No-IMG

د شپږیزې لیګ سیالۍ ختمې شوې

د شپږیزې لیګ سیالۍ ختمې شوې. سپین غر اتلولي وګټله، لوبغاړو او مینه والو ته یې مبارک و

په عمومي ډول څو ورځې د کرکټ مینه والو ته د تفریح، لوبغاړو ته د سیالیو، سوداګرو ته د بازار موندنې او بورډ ته د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره شوې وه.

په حساس وخت کې د داسې لوبو کول هم لوبغاړو، هم کرکټ او هم کرکټ بورډ ته مهم وو. افغان لوبډله څو ورځې وروسته له ایرلنډ سره پنځه شل اوریزې لوبې پیلوي او دا لیګ لوبغاړو ته ښه تمرین او امادګي وه.

په لیګ کې د ملي لوبدلې اکثریت لوبغاړي ولوبېدل چې نوي ځوانان به یې له تجربو ښه استفاده کړې وي. خو د راشد، مجیب او نوین غیابت محسوس و.

د داخلي روزونکو، لوبڅارانو او نور داخلي پرسونل موجودیت هم مثبت ګام و.

د زمبابوې او هند د دوو مبصرینو موجودیت نړیوالو ته د دغه لیګ په تشهیر کې رول ولوبوه.

د داخلي مبصرینو موجودیت هم هیله بخښوونکی و، سره له دې چې په دې برخه کې لږ نور کار هم په کار دی.

خو د ځینو داخلي افغان مبصرینو انګلیسي تبصرې معیاري نه وې.

په میدان کې د ملي سرود او ملي بیرغ نشتوالي د ټول لیګ رنګ پیکه او بې خونده کړی و. په میدان کې تش لاسونه ناست نندارچیان کله ناکله داسې برېښېدل ته وا کومې بې خونده رسمي غونډې ته رابلل شوي دي.

د ځینو لوبډلو مالکان داسې لوبغاړي هم ولوبول چې د افغانستان په رسمي داخلي کرکټ کې یې د لوبو سابقه نلرله، په دې لیګ کې د لوبېدو یو مهم شرط دا و چې باید لوبغاړي څو مهمې داخلې لوبې کړې وي. دغه کار د لیګ ارزښت ته زیان رسولای شي. د شپږیزې معیار باید ټېټ نشي.

له بده مرغه په دغه لیګ کې هم د فساد ځینې پېښې وشوې او زما معلومات دا دي چې ځینې ځوان لوبغاړي د درغلیو په تور نیول شوي هم دي او تحقیقات ترې شوې یا روان دي. دا ډېر بد دی چې ځوان لوبغاړي په فساد کې ښکېل کړل کېږي. په دې هیله چې کرکټ بورډ یې په اړه په وخت او جدي اقدامات وکړي.

د مینه والو تمه وه چې له دغه لیګ څخه به یو سرپرایز پیکچ او کوم فوق العاده لوبغاړی/ي د ایرلنډ، اسیا کپ او نړیوال کپ سیالیو ته موندل کېږي او د ملي لوبډلې سکواډ کې شاملېږي، خو داسې ونشول. دې کار د لیګ اصلي هدف هم کمرنګ کړ.

په لیګ کې چاودنه ډېره بده پېښه وه، که څه هم د کرکټ بورډ چارواکي تر ننه نه مني چې په دې لیګ کې دې څوک شهید شوی وي، خو زه یوه کورنۍ پېژنم چې له چاودنې دوې ورځې وروسته یې عدلي طب کې د خپلو دوو ځوانانو جسدونه وموندل. د دغې چاودنې په اړه د تحقیقاتو راپور باید خپور شي. حقیقت په پټولو نه پټېږي.

د لوبو په منځ کې د پاکستاني لوبغاړو وتل له افغان کرکټ بورډ سره د د پاکستان د کرکټ بورډ دوستانه چلند نه و.

په هر حال، شپږیزه لیګ د افغانستان د کرکټ د پرمختګ د ملا تېر بلل کېږي، باید لا ښه معیاري، مسلکي، ژوندی او له هر ډول فساد څخه لېرې وساتل شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک