No-IMG

مېندې عموماً د اولادونو په حق کې د اخلاص په لحاظ فرشتې وي

مېندې عموماً د اولادونو په حق کې د اخلاص په لحاظ فرشتې وي، بيا زمونږ د افغانانو مېندې خو بيخي مهربانې وي.

زما مور جانه هم لکه د نورو افغانو مېندو يوه دينداره مېرمن ده، لمونځونه، نفلي روژې، تلاوت او تسبيح يې بيخي عادت ګرځېدلي دي، اکثر وخت يې په کور کې په مصلیٰ وينو. الله تعالی دې زمونږ د مېندو عبادتونه او دعاګانې قبولې کړي.

مازيګر نه تر ماښامه مې مورکۍ د مسنونو دعاګانو يو کتاب دی؛ هره ورځ هغه لولي، په زوره زوره يې لولي، ځينې وخت د عربي يو ټکی ورته سخت شي نو تلفظ يې او کله ناکله يې د معنی پوښتنه هم رانه کوي.

زه ورته وايم: مور جانې! نظر دې هم کمزوری دی، رنځوره هم يې، دا کتاب هم ډېر نری ليکل شوی دی، ته يې په لوستلو تکليفېږې، ستا لپاره په کې مشقت دی؛ ښه دا ده چې د دې پر ځای تلاوت وکړې، نورې دعاګانې په خپله ژبه، په زړه کې او له ځان سره په آهسته اواز کوه.

وايي: نه، نور وخت تلاوت کوم، مازيګر دغه د دعاګانو کتاب لولم، خير دی که تکليف دی راته.

ما ويل: مور جانې! الله تعالی خو څه له تا د عربۍ ژبې تقريري امتحان نه اخلي، خبره د دعاء ده؛ په خپله ژبه يې کوه، الله تعالی ستا په خپله ژبه څه چې ستا د زړه په هره خبره او اراده هم پوهېږي، که د که د ثواب او اجر لپاره يې لولې هم، نو دا ثابته خبره ده چې د قرآن کريم د تلاوت ثواب او اجر د مسنونو دعاګانو او اذکارو له ويلو ډېر زيات دی.

مطلب زمونږ په ټولنه کې يو عام تاثر دا دی چې تر څو ځان په مشقت نه کړو نو الله تعالی به اجر نه راکوي!

حال دا چې الله تعالی وايي: ما دين په تاسې د سختۍ په خاطر نه دی مشروع کړی او بل ځای فرمايي: الله تعالی ستاسې لپاره آسانتيا غواړي نه سختي.

دعاګانې

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک