No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د امریکا د ولسمشر جوبایډن د هغې ادعا په اړه څېړنې روانې دي، چې ګواکي د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري يې کابل کې هوايي برید کې وژلی دی.

‏مجاهد ملي ټلویزیون سره مرکه کې زیاته کړې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل دیني اړخ لري او په دې اړه د علماوو ترمنځ د نظر یووالي ته اړتیا ده.

‏نوموړي ویلي، اوسمهال نه یوازې افغانستان په بحراني حالت کې نه دی، بلکې اوس امنیت تامین دی، خو خلک اقتصادي ستونزي لري، چې عامل يې د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدل دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د چین له خاص استازي ډاکټر شیایونګ سره لیدلي دي.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې دواړو خوا د افغانستان او چین د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

: ‏د کابل شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې او د پانګونې خونې مسوولانو په کابل کې د امریکا د وروستي هواي برید په غبرګون کې لاریون کړی دی.

‏لاریون کوونکي چې د کابل شهزاده سرای مخې ته راټول شوي وو، له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې چاته اجازه ورنه کړي،ترڅو هوايي حریم يې د افغانستان پر ضد وکاروي.

: ‏د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي او دواړو لوریو د اقتصادي مسایلو او په مختلفو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې مجاهد په هېواد کې د پانګونې برخه کې د اسانتیاوو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.

: ‏د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ په کابل کې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي سره لیدلي دي.

‏په دې لیدنه کې د چین ځانګړي استازي ویلي، له افغانستان سره دوه اړخیزو اړیکو کې ډېر مخکې دي او په پام کې لري، چې پر جنفوزیو سربېره د افغانستان نورې وچې او تازه مېوې چین ته ولېږي، څو له دې لارې د دې هېواد ملي اقتصاد سره مرسته شوي.

: ‏د اسلامي امارت رهبر مولوي هبت‌الله اخندزاده په تېرو شلو کلونو کې د نادرکه شویو کسانو د کورنیو د حقونو په اړه یو فرمان خپور کړی. په‌دې فرمان کې راغلي: «د محکمې تر حکم وروسته د شهیدانو جایدادونه او ملکیتونه د شریعت د حکمونو مطابق د دوی پر ورثه‌وو باندې د ترکې او تقسیم وړ بلل کېږي

: ‏د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ چارو د انسجام مرستیال ریاض الدین شریفي د دې شرکت د فعالیتونو کلني راپور وړاندې کولو په غونډه کې وویل، دې شرکت سږ کال شاوخوا ۱۴۲۷ جریبه غصب شوې دولتي ځمکه استرداد او بېرته راګرځولې ده.

‏ښاغلي شریفي زیاته کړه، دې شرکت سږ کال ۵۵ بېلابېلې زیربنايي او ساختماني پروژې پیل کړې وې چې له ډلې یې ۲۶ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د پاتې پروژو چارې به هم ډېر ژر بشپړې شي.

: ‏د کابل ښار اوسېدونکي په ښار او کوڅو کې له غږیزې ککړتیا شکایت کوي او له ښاروالۍ غواړي، چې په ښار او کوڅو کې د لوډ سپیکرونو د لوړو غږونو مخه ونيسي. کابل ښاروالي وایي، د ښاري نظم لپاره ګڼ پلانونه په پام کې لري، چې د غږیزې ککړتیا له منځه وړل یې یوه برخه ده.

: ‏د ماليې وزارت د شوکاڼي پر صادراتو ګمرکي تعرفه ۲۵ سلنې ته لوړه کړې ده. د ګمرکونو لوی رياست په دې تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې بهر ته د صادرېدونکو غير پروسس شويو شوکاڼو د هر ټن ګمرکي تعرفه چې پخوا يوازې پنځه سلنه وه، تر دې وروسته ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

: ‏ټي ټي پي، د پاکستان پوځ په پراخو بریدونو او ځپونکو ګوزاونو وګواښه

ټي ټي پي په افغانستان کې د خپلو څوو مشرانو د وژلو په غبرګون کې د پاکستان پوځ ته په تازه اخطاریه کې ویلي، چې ستاسو خلاف به خپله مبارزه جاري ساتو او  دغه هېواد کې به اسلامي امارت قایموو.

ټي ټي پي همدا راز له پاکستاني لوري سره د مذاکراتو د لغوه کېدو خبره هم کړې ده.

: ‏احمد رشيد: طالبان د تېرې دورې په پرتله ډېر خونړي شوي دي!

پاکستانی ليکوال احمد رشيد وايي، طالبانو نه يوازې دا چې خپله افراطي نظريه نه ده بدله کړې، بلکې د خپلې لومړۍ دورې په پرتله لا زيات خونړي شوي دي. نوموړی وايي، طالبان د نجونو زده کړې مخامخ خپلې مفکورې او حاکميت ته ګواښ بولي، نو ځکه يې د هغوی پر مخ ښوونځي تړلي دي.

: سخنگوی وزارت امور خارجه آمریکا به دنبال پرتاب ماهواره ایرانی «خیام» توسط روسیه به فضا اعلام کرد که افزایش همکاری روسیه با ایران باید به عنوان یک خطر بزرگ برای جامعه بین المللی تلقی شود.

او به خبرگزاری آناتولی گفت که ایالات متحده از پرتاب «ماهواره‌ای با قابلیت جاسوسی قابل توجه از طرف ایران» توسط روسیه آگاه است.

سخنگوی وزارت خارجه آمریکا طی یک ایمیل تصریح کرد که «تعمیق همکاری روسیه با ایران چیزی است که تمام جهان باید به آن به عنوان یک تهدید عمیق نگاه کنند».

گفتنی است ایران ماهواره‌ای تحت عنوان «خیام» از ایستگاه فضایی «بایکونور» قزاقستان به فضا پرتاب کرد.

: شی یی، سخنگوی فرماندهی جبهه شرقی ارتش آزادی‌بخش خلق چین (PLA) با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد: رزمایش نظامی در آبها و حریم هوایی اطراف تایوان پایان یافت.

وی ابراز داشت: ماموریت‌های این رزمایش با موفقیت انجام و توان رزمی مشترک ارتش به طور موثر مورد آزمایش قرار گرفت.

شی یی تصریح کرد: وضعیت تنگه تایوان را زیر نظر داشته و به طور منظم تمرینات آمادگی رزمی را انجام خواهیم داد.

این بیانیه پس از آن منتشر شد که چین صبح امروز یک سند سیاستی در مورد تایوان منتشر کرد.

دولت چین با صدور این سند بر هدف "اتحاد مجدد مسالمت آمیز" بر اساس به رسمیت شناختن تفاوت‌های ایدئولوژیک و اجتماعی بین چین و تایوان تاکید کرد.

: حسن سالاریه، رئیس سازمان فضایی ایران طی نشست خبری در تهران درباره ماهواره «خیام» که دیروز سه‌شنبه توسط موشک ماهواره بر سایوز روسیه از پایگاه هوایی «بایکانور» قزاقستان به فضا پرتاب شد، گفت: این ماهواره به سفارش ایران در یکی از شرکت‌های روسی ساخته شده است.

به گزارش خبرگزاری «ایسنا»، سالاریه در این مورد تصریح کرد: پس از سفارش این پروژه به شرکت روسی، مراحل نظارت بر پروژه در بخش‌های مختلف و همچنین انواع تست‌های آن صورت گرفت و در نهایت این ماهواره به ایران تحویل داده شد و در مدار 500 کیلومتری قرار گرفت.

وی درباره هزینه پرداختی ایران به روسیه برای ساخت ماهواره خیام نیز توضیح داد: با توجه به وزن و طیف و دقت، قیمت ماهواره‌های سنجشی متفاوت است و این پروژه حدود 40 میلیون دلار برآورد می‌شود.

: مسئولان محلی منطقه «کاکس بازار» بنگلادش که میزبان هزاران پناهجوی آراکانی است، از کشته شدن دو تن از رهبران مسلمانان آراکانی در کمپ‌های آوارگان خبر دادند.

کامران حسین، از مقامات امنیتی محلی در گفتگو با آناتولی درباره این حادثه گفت: ابوطالب 40 ساله و سید حسین 35 ساله به قتل رسیده اند.

وی در اینباره افزود: این دو رهبر مسلمانان آراکانی از مدت ها پیش تحت تعقیب مهاجمین قرار داشته اند. عوامل این قتل‌ها به زودی دستگیر و محاکمه خواهند شد.

- پاکسازی قومی مسلمانان آراکان

ارتش میانمار در 25 اوت 2017 حملات خود به منطقه آراکان را آغاز کرد. در این حملات هزاران غیرنظامی آراکانی جان باخته و حدود 350 روستا توسط ارتش میانمار و بوداییان افراطی به آتش کشیده شد.

: ‏امریکا ـ نیومکسیکو:

البوکرکي ښار کې د دوه پاکستانیانو افتاب حسین او افضل حسین د وژل کېدو په تور یو افغان وګړی نیول شوی.

: ‏کابل کې د امریکا سفارت پخوانی شارژدافیر:

طالبان او غرب دواړه د افغانستان چټک سقوط ته ګوته په غاښ ول.

: ‏د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ويلي دغه هېواد کې جګړه اصلا په ۲۰۱۴ کال د روسیې لخوا د کریمیا په نیولو سره پیل شوې او باید د دې ټاپو وزمې په بېرته ازادېدو سره پای وموموي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن په ناټو سازمان کې د غړیتوب لپاره د فنلېنډ او سویډن وړاندیزونه لاسلیک کړل. په‌دې سره دا دوه اروپايي هېوادونه په‌دې سازمان کې د غړیتوب پر لور یو ګام نور هم نږدې شول.

: ‏د تحریک طالبان پاکستان ویاند په یوې اعلامیې کې د خالد عمر خراسانی او مولوي عقابي باجوړي پر وژل کیدو تبصره کړې او پاکستانی پوځ یې د اوربند په وخت ددې وژنې مسوول بللی.

‏ټي ټي پي ویلي چې جهاد به یې دوام لري او لکه څنگه یې چې «د فرضي کرښې هاخواته یې د اسلام دښمنان مات کړل دیخوا ته به یې هم ډالر خور غلام پوځ مات او اسلامي نظام قایم   کړي»

: ‏د بښنې نړیوالې ادارې په یوې اعلامیه کې په هېواد کې پر وروستیو امنیتي پېښو اندېښنه ښودلې او له افغان حکومته يې غوښتي، چې د خلکو د امنیت تامین لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

‏یادې ادارې په افغانستان کې وروستۍ امنیتي پېښې غندلي او زیاته کړې يې ده، چې باید امنیتي سکټورونه د عامو افغانانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښار کې وروستیو چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

: ‏د روسيې تر کنټرول لاندې د یوکراین کریمیا ټاپوزمې یوې روسي پوځي اډه کې چاودنه شوې.

په یاده ټاپوزمه کې روسي چارواکو ویلي، چاودنه کې یو کس وژل شوی او چاودنه د مهماتو له کبله شوې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک