No-IMG

نرګسیت د اناثیت له لطافته تر رواني ناروغۍ

د نرګسیت په اړه له وخته زما په ذهن کې څه سربیرن معلومات  وو او تر ډيره مې اړتیا نه وه حس کړې چې په دې اړه پلان شوې مطالعه وکړم او کره مفهوم ترلاسه کړم. زما آند داوو چې نرګسیت  پر خپل وجود د راپریوتي  نرګس ګل له هغه کیفیته اقتباس شوی چې په روایتونو کې ورته ځان خوښونه ویل شوې او ګویا داچې د نرګس ګل له خپل ځان او خپل وجود سره د ډیرې مینې له کبله تر سپړل کیدو وروسته پرخپل وجود/ دنډر را خوریږي او دغه خوریدل یې د ورمیږ تر کږیدلو او ماتیدلو پورې ادامه مومي او بس نرګس دی او همدومره  یې ژوند چې له خپل ځان سره په مینه کې پخپل ځان را تاویږي پخپل ځان کې ورکیږي او ژوند یې پای مومي.

 داچې نرګس ولې داسې دی؟ تر شا یې په پخوانیو ادبی متونو کې یو افسانوي داستان پروت دی چې په مختلفو روایتونو سره نقل شوی او لنډيز یې داچې نارسیس په لرغوني یونان کې یو پخپل حسن کې غرق انسان وو چې د ژوند تر پایه یې د خپلې معشوقې خاطر ځکه ونه کړ چې هغه پخپل حسن مین وو، پخپل ځان کې ورک وو او په همدغسي یو حالت کې ومړ او یا په بل روایت د سیند په اوبو کې د خپلې ښکلا د نندارې پر مهال پرېووت، ډوب شو، مړ شو  او د مړینې پر ځای یې ګل زرغون شو او دغه ګل ته نارسیس  Narcissus یا نرګس وویل شو نو ځکه دغه پخپل ځان او خپله ښکلا مینتوب ورته په میراث پاتي شو

له دې ظریفو او بعضاً تدلیس شوو ادبي او اسطوروي توجیهاتو ور ها خوا د نرګس ګل دغه ځانګړنه ډيره نادره نه ده، که د نبات پوهنې له انده ورته وکتل شي نو ساده ځواب دادی چې د نرګس ګل د وزن زیاتوالی او تر سپړل کیدو وروسته  یې پاڼي د باد او شمال له مسیر سره مخامخ کیدل او  تر ګل لاندي د ډنډر نازکوالی به ددې سبب کیږي چې تر ډيره نیغ پاتي نشي او په یو اړخ را کوږ شي او دا چاره هغه وخت ډیره یقیني کیږي کله چې لمر د شبنم ذرې په رڼو  او ځلیدونکو اوبو بدلې کړي او دا اوبه د نازک ډنډر پر ملا اضافه بار تمام شي. اما...

اما د نرګس دغه طبعي ځانګړنه هغه وخت برجسته شوې او د پام او توجه وړ ګرځيدلې کله چې د شاعرانو خولو او د ادیبانو قلمونو ته لویدلې، مختلف تعبیرونه یې شوې او په مختلفو ادبي صنعتونو کې کارول شوې. ددې کاریدنې تر ټولو مشهوره او د ادب په تواتر ثابته یې داده چې د نرګس دغه ځانګړنه د قیاس په باریکو مزو د ښځمنو تر ذاته انتقال شوې او دا عامه شوې چې میرمنې په ځانګړې توګه هغوی چې د ښکلا معیارونه یې لوړ یا پوره وي د نرګس په څير له خپل ځان او خپلې ښکلا سره مینه کوي او همدغه له خپل ځان سره مینه، له خپل ځان سره بوختیدل او تر خپل ځان چاپیریدلو ته نرګسیت وایي اما داچې  دا مینه لکه د بلې هرې مینې په څير زوروره او خوندوره وي او همدغه زور او خوند دی چې نرګسي ښکلاګانې پخپل وجود کې یا له خپل وجود سره بوختې ساتې، له ټولنې لري کیږي، واټنونه ایجادیږي، ځان خوښیدنه، خپل چارې او په نهایت کې پخپل ځان کې پټيدل او ورکیدل رامنځته کوي؛ دغه حالت ته یې انانیت او نارسیزم ویل شوی او د یوې رواني ناروغۍ په توګه د اطباوو او روانپوهانو ترمنځ مطرح ده.

اوس پوښتنه داده چې نرګسیت د ځان سره د مینې په توګه د انسان په ځانګړې توګه  د ښځمن ذات ځانګړنه وګڼو او که د ځان افراطي خوښونه چې له نورو څخه په لريوالي باعث کیږي، د رواني ناروغۍ بڼه خپلوي او وروسته بیا ممکن جدي او مهلک اړخونه ځان ته خپل کړي؟

د ځواب په توګه باید ووایو چې ځان خوښونه په عموم کې د هر انسان ځانګړنه ده او دا ځانګړنه هیځ راز اختصاص؛ لکه د زمان، مکان او جنسیت پر بنسټ اختصاص نه مني، یعني داچې بالعموم ټول انسانان له اوله تر دې دمه او اخیره پورې څه ناڅه ځان خوښي دي، چاته خپل ظواهر لکه شکل، څيره، قد، اندام او د بدن نور هغه غړي چې د ښکلا تظاهر کولای شي، چاته خپل فکر، باورونه، اعتقادات او ارزښتونه، چاته خپله پوهه، تجارب او کمالات او چاته هم خپل نسل او نسب او چا چاته بیا دا ټول له یوې مخې محبوب او د خوښې وړ وي، ځانګړې یې ګني، تر نورو یې لوړ او اوچت ارزوي، مینه ورسره کوي، درناوی یې کوي او له نورو هم د ورته چلند تمه کوي. ډير شمیر روانپوهان او سلوک پوهان زموږ په روان ورځني ژوند کې ډيرې کړنې او عادتونه د ځان خوښونې/ خود پسندي/ خود آشفتګۍ مظاهر ګڼي لکه زیات شمیر سیلفي تصویرونه اخیستل او پر سوشل میډیا یې خپرول، له خپلو تصویرونو سره د توصیف ځیني افراطي کلمې، جملې، ترکیبونه او شعرونه ضمیمه کول، پر سوشل میډیا د خپلو تصویرونو لپاره د لایکونو او کمنټونو غوښتنه او همدغه ورته د خپل محبوبیت د معیار په توګه منل کیدل او په همدې ترتیب د خپلو ذهني او فکري تبارزاتو په توګه د خپلو لیکنو خوښول او  له نورو یې د خوښولو تمه کول؛ ټول د ځان خوښونې مصادیق دي.

اما دا هم نشو ردولای چې ځان خوښونه په میرمنو کې تر نورو ډيره ده او دغه ډيرښت هم د کمیت له لحاظه وي او هم د کیفیت. ددې لامل هم ممکن داوي چې میرمنې د ظاهري ښکلا ترڅنګ د باطني ښکلا لکه نرمښت، عاطفې او په ځانګړې توګه حسن پرستۍ او مینې څخه په زیاته پیمانه برخمنې وي، هغوۍ هم حسینې وي او هم حسن پرستې او بس کله چې حسن او حسن پرستې دواړه په یوه وجود کې یوځای شي؛ نو ځان خوښونه، نرګسیت او په پرمختللي یا افراطی حالت کې انانیت او د رواني ناروغۍ په عنوان ترې نارسیزم جوړیږي چې خپله د ناروغ او ټولنې لپاره ناوړه پایلې لرلای شي.

که څه هم نرګس په ختیځو ادبیاتو کې د یوناني Narcissus د بدیل په توګه کاریږي اما  په مفهومی لحاظ یې کاریدنه متفاوته ده، لکه نرګس ته د ښکلا د سمبول په سترګه کتل او د انساني ښکلاګانو لپاره د معیار یا مقیاس په توګه منل کیدل،  په ځانګړې توګه په پښتو ادب کې نرګسیت ته د یو ډول خوښیدونکې او د خوښې وړ ځانګړنې په توګه کتل کیږي، دغه کاریدنه تر ډیره د خپل ځان په وصف او خوښونه کې په میرمنو پورې تړاو نیسي کوم چې د شعر او ادب په کانټیکست که مطرح کیږي او اکثراً د نارینه وو له لوري مثبت او هڅونکی فډبک اخلي او له همدې ځایه ده چې په پښتو ادب او واقعي ژوند کې ځان خوښونه او غرور البته یو ډول نرم او ملایم غرور منل شوی او ستایل شوی چې ممکن دا چاره د پښتو او پښتونولۍ لپاره د منل شوو ځانګړنو سره هم یو ډول اړخ ولګوي او په علي انداز کې یې ترمنځ اشتراکیت موجود وي اما په نوره نړۍ کې او په ځانګړې توګه په رواني، سلوکي او روان - روغتیایي کنټکسټس کې د رواني او سلوکي ناروغۍ Narcissistic personality disorder or physiological and mental illness  په توګه پیژندل کیږي او پر معالجه یې ټينګار کیږي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک