No-IMG

انكارِ حديث؛ يعنې څه؟ منکرِ حديث؛ يعنې څوک؟

نن سبا د منکر حديث ټاپه بيخي عامه او دود شوې ده، ډېر خلک يې په خپل مخالف هغه مهال لګوي چې د دوی د استناد وړ روايت کې يو څه ملاحظات په ګوته کړي او د احتجاج وړ يې ونه بولي.

دا چې زموږ اکثريت مسلمانان د احاديثو د تدوين د لړۍ په باره کې معلومات نه لري، همدا ډول په دې برخه کې د فقهاء کرامو او محدثينو له اختلافاتو هم بې خبره دي، او دا چې احاديث څومره ډولونه او په کومو اعتبارونو يې په مختلفو برخو کې تقسيم شوی دی، دا بيا يوه مستقله او جلا برخه ده چې اوږد بحث ته اړتيا لري.

په لنډ ډول بايد ووايم چې حديث هر هغه عمل، وينا، تقرير او صفت ته ويل کېږي چې نسبت يې رسول الله عليه السلام ته شوی وي. حديث دوه مهمې برخې لري، يو يې سند دی او بل يې متن، سند د راويانو هغې لړۍ ته ويل کېږي چې د حديثو د کتاب له ليکونکي تر رسول الله ته رسېدلې وي او متن د حکايت يا روايت هغو الفاظو ته ويل کېږي چې له رسول الله عليه السلام څخه کېږي. ضعيف حديث هغه دی چې د سند په راويانو کې يې يا انقطاع وي او يا کوم راوي د عدالت او ضبط ستونزه ولري، او يا يې په متن کې علت موجود وي او يا شذوذ. (انقطاع، عدالت، ضبط، علت او شذوذ د اصول حديث مصطلحات دي چې دلته يې تشريح کول؛ ليکنه اوږدوي)

يوه ستونزه چې فعلاً مونږ ورسره مخ يو هغه د محدثينو او فقهاوو تر منځ د دغه موجوده نزاکتونو نه درک کول دي، يو څوک به په يو حديث عمل کوي؛ صحيح به يې ځکه ګڼي چې ځينو فقهاء کرامو په خپلو کتابونو کې پرې استدلال کړی وي او عملاً به يې د احتجاج وړ بللی وي او دا کار به فقهاء کرامو ځکه کړی وي چې دغه حديث به په خپلو اصولو او شرائطو صحيح ګڼي.

خو همدا حديث به محترمو محدثينو په خپلو اصولو ضعيف ګڼلی وي او له استدلاله او احتجاجه به يې غورځولی وي، او د محدثينو همدا عمل به بيا ځينو د وروستنيو زمانو خلکو ته دليل وي او هغه خلکو ته چې دغه حديث يې د فقهاوو په عمل د حجت وړ بللی وي؛ په دليل کې به ورته وايي تاسو په ضعيفو حديثونو استدلال کوئ او مسلک مو کمزوری دی!

لنډه دا چې په مجموع کې محدثين د روايت په سند ډېر تمرکز کوي او فقهاء يې په متن، البته دواړه برخې يې ډېرې مهمې دي چې بايد تمرکز پرې وشي.

زه دلته يو حديث د مثال په توګه راوړم، د بخاري شريف حديث دی، صحيح البخاري ته د امام بخاري د قوي حافظې او د احاديثو په چاڼ کې د ډېر احتياط کولو په خاطر عموماً ټول مسلمانان او خصوصاً محدثين ډېر زيات احترام لري او د احاديثو په ټولو کتابونو کې يې تر ټولو معتبر ګڼي. مطلب دا حديث د سند په لحاظ ټولو محدثينو ته د منلو وړ دی او دوی په دې برخه کې عملاً هېڅ ډول انتقاد منلو ته حاضر نه دي، بلکې د سند دې اعتبار ته په کتلو يې په متن کې شته تناقض ته متوجه شوي نه دي، په دې ليکنه کې غواړم همدا خبره ثابته کړم چې که سند صحيح هم شي، متن کې يې د ستونزې د شتون احتمال بيا هم شته.

د بخاري شريف لاندينی حديث د بېلګې په توګه:

عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ فَاطِمَةَ عَلَيْهَا السَّلَام بِنْتَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَرْسَلَتْ إِلَى أَبِي بَكْرٍ تَسْأَلُهُ مِيرَاثَهَا مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِمَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَيْهِ بِالْمَدِينَةِ وَفَدَكٍ وَمَا بَقِيَ مِنْ خُمُسِ خَيْبَرَ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لَا نُورَثُ مَا تَرَكْنَا صَدَقَةٌ إِنَّمَا يَأْكُلُ آلُ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي هَذَا الْمَالِ وَإِنِّي وَاللَّهِ لَا أُغَيِّرُ شَيْئًا مِنْ صَدَقَةِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ حَالِهَا الَّتِي كَانَ عَلَيْهَا فِي عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلَأَعْمَلَنَّ فِيهَا بِمَا عَمِلَ بِهِ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَبَى أَبُو بَكْرٍ أَنْ يَدْفَعَ إِلَى فَاطِمَةَ مِنْهَا شَيْئًا فَوَجَدَتْ فَاطِمَةُ عَلَى أَبِي بَكْرٍ فِي ذَلِكَ فَهَجَرَتْهُ فَلَمْ تُكَلِّمْهُ حَتَّى تُوُفِّيَتْ وَعَاشَتْ بَعْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سِتَّةَ أَشْهُرٍ فَلَمَّا تُوُفِّيَتْ دَفَنَهَا زَوْجُهَا عَلِيٌّ لَيْلًا وَلَمْ يُؤْذِنْ بِهَا أَبَا بَكْرٍ وَصَلَّى عَلَيْهَا…الخ

الراوي: عائشة أم المؤمنين | المحدث: البخاري | المصدر: صحيح البخاري |کتاب: المغازي | باب: غزوة خيبر

ژباړه: د عائشې رضي الله عنها روايت دی چې د نبي عليه السلام لور فاطمه عليها السلام ابوبکر رضي الله عنه ته پيغام ولېږه؛ د رسول الله عليه السلام (په ترکه) د مدينې په هغه مال فيء کې چې الله تعالی ورکړی و، د فدک (د ځمکې) او د خيبر د خُمس په پاتې برخه کې يې د خپل ميراث غوښتنه کوله. نو ابوبکر رضي الله عنه ورته وويل: رسول الله عليه السلام فرمايلي دي: بې شکه د محمد صلی الله عليه وسلم کورنۍ په دې مال کې برخه اخلي، (خو) له مونږ (د انبياوو له ټولۍ) ميراث نه وړل کېږي. او په الله قسم چې زه به د رسول الله صلي الله عليه وسلم په صدقه کې هيڅ تغيير ونه کړم، همغسې (تعامل به په کې کوم) چې څه ډول به د رسول الله عليه السلام په ژوند کې کېده. نو ابو بکر رضي الله عنه له دې انکار وکړ چې فاطمې رضي الله عنها ته په کې څه (برخه) ورکړي. نو فاطمه په دې کار له ابوبکر خفه شوه، تعلق يې ورسره پرې کړ او تر هغه يې ورسره خبرې ونه کړې چې مړه شوه. هغه د نبي عليه السلام له وفات وروسته تر شپږ مياشتو ژوندۍ وه چې کله وفات شوه؛ مېړه (علي رضي الله عنه) يې د شپې لخوا دفن کړه او ابوبکر رضي الله عنه ته يې په جنازه کې د ګډون اجازه ورنه کړه او خپله يې پرې د جنازې لمونځ وکړ

دا حديث چې په صحيح البخاري کې په نورو ځايونو کې هم راغلی دی؛ څو خبرې په کې دي:

۱     – فاطمه رضي الله عنها د رسول الله عليه السلام له وفات وروسته أبو بکر رضي الله عنه ته راغلې، د ميراث په عنوان يې د مدينې مال فَي، د فدک ځمکه او د خيبر د خُمس غوښتنه کړې ده.

۲     – ابوبکر رضي الله عنه ورته د رسول الله فرمان ويلی دی چې د انبياوو ميراث وارثينو ته نه رسېږي، ترکه )پاتې مال) يې صدقه ده، کورنۍ ته ترې يوازې خرچه ورکول کېږي.

۳     – فاطمه رضي الله عنها د ابوبکر رضي الله عنه په حديث يعنې د رسول الله فرمان چې ستا په ميراث کې حق نشته؛ په خبره خفه شوې ده، يعنې د رسول الله هغه فرمان يې چې راوي يې خپله ابوبکر رضي الله عنه دی؛ نه دی قبول کړی او په همدې خفګان يې له ابوبکر رضي الله عنه سره د ژوند تر پایه خبرې نه دي کړي، علي رضي الله عنه هم ورسره په دې خفګان کې ملګرتيا کړې ده او د نورو رواياتو نه معلومېږي چې په همدې خفګان علي رضي الله عنه له أبو بکر رضي الله عنه سره خپل بيعت هم د فاطمې رضي الله عهنا تر مرګ ځنډولی و او حتی له أبو بکر رضي الله عنه سره د فاطمې رضي الله عنها خفګان او عکس العمل دومره جدي و چې د فاطمې رضي الله عنها په جنازه کې ورته د ګډون اجازه هم ورنه کړل شوه، د حديث الفاظ (وَلَمْ يُؤْذِنْ بِهَا أَبَا بَكْرٍ) په دې اړه صريح دي.

په روايت کې په معمولي تأمل سره معلومېږي چې فاطمه رضي الله عنها د رسول الله په فرمان باندې خوابدې کېږي، ژور خفګان ورته درېږي، په غبرګون کې د ژوند تر پايه له ابوبکر رضي الله عنه سره خبرې نه کوي! آيا دا ممکنه ده چې فاطمه رضي الله عنها چې د رسول الله عليه السلام نازولې لور ده، د رواياتو په قرار په جنت کې د مېرمنو سرداره ده، د حسن او حسين رضي الله عنهما مور ده چي د جني ځوانانو سرداران بلل شوي دي، د لوړې رتبې څښتنه ده او د رسول الله عليه السلام په نظارت  او کور کې تربيه شوې ده، يو وخت چې يې له رسول الله عليه السلام د خادمانو غوښتنه وکړه، او رسول الله عليه السلام ورته د صبر او د ځينو اورادو ويلو وويل نو غلې يې د خپل پلار خبره ومنله او هيڅ ډول خفګان يې څرګند نه کړ؛ خو همدا صابره، مهاجره، د رسول الله په تربيت کې رالويه شوې او د لوړ همت څښتنه فاطمه د خپل پلار له مرګ وروسته د ميراث د يوې برخې په خاطر د رسول الله په فرمان خفګان څرګندوي، له منلو يې انکار کوي، تر مرګه له هغه چا سره (ابوبکر رضي الله عنه سره) خبرې اترې نه کوي، هر ډول تعلق ورسره ځکه پرې کوي چې دغه (د ميراث څخه د محروميت) فرمان يې ورته اورولی دی!! آيا دا امکان لري؟ زمونږ ايمان به اجازه راکړي چې د رسول الله د شاګردې او لورکۍ په اړه دا ډول خبرې ومنو؟!!

اوس په دې حديث کې څلور احتماله دي، په څلورو خبرو (حالتونو) کې يوازې يوه خبره يا يو حالت صحيح کېدی شي، نه څلور واړه!

لومړی حالت: ابوبکر رضي الله عنه فاطمې ته د ميراث نه ورکولو په خاطر له ځانه رسول الله ته منسوبه خبره کړې ده چې ستا د رسول الله عليه السلام په ميراث کې حق نه کېږي، ځکه ورڅخه فاطمه رضي الله عنها تر مرګه جِداً خفه شوه.

دويم حالت: أبو بکر رضي الله عنه رښتیا ويلي دي، د ميراث نه ورکولو نبوي فرمان سل سلنه صحيح و، خو فاطمې يې له منلو انکار وکړ او د رسول الله عليه السلام د فرمان په مقابل کې يې لکه د يوې رښتينې مؤمنې د آمنَّا وسلَّمْنا دريځ خپل نه کړ، خفه شوه چې دا خپله د صحيح او صريح حديث نه منلو او د انکار حالت دی چې حکم يې کفر دی او په همدې حالت کې ورباندې مرګ هم راغلی دی. په دې اړه فاطمه رضي الله عنها د لانديني  ايت په ضمن کې راځي چې الله تعالی فرمايلي دي:

{فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤۡمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيۡنَهُمۡ ثُمَّ لَا يَجِدُواْ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَرَجٗا مِّمَّا قَضَيۡتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسۡلِيمٗا} ٦٥ النساء

ژباړه: نو نه؛ ستا په رب قسم چې تر هغه ئې ايمان نه دی راوړى چې تا په خپلمنځيو شخړو کې حَکَم ونه گرځوي، بيا ستا د پرېكړې په اړه په خپلو زړونو کي تنگوالى ونه مومي او په بشپړه توگه تسليم نشي.

درېيم حالت: دا واقعه اصلا نه ده پېښه شوې، عائشه رضي الله عنها درواغ ويلي دي او له ځانه يې دا قصه جوړه کړې ده او د رسول الله عليه السلام په نسبت يې کذب او بهتان تړلی دی.

څلورم حالت: دا واقعه اصلا نه ده پېښه شوې او عائشې رضي الله عنها هم روايت نه دی کړی، بلکې د بخاري شريف په راويانو کې يو شخص او يا خپله امام بخاري رحمه الله دا روايت کذباً وزوراً اختراع او وضع کړی دی، يا له چا سهوه شوې ده، اګر که دلته د سهوې ځای هم نه جوړېږي، د سهوې د احتمال کمزوری دی، ځکه چې يو حرف يا يوه جمله نه ده، بلکې ټوله واقعه که ومنل شي تطبيق يې خطرناکې پايلې لري. که احياناً کوم راوي دا روايت جوړ کړی وي، نو امام بخاري رحمه الله ورته ولې نه دی متوجه شوی؟ که ورته متوجه شوی وي، نو ولې يې پرې خپله تبصره نه ده کړې؟

په دې څلورو حالتونو کې که هر حالت قبلوو نو د حديث متن د منلو نه دی، که لومړی حالت يې سم شي؛ څوک به څنګه ومني چې ابوبکر رضي الله عنه به په رسول الله عليه السلام درواغ تړي؟ هغه ابوبکر چې د رسول الله عليه السلام د سختو او تکليفونو ملګری و، آيا هغه به د ميراث په خاطر د رسول الله عليه السلام لور ته درواغ وايي چې ته د رسول الله عليه السلام په ميراث کې حق نه لرې؟! که لومړی حالت صحيح وګڼو بيا خو ثابته خبره ده چې ابوبکر رضي الله عنه به د من کذبَ عليَّ متعمداً فليتبوَّأ مقعَدَهُ من النَّارِ د نبوي فرمان مطابق د جهنم د اور مستحق وي!! والعياذ بالله. که دويم حالت سم وګڼل شي نو فاطمه رضي الله عنها څنګه د خپل پلار؛ د رسول الله عليه السلام فرمان نه مني؟ څنګه پرې د شديد خفګان او غضب اظهار کوي؟ آيا فاطمه رضي الله عنها به د قران د حکم نه خبره نه وه چې د شخړو د هوارۍ په مسئله کې د رسول الله عليه السلام د فرمان د نه منلو وعيد ډېر سخت دی؟ په دې حالت کې خو د قرآني نص مطابق فاطمه رضي الله عنها له ايمانه خلاصېږي او د کفر دائرې ته داخلېږي!! والعياذ بالله. درېيم حالت هم د منلو ځکه نه دی چې أم المؤمنين عائشه رضي الله عنها به ولې له ځانه يو داسې روايت جوړوي چې د متن يوه برخه يې له بلې سره د تطبيق په برخه کې ستونزه لري؟ که څلورم حالت صحيح وګڼو دا هم ثابته خبره ده چې أم المؤمنين عائشة رضي الله عنها د دروغو روايت په جوړولو د من کذبَ عليَّ متعمداً فليتبوَّأ مقعَدَهُ من النَّارِ د نبوي فرمان مطابق د خطرناک وعيد مستحقه ده!! والعياذ بالله. يوازينی حالت څلورم حالت دی چې يا په کې کوم راوي قصداً تېروتنه کړې او يا د قصې ځينې برخې ترې پاتې شوې دي او امام بخاري رحمه الله په روايانو په نيک ګومان پرته له دې چې د متن ستونزو ته متوجه شي، په خپل کتاب (صحيح البخاري) کې يې راوړی دی. البته يوه خبره په خپل ځای ثابته پاتې ده چې دا متن که په همدغه شکل ومنل شي نو جدي ستونزې لري څرنګه چې پورته يې ذکر وشو. (البته دلته يو بل اشکال هم وارد دی چې ابوبکر رضي الله عنه څنګه د انبیاو د ميراث د نه وړلو خبره کوي، حال دا چې مونږ په قرآن کريم کې د ځينو انبياو ذکر مومو او هلته د هغوی د ميراث خبره کېږي چې وارثينو ته به يې رسېږي، اګر که ځينو مفسرينو دغه ميراث حکمت او د نبوت برخه ګڼلې ده، خو په مقابل کې ځينو نورو مفسرينو د دې خلاف خبره کړې بلکې په تصريح يې ليکلي دي چې دلته مراد ترې د مال ميراث دی، خو د لیکنې د اختصار او د موضوع د انحصارولو په خاطر مې دغه برخه په خپل حال پرېښوده)

د دې روايت په اړه شارحينو ډېر تأويلونه کړي دي، چا ويلي دي چې د فاطمې رضي الله عنها خفګان عارضي و، بېرته له نورو رواياتو معلومېږي چې له ابوبکر رضي الله عنه سره يې سوله کړې وه، نو که د سولې خبره ومنو نو بيا هم دا روايت د منلو وړ ځکه نه دی چې په پورتني روايت کې صراحت شوی دی چې فاطمې رضي الله عنها تر مرګه له ابوبکر رضي الله عنه سره خبرې نه دي کړي! د شارحينو ځوابونه او تأويلونه که څوک ولولي نو د شارحينو له خوا د متن د تصحيح لپاره يوه تشه هڅه يې ګڼلی شي، نه د قناعت وړ ځوابونه.

د دې ليکنې غرض دا دی چې په رواياتو کې د سند په اړه که هر څومره د صحت خبره وشي نو متن يې بايد بيا هم يو وار په دقت سره وڅېړل شي او هغه مهال د احتجاج وړ وګڼل شي چې په تطبيق کې يې پرته له تکلفه د لوستونکو او خصوصاً د څېړونکو قناعت حاصل شي. د دې خبرې موخه دا نه ده چې خدای مکړه درنو محدثينو به دې ټکي ته پام نه وي کړی، پام به يې کړی وي خو بيا هم لکه څنګه چې ليدل کېږي د محدثينو زيات تمرکز د روايت په سند باندې وي، نو اړينه ده په دې برخه کې د محدثينو تر څنګ د فقهاوو خصوصاً د احنافو د لومړۍ درجې فقهاوو له خوا د روايت د متن د منلو لپاره وضع شوي شرائط او قواعد په پام کې ونيول شي. او که څوک له دغسې پلټنې او څېړنې وروسته د محدثينو له خوا د سند د صحت په اعتبار صحيح ګڼل شوی روايت د احتجاج وړ ونه ګڼي، نو په هغه دې د منکرِ حديث ټاپه نه لګول کېږي، ځکه چې دا د عدالت او تبَيُّن خلاف کړنه ده او الله تعالی ته د خپلو کړنو، ليکنو او ويناو د ذرې ذرې په حساب ورکولو باور لرونکی انسان دا کار نه کوي. البته انکار حديث دا دی چې يو څوک د احاديثو ټولې مجموعې ته د بطلان نسبت وکړي، يعنې له قران کريم پرته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بعثت ټول ۲۳ کلن عملي ژوند ته چې تر مونږ د رواياتو په ذريعه رارسېدلي دي؛ د عبث ژوند نسبت وکړي، دا کار عقلاً او شرعاً ناسم کار دی. څنګه ممکن دی چې مسلمانان دې د ژوند د چارو د سمون او تنظيم لپاره د نړۍ د فيلسوفانو او هوښيارانو خبرې واخلي او د هغه شخص خبرې دې بابيزې وګني چې الله تعالی د قرآن کريم د رسالت او تبليغ لپاره يې غوره کړی دی او د دې قرآن کريم د عملي تفسير لپاره يې ورته قرآن کريم په وقفه وقفه نازل کړی دی!! دا کار که څوک کوي، دا بې له شکه منکرِ حديث دی، خو که څوک د پورتني حديث په څېر د ځينو احاديثو د متونو د اشکال په خاطر دا نه مني چې ګنې دا روايات دې صحيح وي، نو دا کار نه انکار حديث دی او نه هم نوی، بلکې د حديثو د مشهورو کتابونو هر ليکوال د خپل اجتهاد پر اساس ګڼ روايات په متن کې د علت او شذوذ په دليل او يا په سند کې د انقطاع او د بل سبب په خاطر د دې وړ نه دي ګڼلي چې په خپل کتاب کې يې وليکي، په داسې حال چې همدغه روايات به په بل کتاب کې بل محدث د خپل اجتهاد پر اساس صحيح بللي وي، دا کار د مسلمانانو د پېړيو پېړيو تاريخ کې او خصوصاً د سلفو په عصر کې په تکرار سره شوی دی او تر قيامته به کېږي، ځکه چې يوازينی کتاب چې سل سلنه له غلطيو پاک دی؛ هغه فقط قرآن کريم دی. د يادونې وړ ده چې خصوصاً د امام ابو حنيفه رحمه الله په رابطه د ځينو محدثينو توندې خبرې او په هغه شديدې نيوکې له همدې ناحيې وې چې هغه د احاديثو د صحيح يا ضعيف ګڼلو لپاره د محدثينو له اصولو ورآخوا يو شمېر خپل قواعد او اصول وضع کړي و، بلکې کتابونو دا نقل کړي دي چې امام ابو حنيفه رحمه الله خپلو دواړو شاګردانو (امام ابو يوسف او امام محمد رحمهما الله) ته هم په دې برخه کې د دغو اصولو عملي کولو توصيه کړې وه، په دې اړه د ابن عبدالبر رحمه الله دا وينا اړينه ده چې بايد ترې خبر شو، هغه په خپل کتاب “الانتقاء في فضائل الثلاثة الأئمة الفقهاء” کې ليکي: “كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْحَدِيثِ اسْتَجَازُوا الطَّعْنَ عَلَى أَبِي حَنِيفَةَ لِرَدِّهِ كَثِيرًا مِنْ أَخْبَارِ الآحَادِ الْعُدُولِ لأَنَّهُ كَانَ يَذْهَبُ فِي ذَلِكَ إِلَى عَرْضِهَا عَلَى مَا اجْتَمَعَ عَلَيْهِ مِنَ الأَحَادِيثِ وَمَعَانِي الْقُرْآنِ فَمَا شَذَّ عَنْ ذَلِكَ رَدَّهُ وَسَمَّاهُ شَاذًّا وَكَانَ مَعَ ذَلِكَ أَيْضًا يَقُولُ الطَّاعَاتُ مِنَ الصَّلاةِ وَغَيْرِهَا لَا تُسَمَّى إِيمَانًا وَكُلُّ مَنْ قَالَ مِنْ أَهْلِ السُّنَّةِ الإِيمَانُ قَوْلٌ وَعَمَلٌ يُنْكِرُونَ قَوْلَهُ وَيُبَدِّعُونَهُ بِذَلِكَ وَكَانَ مَعَ ذَلِكَ مَحْسُودًا لِفَهْمِهِ وَفِطْنَتِهِ”. ۱۴۹ مخ

ژباړه: ډېری اهل حديثو په ابو حنيفه (رحمه الله) طعن کول ځکه جائز ګڼلي دي چې هغه به د عادل راوي د خبر واحد ډېر روايتونه په هغو احاديثو او د قرآن کريم په معانيو تَلل چې له ده سره جمع شوي و؛ هغه روايات (اخبار آحاد) به چې ورسره برابر نه و، نو د شاذ نوم به يې ورکړ او رد به يې کړل، او سربېره پر دې هغه به د طاعاتو له جملې؛ لکه لمونځ او نور (طاعات) د ايمان په تعريف کې نه راوړل، او د اهل السنة له جملې هر هغه چا چې قول او عمل د ايمان برخه ګڼلي دي، د هغه (ابو حنيفه رحمه الله) دا کار يې نااشنا بللی او هغه يې په دې کار په بدعت تورن کړی دی، خو سره له دې هم ابو حنيفه رحمه الله د خپل فهم او هوښيارتيا په سبب هغه څوک و چې حسد به ورسره کېده.

په پای کې له ټولو لوستونکو او په ځانګړي ډول له علماء کرامو هيله کوم چې دې مسئلې ته جدي توجه وکړي، د تحليل اختلاف او د تجزيې مختلفو رنګونو ته بايد په هماغه درجه وګوري چې مستحق يې دی، له فروعي اختلافاتو دې د دښمنۍ، لعن طعن او ټاپه مارۍ قضيه نه جوړوي، خصوصاً له داسې اختلافاتو چې پخوانيو علماء کرامو له يو بل سره په کې ګوزاره کړې ده، مونږ د پخوانيو علماء کرامو د کتابونو د مطالعې پر مهال ګورو چې هغوی خپل نظرونه او دلايل په خپلو کتابونو کې ليکلي، خو تر څنګ يې ګورو چې په ډېر احترام يې د خپلو مخالفينو نظرونه هم له دلايلو سره يو ځای په خپلو کتابونو کې راوړي. مونږ من حيثِ مسلمانان پر دې مکلف يو چې د اختلافاتو پر مهال به د وسطيت لاره نيسو، نه به افراط کوو؛ نه به تفريط، په دې قضيه کې د وسطيت لاره دا ده چې نه به داسې تګلاره خپلوو چې د احاديثو ټولې مجموعې ته په کې څوک په سپکه سترګه وګوري او نه هم داسې چې د احاديثو په کتابونو کې د رواياتو په اړه د محدثينو د صحت حکم لکه د قرآني نصوصو په څېر مقدس او له نقد خوندي وګڼل شي.

د همداسې يوې ورځې په هيله چې مسلمانان او خصوصاً علماء کرام د اختلاف د ماهيت درک او له اختلافاتو سره د ښه تعامل تطبيق ته جدي توجه وکړي.

اللهم ارنا الحق حقاً وارزقنا اتباعه

وارنا الباطل باطلاً وارزقنا اجتنابه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک