No-IMG

موږ باید کینو یو بل قانع کړو یو بل ومنو وزغمو بس دی !

جلال جبارخيل

 

همدا نن همدا اوس د لکونه افغانانو دسترخوان خالی دی د سوالګرو ښځو څخه واټونه ډک دي د تورو کوټو دننه د ترکیې او ایران مهاجرین بې سرنوشته او ذلیل دي زرګونه دوکتورا او ماسټر لرونکي کدرونه بې دندو او ډیپریس دي ښوونځي بند دي حکومتولي فلجه ده سرنوشت نامعلوم ده نړۍ کې د یو سپي د پاسپورټ عزت شته د یو افغان د پاسپورټ عزت نشته

زه به خپل شخصي حال نه وایم چې پر ما څه تیریږي او څنګه خپل درد په خندا خورم او هیروم مګر ټول ملت شاید ونشي خندلی او څنګ به وخاندي چې د ډوډۍ خوړلو تعلیم کولو کار کولو ازاد ګرځیدلو خبرې کولو پاسپورټ اخیستلو خارج ته د سفر کولو مدني اعتراض سیاسي مشراکت هیڅ واک او حق ونلري او د پاسه د عربو او عجمو نړیوال ترهګر یې کور په کور ګرځي د پنجاب هر دوس یې په کان وزارت او ریاست کې پخه په بله اړولي وي د ایران اخوندان دې زما اوبه بې پوښتنې استعمالوي اخر دا د کیسو وخت دی که د عمل وخت دی ؟

موږ باید کینو یو بل قانع کړو یو بل ومنو وزغمو بس دی !

راتلونکې پیړۍ خلک مریخ ته ځي ما و تا لا تر اوسه لس زره کاله شول په زمکه ژوند ندی پیل کړی ایا موږ هر یو ته شرم ندی پکار چې اوس هم سیاسیون ملامت او سلامت ګڼو ولله که د نورې نړۍ د خلکو پرمختګ اخلاق حوصله مینه زغم تعلیم حکومتولي وسایل او اسانه ژوند وګورئ پر ځان هره ثانیه لعنت وایئ حتی یقین مو نه کیږي چې موږ ددې زمکې خلک یو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک