
مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د اسلامي امارت مشرتابه اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د هغې ادعا په اړه چې ایمن الظواهري د امریکا په برید کې په کابل کې وژل شوی، هر اړخیزه او جدي څېړنه وکړي.
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې همداراز وړاندې راغلي، د افغانستان له خاوري د امریکا په ګډون هېچا ته ګواښ نهدی متوجه شوی او زیاتوي، اسلامي امارت د دوحې هوکړې عملي کول غواړي او له هوکړې سرغړونه باید پایته ورسېږي.
✒: ملا بختالرحمن شرافت، سرپرست اداره خطآهن در نشست گزارشدهی، گفت: پروسه خطآهن حالا افغانی شده و عواید قرارداد خطآهن ازبیکستان و افغانستان که پیش از این در ازبیکستان جمع میشد، بعد ازاین توسط این اداره جمعآوری میشود و به دلیل مشکلات بانکی، ۱۲ میلیون عواید ما در ازبیکستان است.
✒: عبدالقهار بلخی، سخنگوی وزارت خارجه در رشته تویتهای نگاشته است که روابط میان چین و امریکا بر ثبات و امنیت منطقه تاثیر میگذارد و امارت اسلامی از تمام کشورها میخواهد که از فیصلههای که حاکمیت ملی حکومتها را نقض میکند، خودداری کنند.
✒: د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لماستې او مرغې سیمو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي.
یاد سیمو کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې هره ورځ شدید بارانونه، ږلۍ او خطرناک سېلابونه راوځي، چې ګڼ شمېر کلي یې تخریب کړي او زراعتي ځمکې او باغونه یې له منځه وړي دي.
✒: مسوولین صحی در قندهار میگویند، از چند ماه بدینسو شمار بیماران مرض سرخکان در این ولایت افزایش یافته است.
مسوولین گفته است که طی سه ماه ۲۹ کودک در نتیجه سرخکان جان باخته و عامل آن را تغییر فصل یاد کرده است.
✒: د اریانا افغان دولتي هوایي شرکت وایي چې ډېر ژر به په مستقیم ډول د افغانستان او چین تر منځ الوتنې بیا پیل شي. له هغه وروسته چې چین هېواد د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه افغانانو ته د ویزو ورکړه پیل کړه اوس دغه شرکت اعلان کړی، چې ژر به د کابل- ارومچي ترمنځ الوتنې بیا پیل کړي.
✒: ملا حماسي: که دنیاوال ظلم نه کوي نو سږ کال دې زموږ مشر ته د سولې نوبل جایزه ورکړي.
✒: هندي رسنۍ:
پرون چهارشنبه ۲۸ سیکان د یو سیک مذهبي بنسټ په مرسته نوي ډیلي ته له کابله ورسول شول.
✒: عمران خان:
کا امریکا ته پاکستان له خپلې خاورې د کابل د وروستي برید اجازه ورکړې وي، نو دا ښه کار نه دی شوی.
وایي، د غني حکومت زموږ ډېره بدنامي کړې وه او ډېرې ملامتۍ یې راباندې اچولې وې، مګر د کابل اوسنی رژیم زموږ خپل دی او باید ناراضه یې نه کړو.
✒: له هغه وروسته چې د جرمني پخواني لومړي وزیر ګرهارد شرودر وویل، چې روسیه غواړي د اوکراین جګړې ته د مذاکراتو له لارې د پای ټکی کېږي، زلنسکي د نوموړي په دې څرکندونو خواشیني څرکنده کړې ده او په وینا یې، دا د شرم وړ خبره ده، چې یو پخوانی لوړ پوړی اروپایي چارواکی د روسیې په ګټه خبرې کوي.
✒: د اذاربایجان او ارمنستان ترمنځ په ناګورنو قره باغ سیمه کې یو ځل بیا نښته شوې چې له کبله يې درې تنه وژل شوي دي. ياد هېوادونه د نګورنو قره باغ سيمې د مالکيت پر سر لانجه لري چې په ۲۰۲۰ کال کې يې تر منځ خونړۍ جګړه هم وشوه.
✒: قطر او امریکا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د کامبوج ناستې په څنډه کې سره لیدلي دي او د ګڼو دوه اړخیزو مسایلو تر څنګ یې د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.
✒: په پام کې ده چې د ایران او امریکا اټومي مرکچیان د اتریش پلازمېنې ویانا ته ولاړ شي او هلته د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون په تړاو خبرې پيل کړي.
یاد هېوادونه به پر هغه لیک خبرې وکړي چې د اروپايي ټولنې لخوا وړاندیز شوی دی.
✒: مقتدا الصدر، رهبر شیعهها در عراق طی مصاحبهی تازهاش گفته است که پارلمان باید لغوه شود و انتخابات پیش از وقت برگزار شود.
این کشور در حالی با بن بست سیاسی مواجه است که از ده ماه بدینسو از سوی یک حکومت نامنتخب اداره میشود.
✒: اکراین د ناټو غړی هېواد نه دی، خو د غړیتوب لپاره یې لومړني کارونه پیل کړي دي.
د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین له دې مخکې ویلي، که څوک یې په جګړه کې ښکیل شي پر اټومي بریدونو به لاس پورې کړي.