No-IMG

چین سره مخکې تګ کې باید ډیر احتیاط وشي

اسد مبارز

 

یوه اونۍ وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزیر "وانګ یي" بنګله ديش ته ځي او د بنګله ديش وزیراعظمې شیخ حسینه سره په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وایي "بنګله ديش زمونږ ستراتیژیک ملګری هیواد دی او چین آماده دی چې بنګله دیش سره د بنسټیزو پروژو جوړولو کې همکاري وکړي"

عجیبه داده چې نن بیا د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په حواله په یوه مرکه کې د بنګله دیش د مالیې وزیر مصطفی کمال وایي چې مخ پر ودې هیوادونه که له چین څخه پور اخلي باید دوه ځلې سوچ وکړي او غریب هیوادونه له چین څخه د پور اخیستلو وړاندې لس ځلې سوچ وکړي او بیا دې پور ترې واخلي.

مصطفی کمال د سري لنکا اقتصادي دیوالیه کیدو ته په اشاره وایي چې دا ټول د چینايي پورونو له وجې دې حالت ته ورسېد؛ ښاغلی کمال زیاتوي چې د سړک او کمربند پروژې (Built and Road Initiatve) له مخې که هر مخ پر ودې او بالخصوص غریب هیواد له چین څخه د بنسټیزو پروژو لپاره پور اخلي؛ ځان پخپله د چینایي پورونو دام کې ګیروي او د نړیوال اقتصادي رکود له وجې غریب او مخ پر ودې هیوادونه نشې کولی چین ته بېرته پور په وخت ادا کړي، فلهذا د ډیرو دولتي ودانیو ملکیت کرار کرار چین ترلاسه کوي او هیواد دیوالیه کیدو ته نږدې کوي.

ددې لیکلو هدف په دې وروستیو کې د چین د سفیر او بهرنیو چارو وزیر کابل ته په بار بار راتګ او چارواکو سره لیدنو په هکله وایم؛ چین سره مخکې تګ کې باید ډیر احتیاط وشي. که یو طرف ته وګورو نو د افغانستان په څېر هیواد ته اړینه ده چې پانګوال راجلب کړي خو احتیاط باید وشي هسې نه خدای مکړه د یو لنډمهاله ګټې بدل کې په اوږدمهاله ستونزو کې ونۀ نښلو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک