No-IMG

نوې سړه جګړه، تایوان؛ د نوې لوبې میدانِ نبرد؟

له څو ورځو راهیسې د امریکا او چین تر منځ د تایوان پر سر ګرمې ناندرې روانې دي. د امریکا د کانګرس مشره نانسي پلوسي د هندي آرام سمندرګي څو هیوادونو ته سفر لري. د دې د سفرونو په پلان کې د مالیزیا، سنګاپور، جاپان او سوېل کوریا تر څنګ د تایوان نوم هم یاد شوی ؤ. چین د تایوان په نوم یادولو ببر شوی دی ځکه چین لپاره د تایوان مسئله یوه حیاتي مسئله ده.

د نانسي پلوسي دفتر بېګا د هغه د سفر په تقسیم اوقات کې تایوان نه ؤ یاد کړی. نن هغه سنګاپور ته ورسېدله. له څو ساعتونو بیا څه رسنیو احوال ورکړی چې سبا شپه به نانسي پلوسي تایوان کې ښکته شي.

دا سفر د چین او امریکا تر منځ د اړیکو د خرابېدو آخري حدونه دي، له دې وروسته د دوی تر منځ د مخامخ دښمنۍ کومه پرده نه پاته کېږي.

تایوان د آسیا پسیفېک په منځ کې پروت یو ټاپو دی چې ځان مستقل هیواد ګني خو کیسه یې ډېره جنحالي ده. د نوې نړیوالې لوبې سُر ته چې سړی ګوري داسې ښکاري چې که خبره مستقیم ټکر ته رسیږي (تر اوسه هېڅ مالومه نه ده) نو د جګړې مرکز به د همدې ټاپو شا او خوا سیمې وي.

تایوان ټاپو ډېر جنجالي تاریخ لري چې وخت په وخت د زبر ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوی. لومړی ځل دا ټاپو د چینیانو د پوځ یوې برخې چې د چیني امپراطورۍ لپاره د نوې سیمې لټولو په پار وتلي ؤ، پیدا کړې ؤ. هغه مهال دا ټاپو رسما د چیني امپراطورۍ برخه شوه او د امپراطور په امر د چین یو قوم دلته لېږدول شوی ؤ. له همدې نکتې چیني نسل دلته ژوند پیل کړ.

وروسته د استعمار په وخت کې دا ټاپو د المانیانو مستعمره شوه، له استعمار وروسته بیا بېرته د چین کوین امپراطورۍ ونیو. کله په ۱۸۹۵م کې د چینایانو او جاپانیانو اولنۍ جګړه وشوه او چین شکست وخوړ، دا ځل جاپان په دې ټاپو خیټه واچوله او د دویمې جګړې تر آخره یې لاس لاندې ؤ. د دوهمې جګړې له ختمېدو وروسته د چین تر انقلاب پورې فقط څلور کاله دا ټاپو د د چین ریپبلک د حکم لاندې ؤ چې بیا هغې دولت ته ماؤ کمونستي انقلاب د پای ټکې کېښود.

ماؤ زی دنګ د همدې چیني کمونست ګوند مشر او بنیاد ګزار ؤ چې نن په چین حاکم دی، هغه بل ګوند چې ماؤ یې په مخالفت کې جنګېده او د چین ریپبلک استازیتوب یې کوه، کوامینتنګ KMT نومېده. د دې ګوند مشري چیان کای شېک کوله. کله چې په ۱۹۴۹م کې چین ماؤ ونیو، چېن کای شېک تایوان ته وتښتید او هلته یې د چین د کمونست حکومت په مقابل کې بل موازي او مستقل چینايي حکومت جوړ کړ

دا نوی حکومت هم په اول سر کې یو مستبد حکومت ؤ خو دا چې غرب د ماؤ کمونېزم سره مشکل درلود، پخوا یې هم د همدې کوامینتیګ ملاتړ کاوه او وروسته له بېلېدو یې هم د تایوان د آزادۍ ملاتړ ته ادامه ورکړه.

غربي نړۍ او امریکا د تېرې سړې جګړې په سر کې د ماؤ د چین په مقابل کې د تایوان حکومت د چین د رسمي حکومت باله ځکه چې دا حکومت د غرب ملګری ؤ. د دې یو کلاسیک مثال د افغانستان په معاصر تاریخ کې د طالبانو د تېر حکومت او د شمال د مقامت شخړه ده.‌ د شمال مقاومت ټیک داسې ؤ لکه د تایوان د ټاپو کیسه خو یواځې دا پاته ؤ چې د افغانستان له جغرافیې د بېلېدو اعلان وکړي.

 د سړې جګړې په اواخرو کې امریکا په دې پوه شوه چې په یو وخت کې شوروي او چین دواړو سره ټکر نه شي کولای. امریکا فکر کاوه چې د چین او شوروي تر منځ باید درز پیدا کړي تر څو شوروي اتحاد نور هم منزوي کړي. د دې یواځینۍ لار دا وه چې چین ته داسې څه ورکړي چې هغوی پرې د شوروي د دوستې لاس پرېږدي. امریکا چین ته د کمونست چین د رسمیت پېژندنې آفر ورکړ، چین هم ومانه او د امریکا ملګري یې پیل کړه. د تایوان حکومت د امریکا د سیاسي ګټو له امله منزوي کړای شو.‌ امریکا په خپل  تاریخ کې همداسې پر خپلو ارزښتونو، ډیموکمراسۍ او ازادۍ پخې ایښي‌ او ملګري یې په نیمه لار کې پرېښي.

دا مهال تایوان دوه سیاسی احزاب لري. یو Democratic progress party DPP نومېږي‌ او بل هماغه پخوانی KMT. د ډیموکراتانو حزب په تیاوان کې ۹۰مه لسیزه کې جوړ شو او تایوان کې یې د انتخاباتو او دیموکراتیک سستم لپاره غږ پورته کړ.‌ کله چې پخوانې حکومت انتخاباتو ته مجبور شو او انتخابات وشول DPP انتخابات وګټل او تر ننه په تایوان حاکم دی.

دا مهال داخلي اوضاع داسې ده چې DPP د غرب کلک ملکری دی او غواړي نړۍ تایوان د یو آزاد او مستقل دولت په توګه ومني په مقابل کې یې KMT د چین حکومت سره نږدې روابط لری. دوی د خپلې چینايي نشنلستي آیډیالوژۍ په بنسټ غواړي چې بلآخر تایوان چین سره یو ځای کړي.

اوس مسئله دا ده چې تایوان چین لپاره د خپلې ځمکې حیثیت لري له دې امله یې په حیث صورت آزادۍ ته نه پرېږدي. چین د تایوان شا او خوا څه موده وړاندې خپلې پیشرفته وسلې خښې کړې چې په مقابل کې یې امریکا او انګلیس د استرالیا اوبو ته د هستوي میزایلو لېږدلو فیصله وکړه.

د نړیوال سیاست د اصولو ریالیستیک فکر پر بنسټ که چین غواړ‌ي چې په نړیوال سیاست حاکم شي نو اول باید خپله سیمه د تصرف لاندې راولي. افغانستان ته چین ډېره زیاته پاملرنه هم له همدې امله کوي. د چین لویې پروژې چې په سیمه کې یې پیل کړي هم د همدې سیاست عملي پلان دی.‌ له دې امله تایوان د چین سره کرښه ده، یو دا چې خپله ځمکه یې ده او بل دا چې که یې همداسې د غرب اَسْرې ته پرېږدي، د چین مخه د سوېل چینايي سمندرګي په طرف تل لپاره ډَب کېږي.

امریکا هم په دې پوهېږي چې که د چین مخه نیول غواړي‌ باید چین پرېنږدي چې تایوان ونیسي. امریکا او تایوان اوس په دې کار روان کړی چې د تایوان دفاعي او نظامي سستم قوي‌ کړي‌ تر څو د چین مخه ډب کړي.

د لوبې د ګټې او بایلې اوله فیصله به په همدې تایوان کېږي. که تایوان او هانګ کانګ د چین برخه شي د نړۍ په نا خالص پیداوار کې د چین برخه له 50‪% زیاتېږي.‌ په سیاسي لحاظ هم که چین خپله سیمه ټوله کنترول کړي‌ امریکا لپاره به دا د Domino effect مثال لري، مانا دا چې د چین نفوز به همداسې د سوېل آسیا هیوادونه لاندې کوي او امریکا به مخ په بایله روانه وي.

دا څرګنده ده چې امریکا هېڅکله دا نه پرېږدي چې چین په آسانه دا کار وکړي خو دا چې څوک به میدان وړي، وخت به یې ثابتوي.‌

لاندې تقشه وګورئ چې امریکا څرنګه له څلورو خواوو د چین مقابل ته د دانو ایښودلو پروسه پیل کړې. د امریکا په دانو مو نورو لیکنو کې بحث کړی ؤ خو د چین لوبه بې انتهاء ډېره جالبه ده. چین بېل میدان کې په بېله طریقه لوبېږي چې امریکایان تر اوسه شکیان دي چې د ډیموکراسۍ دا دائرې یا Arc of Democracies به د چین مخه ونیسي که نه!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک