No-IMG

حکمتيار: پر کابل ډرون بريد پر ټول افغان ملت او د دوى پر استقلال، خپلواكي او ملي حاكميت بريد وو

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 14 اسد 1401)

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا 16  الإسراء 16 صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايي:

او كله چي د كوم كلي د ورانولو اراده وكړو نو مترفينو ته ئې امر وكړو؛ او هغوى هلته سرغړاوى وكړي؛ نو د دوى په اړه (د عذاب) وينا محققه شي او په ځانگړې ورانېدو سره ئې وران كړو.

په دې مبارك آيت كي د باغي او سركښو ولسونو د هلاكت په اړه د الله تعالى دائمي او نه بدلېدونكى سنت بيان شوى چي تفصيل ئې داسي دئ:

الله تعالىٰ هغه مهال د يوه ملت د تباه كولو اراده كوي چي مترفينو ته ئې د ده اوامر ورسېږي، د پيغمبرانو عليهم السلام او زړه سواندو داعيانو له خوا د حق لوري ته وبلل شي، د بغاوت، كفر او شرك له بدو پايلو ئې ووېروي؛ خو هغوى له فساد، بغاوت او سرغړاوى لاس وانه خلي، مهلت ئې پاى ته ورسېږي، په واضح توگه جوته شي چي دوى د سزا وړ دي او مزيد مهلت وركول بې گټي؛ دا مهال د الله تعالىٰ له لوري د دوى په اړه د عذاب وروستۍ پرېكړه صادره شي، كلى ئې وران او هستوگن ئې هلاك شي.

د دې مبارك آيت له لارښوونو معلومېږي چي د ملتونو د تباهۍ اصلي عاملين هغه مترفين، د اقتدار او شتمنيو خاوندان، له سوكالۍ برخمن او د ناز او نعمت په جامو پوښلي دي چي د ټولني حاكم سياسي، اجتماعي او اقتصادي نظام دوى ته بې شمېره او بې حسابه امتيازات وركړي، په ولس كي شرك لړلي عقائد، جهل او خرافات د دوى واكمني تأمين كړې او جاهل عوام ئې د دوى پښو ته غورځولي؛ دوى د پيغمبرانو او زړه سواندو داعيانو په ضد د مخالفت ملاتړلې، په ټولني كي ئې فساد خور كړى او د الهي عذاب د راتلو اسباب ئې رامنځته كړي.

الله تعالىٰ فرمايي چي دا حالت په ډېرو باغي ولسونو په وار وار راغلى؛ فرمايي

وَكَمۡ أَهۡلَكۡنَا مِنَ ٱلۡقُرُونِ مِنۢ بَعۡدِ نُوحٖۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِۦ خَبِيرَۢا بَصِيرٗا 17  الاسراء: 17

او له نوح وروسته مو څومره پېړۍ پېړۍ (خلك) هلاك كړل؛ او ستا رب د خپلو بندگانو پر گناهونو د باخبر او ليدونكي ذات په توگه كافي دئ.

آيا تاسو ته هغه ستري ستري تاريخي پېښي كافي نه دي چي په ترڅ كي ئې گڼ شمېر مفسد، ظالم، كافر او مشرك قومونه په سختو سختو الهي عذابونو اخته شوي او سيمي او ښارونه ئې نسكور شوي؟ له نوح عليه السلام وروسته تر نن پوري په تېرو څو پېړيو كي څومره د زر او زور خاوندان د فساد او طغيان له كبله هلاك شوي؟!! آيا دا پېښي نه ثابتوي چي دلته د خبير او بصير ذات له لوري د مجازات لړۍ روانه ده، د دې عذابونو پرېكړي د هغه رب له لوري شوې چي د خپلو بندگانو پر گناهونو ښه باخبر او د دوى د وضعيت ښه ليدونكي دئ؛ تل ئې هغه چا ته سزا وركړې چي د سزا وړ ئې موندلى.

وروڼو خوېندو!

تېره يكشنبه؛ د امريكا جمهور رئيس؛ له سپيني ماڼۍ او د مطبوعاتو په وړاندي اعلان وكړ چي په كابل كي په هغه كور د ډرون راكټي بريد شوى چي ايمن الظواهري په كي اوسېدو؛ او هغه ووژل شو؛ هغه وويل: ايمن الظواهري نور نشته؛ او دې بريد وښوده چي د امريكا مخالفين په هيڅ ځاى كي خوندي نه شي پاته كېدى؛ هر ځاى چي وي امريكا به وررسي او عدالت به پلي كوي.

تر دې شېبې پوري؛ امريكا نه ده توانېدلې چي په بريد كي د ظواهري د وژل كېدو كره اسناد او شواهد وړاندي كړي؛ نه ئې د هغه د مړي عكس رسنيو ته ښودلى او نه د DNA لابراتواری ثبوت.

ټول افغانان؛ دا بريد پر خپل هېواد، ملي حاكميت او فضائي حريم يو ظالمانه تېرى او ستر جنايت گڼي او په كلكه ئې غندي؛ دا له شك پرته داسي تروريستي عمل دئ چي په هيڅ دليل او برهان سره نشي توجيه كېدى؛ دا نه د عدالت د تأمينولو لار ده او نه سولي ته د رسېدو لار؛ بر عكس همدا بريدونه دي چي تروريزم او تروريستي ډلي زېږوي. دا د 11 سپتمبر بدله نه بلكي د سپتمبر په څېر پېښي؛ له دغو تروريستي بريدونو زېږېدلې؛ څوك چي په نورو جگړي تحميلوي؛ د دې جگړي اور به د ده كور او هېواد ته هم انتقالېږي؛ د چا سرتېري چي په نورو هېوادونو كي د بې گناه انسانانو وژل زده او تجربه كړي؛ په خپل هېواد كي به ئې هم كوي.  

 امريكا د 11 سپتمبر په پېښي كي؛ خپل حيثيت او اعتبار ته د رسېدلې صدمې د جبران لپاره پر افغانستان بريد وكړ؛ دا جنگ ئې لا نه وو گټلى چي هممهاله ئې پر عراق بريد وكړ؛ په سوريې، ليبيا، صومال او سودان كي ئې د جگړو اورونه بل كړل؛ د دوى په لاس پيل شوې جگړي لا تر اوسه رواني دي؛ د اسامه په وژلو ئې هم اكتفاء ونه كړه؛ له افغانستان؛ د يوې معاهدې له مخي ووتل؛ خو نه ئې د خپلي لاسليك شوې معاهدې درناوى وكړ او نه ئې مداخلات، گواښونه او د بلي نيابتي جگړي تحميلولو هڅي پاى ته ورسولې.

د يكشنبې بريد؛ يوازي د ظواهري د وژلو هڅه نه وه؛ دا پر ټول افغان ملت او د دوى پر استقلال، خپلواكي او ملي حاكميت بريد وو.   كه څه هم لا تر اوسه د ايمن الظواهري د وژل كېدا قطعي ثبوت نه دئ ليدل شوى؛ خو په كابل او ارگ ته نږدې حساسي سيمي كي؛ دا بريد؛ ډېر حقائق زموږ مخي ته ږدي؛ لكه دا چي:

امريكا لا په افغانستان كي حضور لري؛ او خپله جگړه ئې پاى ته نه ده رسولې.

د دوحې معاهده هسي يوه دوكه وه؛ نه په واقعي معنى د سولي معاهده.

د افغانستان فضائي حريم خوندي نه دئ؛

لا افغانان د خپل هېواد مالكان او خاوندان نه دي.

امريكا كولى شي خپل هر مخالف په افغانستان كي په نښه كړي.

وروڼو خوېندو!

الظواهري تېر شل كاله په دي سيمي كي پاته شوى؛ او دا ځكه چي په خپل هېواد كي ئې د اوسېدو مجال او امكان نه درلود؛ د امريكا او په امريكا پوري د تړلي مصري حكومت؛ تر شديد تعقيب لاندي وو؛ كله په وزيرستان او نورستان كي؛ كله په پكتيا او موسى قلعه كي؛ پټ اوسېدلى؛ بريدونه پرې شوي؛ خو روغ ترې وتلى، د ده پر سر امريكا 25 مليونه ډالر جائزه ټاكلې وه؛ خو سره له دې ونه توانېدل په تېرو شلو كلونو كي هغه ووژني!!

پوښتنه دا ده: ظواهري څنگه كابل ته راغلى او امريكايان څنگه او چا د ده له موقعيت خبر كړل؟ دې جدي پوښتني ته بايد څرگند او د منلو وړ ځواب وويل شي.

خو دا يو حقيقت دئ چي د ظواهري په وژلو سره نه القاعده له منځه ځي او نه امريكا خپلو موخو ته رسېدى شي. لكه څنگه چي د اسامه په وژلو سره القاعده له منځه نه ولاړه؛ د ظواهري په وژلو هم له منځه نه ځي؛ امريكا ويلي چي ښايي د ظواهري پر ځاى به سيف العدل وټاكل شي او دا ئې هم ويلي چي دى په ايران كي دئ؛ هغه د يوې تبادلې له لاري د ايران له زندان خوشي شوى او گواكي هملته ايران كي پاته شوى.

آيا امريكا به په ايران كي هم داسي بريد ته زړه ښه كړي؟ احتمال ئې ډېر ضعيف برېښي. امريكا د شمالي كوريا په خلاف هم له داسي اقدام ډډه كوي؛ هغه خپل زور د افغانستان په څېر كمزورو او جنگ ځپلو هېوادونو او ولسونو ته ښيي.

افغانان بايد متوجه وي چي امريکا به د تل په څېر دا هڅه وکړي چي د إمارت اسلامي په ليكو كي اختلافاتو ته لمن ووهي؛ دا تبليغات ئې پيل كړي چې گواكي ځينو مشرانو أيمن الظواهري ساتلى او ځينو له امريكا سره د هغه په وژلو كي مرسته كړې او لازم معلومات ئې ورکړي؛ په دې اړه د خليلزاد اظهارات همدا په گوته كوي؛ خليلزاد ويلي: داسي معلومېږي چي د حقاني ډله د ايمن الظواهري له شتون خبر ول او ښايي د طالبانو ځينو مشرانو د ظواهري د موقعيت په اړه امريكا ته معلومات وركړي وي!!

د ايمن الظواهري د مرگ په اړه تر دې شېبې نه إمارت اسلامي څه ويلي او نه القاعدې.

امريكايانو دا ادعاء كړې چي كه څه هم د الظواهري DNA ئې نه ده تر لاسه كړې خو داسي عيني شواهد ئې تر لاسه كړي چي ښيي دى په بريد كي وژل شوى؛ يعني د سي آى اې غړو د هغه مړى ليدلى!!

پوښتنه دا ده چي د سي آى اې غړي څنگه توانېدلي؛ هغه محاصره شوي محل ته ځان ورسوي؛ او د ظواهري مړى وگوري؛ دا هم په هغه حساس وخت كي او د پېښي له رامنځته كېدو سره سم؟! دا جواسيس افغانان وو كه بهرنيان؟

د طالبانو لومړنى اعلان داسي وو چي گواكي په يوه تش كور يو راكټ لگېدلى او هيڅ ځاني زيان ئې نه درلود؛ خو له څه ځنډ وروسته؛ د إمارت اسلامي وياند؛ دا د امريکايي بې پيلوټه طيارې راكټي بريد او د دوحې تړون نقض او سرغړاوى وګڼلو؛ په داسي حال كي چي له بريد لږ وروسته؛ د امريکا جمهور رئيس جو بايډن؛ په سپيني ماڼۍ كي او د مطبوعاتو په وړاندي؛ د راكټي بريد او د الظواهري د وژلو خبر ورکړ.

دا هم يوه مهمه پوښتنه ده چي امريكايي ډرون له كومي اډې او د كوم هېواد له زمكي او فضاء په استفادې سره؛ توانېدلې د افغانستان فضائي حريم نقض كړي او د هېواد پلازمېني كي د ارگ خوا ته؛ داسي عمليات تر سره كړي؟ دا ډرون جهازونه چي په مسلسله توگه د افغانستان فضائي حريم نقضوي او راكټي توغوي؛ دا له شمال راځي كه له جنوب؟ د شمالي او جنوبي گاونډيو په موافقه او كه له موافقې پرته؟!

طالبان بايد دا وڅېړي او بايد تر دې وړاندي ئې معلومه كړې وى چي امريكايي  ډرون؛ د كوم گاونډي له فضا راتېرېږي او د افغانستان فضاء ته راننوځي. دا بايد افغان ولس ته معرفي شي چي ټول ئې د جدي او خطرناك دښمن په توگه وپېژني.

په هر صورت دا يوه مهمه ملي مسئله ده؛ ټول هغه افغانان چي اسلام او هېواد ته ژمن او وطنپال دي؛ پر خپل هېواد او ديني او ملي ارزښتونو غيرت كوي؛ بايد گډ دريځ غوره كړي او له خپل وطن او استقلال د هر تېري په وړاندي دفاع وكړي؛ سياسي او سليقوي اختلافات بايد شا ته وغورځوو او واحد دريځ غوره كړو. إمارت اسلامي بايد په دې ملي اجماع رامنځته كړي او په تصميم كي ټول ملت شامل كړي.

وروڼو خوېندو!

د مخكني رژيم د استخباراتو رئيسان؛ چي په تېرو شلو كلونو كي د بهرنيو هېوادو په خوښه ټاكل شوي او په تروريستي بريدو او شپنيو عملياتو كي ئې لاس درلود؛ نن ئې د شيرپور پېښي په اړه اظهارات همغسي دي لكه چي د مأموريت په دوران كي ئې كول؛ او دا ښيي چي دوى د افغانستان نه؛ بلكي د نورو هېوادو د استخباراتي شبكو مأمورين وو او دي؛ يوه ئې وويل: دا بريد د ټي ټي پي پر پټنځايونو شوى؛ او گواكي د دغو پټنځايونو معلومات؛ د هغه هيئت له لوري وركړى شوى چي مشر ئې تقي عثماني وو؛ خو وروسته چي امريكا په خپله د بريد پړه قبوله كړه؛ نو هغه د خپلي خبري د تصحيح او جبران لپاره داسي انځور خپور كړ چي د الله اكبر ليكلى شعار ئې پر خپلي سينې ټومبلى وو!!! يعني د امريكا په بريا او د الظواهري په وژل كېدو ئې له ډېري خوشحالۍ د الله اكبر شعار وركړى!!

د تېري جمعې په ورځ د كركټ لوبي په دوران كي د بې گناه افغانانو په غونډي كي چاودنه هم د دغو مفسدينو كار دئ؛ د اوزبكستان لوري ته راكټونه هم دوى توغوي

وروڼو خوېندو!

امريكا او ځينو ملگرو هېوادو ئې؛ د ايمن الظواهري حضور او وژل كېدا په افغانستان كي؛ د طالبانو له لوري د دوحې معاهدې نقض او د خپلو ژمنو او تعهداتو خلاف عمل گڼلى!! او بريد ئې تأييد او توجيه كړى.

موږ ټولو هغو كورنيو او بهرنيو لوريو ته چي پر افغانستان ئې د متجاوزينو د يرغل او بريد ملگرتيا كړې؛ د دې روان دردناك حالت په تپلو كي ئې لاس وو او دئ او پر هغه څه راضي كېږي چي پر مظلومو افغانانو تېرېږي؛ له الله تعالى د شديدي محاسبې او مؤاخذې تمنى او دعاء كوو؛ الله تعالىٰ دي د مظلومو افغانانو انتقام له دوى واخلي.

وروڼو خوېندو!

د طالبانو له لوري ويل شوي چي القاعده په افغانستان كي نه نظامي ځواك او حضور لري او نه طالبانو دوى او بل چا ته اجازه وركړې چي د افغانستان خاوره د كوم هېواد په ضد وكاروي. نه ئې په شيرپور كي د ظواهري شتون منلى او نه دا چي هغه په دې بريد كي وژل شوى. يعني دا چي طالبانو د دوحې معاهدي مطابق عمل كړى؛

خو بل لوري ته امريكا دا حق ځان ته وركوي چي خپل مخالفين په ټولي نړۍ كي ولټوي او په هر ځاى كي چي هغوى مومي ترور ئې كړې؛ امريكا همدا اوس؛ او د دوحې د معاهدې له لاسليك سره سره؛ د افغانستان وسله والو مخالفينو ته پناه ځي، دفترونه او مركزونه وركړي؛ دا وسله وال مخالفين په افغانستان كي د داسي نظامي عملياتو پړه او  مسئوليت قبلوي چي په ترڅ كي ئې بې گناه انسانان وژل كېږي؛ د غربي هېوادو رسمي او دولتي رسنۍ د هغوى اعلاميې او د عملياتو خبرونه خپروي. آيا دا هېوادونه افغانانو ته دا اجازه وركوي چي په هلته د دې ترورستانو په خلاف همداسي عمليات وكړي لكه چي امريكا د يكشنبې په ورځ په كابل كي وكړل؟    چين ويلي: صحيح نه ده چي د تروريزم خلاف د همكارۍ په نامه د بل هېواد ملي حاكميت او فضائي حريم نقض شي.

كه دا بريد د طالبانو له خبرولو او موافقې پرته تر سره شوى وي؛ همغسي چي د ځينو امريكايي چارواكو په اظهاراتو كي راغلي؛ نو د دې بريد يوه طبيعي پايله به دا وي چي إمارت اسلامي؛ د امريكا سياسي او نظامي حريفانو او رقيبانو؛ مخصوصاً چين ته نږدې شي.

د إمارت اسلامي د خارجه وزارت له هغه وروستي اعلاميې چي تايوان ته د امريكايي لوړ پوړي هيئت د تگ په ارتباط ئې خپره كړې او دا سفر ئې پاروونكى گڼلى؛ همدا معلومېږي؛ كه څه هم دا مناسب او طبيعي غبرگون دئ خو البته دا د افغانانو په گټه نه ده چي د لويو طاقتونو تر منځ رقابتونو كي د يوه په خلاف د بل لوري ملگرتيا وكړي؛  دا په نيابتي جگړو منتج كېږي او افغانستان ته صدمه رسوي؛ مخكنيو تجربو همدا ښودلې؛ افغانان مثبت او رغنده ناپېيلي خارجي سياست ته ضرورت لري

وروڼو خوېندو!

د نړۍ وضعيت په ډېر سرعت سره؛ د لازيات بدامنيو، وسله والو رقابتونو او جگړو په لوري خوزي؛ آسيايي او افريقايي هېوادونه لا له وړاندي اوږدو او خونړيو جگړو ځپلي؛ په اروپا كي هم د داسي جگړي اور بل شوى چي لمن ئې د خورېدو په حال كي ده؛ ناټو او په سر كي ئې امريكا له يوې خوا او روسيه له بلي خوا د جگړو پراخولو او مزيد تشديدولو ته زور وركړى؛ د اتُمي وسلو كارولو گواښونه اورو او د بلي نړۍ والي جگړي پيلېدو وړاندويني؛ مخكنۍ دوه نړۍ والي جگړي هم په اروپا كي رامنځته شوې.  

اسرائيل د ايران دننه د دې هېواد هغه ساينس پوهان تروروي چي په اتُمي تأسيساتو كي كار كوي؛ ايران گواښي چي هيڅكله به ئې پرېنږدي اتُمى وسائلو ته لاس رسى پيدا كړي.

نانسي پلوسي؛ د امريكا د استازو د مجلس مشره؛ د يوه لوړ پوړي هيئت په مشرۍ؛ په داسي حال كي تايوان ته ځي چي د سورلۍ الوتكه ئې د گڼ شمېر نظامي الوتكو په حفاظت كي درومي؛ د چين له لوري د گواښونو او د كوم نظامي بريد د احتمال له كبله؛ چين دا سفر له اور سره لوبي بولي.

د اوكراين جگړه داسي پړاو ته رسېدلې چي روسيه وايي: غرب غواړي د اوكراين جگړه په اتُمي جگړي واوړي.

يعني چي نړۍ د خطرناكو جگړو او ناامنيو په لور درومي.

وروڼو خوېندو!

افغانان له هوښيارو او سوله غوښتونكو غربيانو دا انتظار لري چي نور د جگړو او جگړه مارو سياستونو حمايت پرېږدي؛ له درېيمي نړۍ؛ مخصوصاً اسلامي امت سره خپلي ستونزي د جگړو، گواښونو او ترورونو له لاري د حل كولو هڅه ونه كړي؛ دا يقيناً يوه ناكامه تجربه او هڅه ده؛ نوې او معقوله عملي لاري ته ضرورت لري؛ د افغانستان شل كلنه خونړۍ او ناكامه جگړه او هغه بدي پايلي چي افغانانو او د ناټو غړو هېوادو ته ئې درلودې؛ كافي ده چي خپل غلط سياستونه تصحيح كړي.

تر هغه چي غرب په اسلامي هېوادو كي نظامي حضور لري؛ د استبدادى حكومتونو او كودتاچيانو ملاتړ كوي؛ حتماً به له عكس العمل سره مخامخ كېږي. د دې طبيعي عكس العمل مخه نه د فوځونو په لېږلو او د هېوادونو په نيولو سره نيول كېدى شي او نه د آزادي غوښتونكو په ځپلو او وژلو سره.

نه شوروي ځواكونه وتوانېدل افغانان وځپي او نه ناټو؛ صهيونستان ونه توانېدل د ټول غرب په پراخو نظامي او مالي مرستو فلسطينيان وځپي؛ او مقاومت ئې پاى ته ورسوي.

دعاء كوو چي الله تعالىٰ ټوله نړۍ او مظلوم ولسونه ئې د استعماري ځواكونو له شرارتونو وژغوري.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک