No-IMG

ستونزې ډیرې دي؛ بيخي ډېرې

خو زمونږ د ټولنې تر ټولو ستره او جدي ستونزه دا ده چې واقعيتونه په اسانۍ نه منو، که چا ته ووايو مخکې مه ځه ديوال دی، سر دې ورسره لګېږي؛ نو درته وايي: ته خو منفي ګران يې، تل منفي خبرې کوې، زما پرمختګ دې نه خوښېږي، تا کله زما په خير خبره کړې؟! خو چې همداسې د ديوال په لور ورشي او سر يې په ديوال ولګېږي، نو پر ځای د دې چې خپله تېروتنه ومني، له تا معذرت وغواړي چې خير يوسې، تا متوجه کړی وم، خو ما دې خبره ونه منله؛ درته وايي: دا ديوال حتماً تا دلته درولی و چې زه ورسره ټکر شم، زه خو پوهېدم چې ته زما خيرخواه نه يې!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک