No-IMG

ايران او ترکيه بدحاله مهاجر افغان زلمکيان شکنجه کوي

آخوندي ايران او اردوغاني ترکيه ځکه بدحاله مهاجر افغان زلمکيان شکنجه کوي، توهينوي او د بدن غړي یې ترې غوڅوي چې د پوښتنې او غچ اخیستلو يې څوک نشته او د وطن حيثيت، تاريخ، اصيل روايات، غرور، هيلې او راتلونکې يې پايمال شوي. دوی به د ايراني وحشيانو په لاس د خپلو غوږونو په پرې کېدو د مرستې ډېرې چغې وهلې وي خو هېوادوالو يې پرې هېڅ غوږ ونه ګراوه او ما غوندې یې فقط د يوه فيسبوکي پوسټ په ليکلو فکر وکړ خپل مسئوليت يې اداء کړ.

الحمدلله چې د آخرت ورځ او د عادل خدای تعالی له لوري د ذرې ذرې حساب کتاب شته. پروا نه کوي، زموږ دا نسل دې هم یو څه موده د خپلو تېرو دوو نسلونو په څېر تباه و برباد، ځورول شوی، توهين شوی، وږی تږی، نهیلی او زړه چاودی وي خو ټول بايد په ياد ولري چې دا نسل د تېرو نسلونو خلاف نهایت بې حوصلې، حسّاس او د وجود رګ رګ يې د غچ اخیستنې له آتشفشاني احساساتو مالامال دی او که دا آتشفشان یو ځل وچاودېد، ټوله دنیا به وسوځوي او ايره-ايره کړي، ان شاء الله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک