسرب کې دوه تنه مخور(ابو عامر او عبدالله بن اُبی بن سلول) بانفوسه او منل شوي خلک وو.

دخزرج له قوم څخه عبدالله بن اُبی چې په ابن سلول مشهور او کنیه ئې ابو حباب و .

اُبی ئې دپلار نوم دی او سلول ئې دمورنوم،ابن هشام په سیرت النبوي کې لیکلي چې سلول ئې دپلار مور(نیا) وه .

دجاهلیت په دور کې ابو عامر دسیمي مذهبي مرکز او ابن سلول سیاسي مرکز ګڼل کیده.

په یسرب کې دوه ستر قومونه چې داوس او خزرج په نوم مشهور دي له کلونو بلکه له پیړیو سره په جنګ اواختلاف بوخت و، په دغه ورځو کې د دوی ځینو مشرانو پریکړه کړې وه چې په شریکه به عبدالله بن اُبی بن سلول دسیمې واکمن جوړوي او په ځینو روایتونو کې داهم ویل شوي چې دوی د مشري تاج هم جوړ کړی و.

په دغه ورځو کې حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تشریف راوړ، خلک دهغه په لور مات شول،دعبدالله بن اُبی بن سلول اطراف خالي شو، له روایاتو داسي بريښي،همدا لامل و چې ابن سلول د حسادت له امله کينه واخسته.

 ابن سلول په ظاهره له ناچارۍ اسلام راوړ خو په باطن کې ئې په منافقت لاس پوري کړ،چې وروسته دمنافقینو د سر دار په توګه پیژندل کېده خو تر مرګه په مدينه منوره کې پاتي شو او هملته وفات شو.

ابوعامرچې ځان یواځي ولید دکینې اور ئې په زړه بل او د حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره ئې په پټه او ښکاره دښمني پیل کړه.

ابو عامر له یو څو تنو سره له مدينې منورې ووت مکې مکرمې ته لاړ هلته ئې د شیطانت جال وغړوو، کله چې مکه فتحه شوه له هغه ځایه طایف او بیا له هغه ځایه شام ته ولاړ هملته مړ شو.

ابو عامر او دمکي مشرکین

ابو عامر له مدینې منورې د مکې مشرکینو ته پناه یوړه، هلته ئې دمکې مشرکین وهڅول چې په مدينې منورې حمله وکړي او مسلمانان له یوېخوا قتل کړي.

داحد غزا په جریان کې ابو عامر د مکې له لښکر سره ملګری و، کله چې لښکرې سره مخامخ شوي ابو عامر په خپل قوم او دمدينې منورې په اوسیدونکو غږ وکړ چې زه ابو عامر راهب یم،د حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له ملاتړه لاس واخلئ په آمان کې به اوسئ، په ځانګړي توګه دقوم ځوانان او په مجموع کې دمدينې منورې جنګیالیو په زغرده او میړانه د ده غوښتنه رد کړه بلکه دالله دښمن په نوم ئې ورته خطاب وکړ.

داحد په غزا کې د ابو عامر زوی حضرت حنظله(رضی الله عنه) دسیدنا حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په دفاع کې په شهادت ورسید، ابو عامر ناکام او نامراده بیرته مکې ته ستون شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک