No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د مخابراتي شبکو خدمتونو پرې شوي او دې چارې د خلکو پر وړاندې ګڼې ستونزې پيدا کړې دي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي وايي، د ښار په ځینو سیمو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي او دا کار ددې سبب شوی چې د دوی ورځنۍ چارې ځنډنۍ شي.

نن ماښام ناوخته د ۹ بجو پر مهال مخابراتي شبکو دوباره خپل فعالیت پیل کړ.

‏پرون شپه ناوخته د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د خالد خراساني په گډون د تحریک طالبان پاکستان درې لوړپوري غړي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې خالد خراساني د ټي ټي پي دوه نورو قوماندانانو سره یو ځای د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د سفر پر مهال سرک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

خالد خراساني په پاکستان کې د ډیر شمیر خونړیو بریدونو په طرح کولو تورن و او امریکا یې هم پر سر د ۳ میلیونو جایزه ټاکلې وه.

نوموړي په کابل کې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پې تر منځ خبرو کې مهم نقش درلود خو د دغو خبرو تر ناکامېدو وروسته د هغه د وژلو پېښه رامنځ ته شوه.

‏په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د یوه مهم غړي وژل کیدل داسې مهال دي چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري مشر وژلی و.

: ‏د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د کابل په خاتم النبیین مدرسه کې د عاشورا په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل چې د امریکا پر وړاندې د افغانانو جهاد د نورې نړۍ مسلمانان هیله من کړي چې یوه ورځ به د امریکا له اسارت خلاصیږي.

‏نوموړی وايي چې له عراق، فلسطین، یمن او سوريې څخه ورته پیغامونه راځي چې د طالبانو جګړه د هغوی لپاره هیله بښونکې ده او په خبره یې د هغوی مبارزه به یوه ورځ رنګ راوړي.

‏ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې امریکا او غربي هېوادونو پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لګولي؛ سره له دې چې د سیاست، اقتصاد، فرهنګ او نورو برخو کې د افغانانو ستونزې زرګونو ته رسیږي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په هلمند ولایت کې د کجکي بریښنا بند څخه لیدنه کړې ده.

سراج الدین حقاني ویلي چې د بنسټیزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بساینې په لور بیایي او دا گډ مسوولیت باید په ریښتینولۍ سره ترسره شي.

: ‏داعش خراسان ډلې د کابل ښار په چنداول سیمه کې د ملکي خلکو پر یوه کاسټر موټر د تېرې ورځې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې یې ۱۰ تنه وژلي دي.

: ‏د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دې ولایت دانګام ولسوالۍ کې تېر مازدیګر ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

‏بل خوا د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي هم تاییدوي، چې د دواړو لورو ترمنځ سوءتفاهم رامنځته شوی، خو دمګړۍ سیمه کې وضعیت نورمال دی.

: ‏د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې په تعلیمي نصاب کې د ستونزو له کبله د نجونو ښوونځیو په پرانیستو کې ځنډ راغلی دی.

‏د پوهنې وزارت مرستیال سیداحمد شهیدخېل وايي، چې په تعلیمي نصاب کې د شته ستونزو او د دغو ستونزو تر هوارېدو به د نجونو ښوونځي تړلي پاتې وي خو په خبره یې اسلامي امارت پرته له فشار څخه د نجونو ښوونځیو پرانیستو ته ژمن دی.

‏شهید خېل ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به حتما یوه ورځ د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي. دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلي وو، چې د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړل شوي دي.

: ‏د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تیرې ۲۰ کلنې جگړې له ځینو ټپیانو سره کتلي دي.

حقاني د یادو ټپیانو سره په کتنه کې ویلي چې ټولې لاسته راوړنې د دوی د داسې قربانیانو په پایله کې لاس ته راغلي او د دغو قربانیو په ساتلو یې ټینگار کړی دی.

: شماری از پایتخت نشینان از غیر فعال شدن شبکه های مخابراتی در بخش های از شهر کابل انتقاد می کنند.

آنان می افزایند که از دو روز بدینسو در بخش های از کابل به خدمات انترنتی و تلفنی شبکه های مخابراتی دسترسی ندارند و نمی توانند با خانواده و بسته گان شان ارتباط تلفنی برقرار نمایند و نیز در انجام کارهای روز مره با مشکلات فراوانی رو به رو شده اند.

یک باشنده پایتخت، گفت:«از وقت که مه همرای شما صحبت می‌کنم از یک ساعت پیش از این که سیمکارت‌ها قطع است بسیار به مشکل کلان رو به رو استیم؛ خودم هم اینجه منتظر استم یک ساعت شده که سیمکارت‌ها قطع است تماس گرفته نمی‌توانم که مشکل مه حل کنم

باشنده دیگر پایتخت، می گوید:«دو روز می‌شود که سیمکارت‌های ما قطع است. تمامی روابط اجتماعی ما که از طریق انترنت و فیسبوک داریم کاملاً با مشکل مواجه شده؛ بیخی همه‌گی حیران استند که چرا علت چه است

و اما مسوولان اداره اترا می گویند که این کار برای تامین امنیت باشنده گان کابل انجام شده است.

: امروز دهم ماه محرم روز شهادت نواده پیامبر بزرگ اسلام است

همزمان با فرا رسیدن دهم محرم یا عاشورا معاون شورای عالی مصالحه ملی دولت پیشین در نشستی در کابل از بیرون شدن این روز از تقویم کشور انتقاد میکند.

اسد الله سعادتی میگوید که هزاره ها خواهان عدالت اجتماعی بی در نظرداشت تبعیض نژادی و زبانی استند.

اسدالله سعادتی، معاون شورای عالی مصالحه ملی دولت پیشین، گفت:«حذف عاشورا از تقویم افغانستان دیگر منحیث روز رخصتی نیست و من تاکید می‌کنم که سزاوار است که روز شهادت نواده رسول خدا و بزرگترین حادثه در تاریخ اسلام در یک کشور اسلامی و در یک کشور که حکومت اسلامی دارد باید در تقویم‌اش روز رخصتی عمومی باشد

: د پوهنې وزارت سرپرست وایي، چې په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د کلتوري محدودیتونو له امله تړلي پاتې دي او هلته به پرانیستل شي چې په دې برخه کې اسلامي امارت له خلکو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

 نورالله منیر دغه څرګندونې خوست ولایت ته په سفر کې خبري غونډه کې کړې دي.

ښاغلی منیر زیاته کړې، اسلامي امارت هڅه کوي چې، یاده ستونزه هواره او په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر وویل: «خلک د نجونو له زده کړو سره نه بلکې له کوره د نجونو له وتلو سره حساسیت لري او په دې برخه کې د افغانانو کلتور حساس دی او تاسو ته ښه معلومه ده چې اسلامي امارت هڅه کوي چې له خپلو خلکو سره یوې هوکړې ته ورسې او دغه بهیر له خیره پيل شي

: ‏د اسلامي امارت زعیم مولوي هبت‌الله اخندزاده په یوه حکم کې اړوندو ارګانونو ته دنده سپارلې چې کابل کې سوالګر راټول او له بایومېټریک وروسته ورته د کار زمینه برابره کړي. د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر ټویټر لیکلي، د دې حکم پر بنسټ به سوالګرو ماشومانو ته د تعلیم زمینه هم برابره شي.

: ‏د ننګرهار ولایت ځايي مسولین وايي، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د اوړو د تولید ۲۴ ساعته کارخونه جوړه شوې ده. د یادې کارخونې مسوولین وايي، چې د کیفیت لرونکو اوړو چمتو کولو تر څنګ یې، یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

: ‏د اسراییلو په بریدونو کې ټولټال ۴۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي. نړیوالې رسنۍ وایي چې پر غزه د اسراییلو توغندیزو بریدونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده. وروستي راپورونه ښيي چې په دې بریدونو کې ۴۴ فلسطینیان شهیدان شوي او شاوخوا ۳۱۱ کسه نور ټپیان دي.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا سفارت پر خپله ټویټر پاڼه هغه بریدونه غندلي چې په وروستیو کې د هېواد په هزاره مېشتو سیمو کې پر اهل تشیع تر سره شوي او ویل کېږي داعش ډلې یې مسوولیت منلی. دې سفارت زیاته کړې، پر عبادت کوونکو برید د غندنې وړ عمل دی او افغانان باید په سوله کې عبادت وکړي.

: ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وايي، په کابل کې د وروستیو چاودنو پرمهال ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما په خپله ټویټر پاڼه لیکي، چې د خلکو امنیت ته دې لا ډېره پاملرنه وشي.

: ‏پاکستان خپل «شمسي» هوايي ډګر امریکايي ځواکونو ته سپارلی

د کوزې پښتونخوا ټولنیزو فعالینو ادعا کړې، چې د پاکستان حکومت د «شمي» په نوم هوايي ډګر امریکايي ځواکونو ته ورکړی، چې عملآ ترې بې پیلوټه الوتکې پورته کېږي.

دغه هوایي ډګر د بلوچستان په واشوک سیمه کې دی، چې له ډیورنډ کرښې ‏…شاوخوا ۲۰۰ کیلو مټره واټن لري او تېرو کلونو کې هم ترې امریکایي ځواکونو استفاده کوله.

د کوزې پښتونخوا د فعالینو په خبره، ډېر احتمال لري، چې کابل کې د القاده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژونکې بې پيلوټه طیاره له همدې هوایي ډګر پورته شوې وي.

: ‏ایران کې یو افغان تر لفظي شخړې وروسته ۱۰ کسان د چاکو په ګوزارونو وژلي دي

تېره ورځ د ایران د کرمان ولایت په بهرمان سیمه کې یو افغان شپږ نور افغانان او څلور ایراني وګړي د چاکو په ګوزارونو وژلي دي.

د ایران د کرمان ولایت امنیتي مسوولینو د دغه هېواد رسنیو ته د پېښې پخلی کړی دی.

‏…د کرمان امنیتي مرستیال رحمان جلالي رسنیو ته ویلي، چې  دا پېښه له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې او د پېښې عامل افغان، چې ذهني توازن يې برابر نه و، نیول شوی.

: ‏شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځيانو خونړی ځانمرګی برید شوی

نن غرمه مهال د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د پاکستان د پوځ په موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې دې برید کې ۳ پوځیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک