No-IMG

حکمتيار: راشئ خپل فکري، سلیقوي او مذهبي اختلافات له منځه وباسو او پر قرآن هوکړه وکړو

متن خطبه  محترم حکمتيار صاحب (جمعه 21 اسد 1401)

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلامٌ علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ 134

البقرة: 134 صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايي:

دا خو يوه ډله وه چي تېره شوې؛ دوى ته به خپله لاسته راوړنه وي او تاسو ته خپله لاسته راوړنه او تاسو به د دوى له كړنو نه پوښتل كېږئ.

دا مختصر آيت د دې مباركي سورې د دوهمي برخي عنوان دئ او د دې برخي د ټولو مطالبو خلاصه وړاندي كوي؛ په دې كي نه يوازي د دين دا بنيادي اصل توضيح شوى، چي هر څوك به د خپل عمل سزا گوري، نه يو د بل لپاره مجازات كېږي، نه يو د بل د ښو عملونو له امله جنت ته درومي، هر څوك به د خپلو لاسته راوړنو پېټى په اوږو وړي. په دې سره هغه غلطه انگېرنه ترديد او تصحيح شوې چي څوك د الله تعالیٰ صالحو بندگانو ته د انتساب تر نامه لاندي؛ ځان د جنت مستحق او د مذهب وارث گڼي او له دې لاري د امتيازاتو د ترلاسه كولو په لټه كي وي، په مذهب كي نسب نه؛ بلكه ايمان او عمل ارزښت لري د انسان د فلاح او نجات اساسي اسباب دي. د پيغمبرانو حقيقي وارثان هغه دي چي د دوى د دين، مسئوليتونو او دندو امين او صادق وارثان وي؛ له دې راتلونكي نسلونو يوازي همدا ميراث پاته كېږي؛ نه بل څه.

په دې آيت كي مسلمانانو ته لارښوونه شوې چي د مخكينيو صالحانو په اړه له جاهلانو سره په شخړو او منازعاتو كي ځان مه مصروفوئ، د دې پر ځاى خپل عمل ته پام وكړئ، هغه څه چي تاسو له عذاب ژغورلى شي ستاسو خپل عمل دئ نه بل څه.

اكثر مذهبي اختلافات له دغه ذهنيت خړوبېږي چي ځيني يوه مخكيني منلي شخصيت ته ځان منسوبوي او ځيني بل ته؛ د همدې له مخي به يو بل تكفيروي او مباح الدم به ئې گڼي؛ حتى د هغه مسلمان په خلاف به له كافر او د اسلام له دښمن سره ملگرتيا كوي چي د ده پر خداى، پيغمبر او قرآن باور لري او د همغي قبلي لوري ته د ده په څېر لمونځ كوي چي ده هم د قبلې په توگه منلې.

وروڼو خوېندو!

په تېري اونۍ كي د گڼ شمېر خونړيو پېښو شاهد وو چي په ترڅ كي ئې مظلوم افغانان وژل شوي؛ د عاشوراء اړوند غونډو كي د مرگ ژوبلي شمېر تر سلو اوښتى؛ پرون مشهور عالم مولوي رحيم الله حقاني؛ د حقانيه مدرسې مدرس؛ په تروريستي بريد كي شهيد شو. دعاء كوو چي الله تعالىٰ زموږ مظلوم ولس د اجرتي قاتلانو له شر د تل لپاره وژغوري

د محرم په لسمه مو وليدل چي ځينو ماتمونه كول، توري جامې ئې اغوستې وي، خپلي سينې او شا ئې په زنځيرونو او چاړو زخمي كول او همدا ئې جنت ته د رسېدو لار گڼله؛ ځينو د دوى په غونډو كي چاودني كولې او همدا ئې جنت ته د رسېدو وسيله گڼله.

موږ د دواړو په حال وير كوو او له زړه متأسف او متأثر يو؛ په اسلام كي نه داسي ماتمونه شته او نه په جوماتونو، عبادت ځايونو او د مذهبي ډلو په غونډو كي چاودني. د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ژوند كي او د صحابه وو په زرين دور كي؛ لوى لوى شخصيتونه؛ شهيدان شوي؛ خو هيچا د دوى پر شهادت نه يوازي وير او ماتم نه دئ كړى بلكي؛ شهادت ئې د فوز عظيم په نامه ياد كړى او د قرآن په وينا د صحابه وو ستره تمنىٰ دا وه چي د الله په لار كي ئې شهادت په برخه شي. د امام حسين تمنىٰ هم دا وه چي د شهادت لوړ مقام ئې په برخه شي.

حمزه رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه و سلم تره؛ د دوو سترو جگړو؛ اُحد او بدر قائد او سالار؛ هم ئې له نسبي پلوه مقام او منزلت؛ لوړ وو او هم ئې له اسلام په دفاع او تقويه كي ونډه زياته او ځلانده؛ د اُحد په جگړي كي نه يوازي شهيد شو؛ بلكي دښمن هغه مُثْلَه كړ؛ هيچا ئې پر مُثْلَه شوي جسد وير او ماتم نه دئ كړى؛ عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم يو په بل پسي او هغه مهال چي د مسلمانانو امامت او إمارت ورسپارل شوى وو؛ په جومات او خپل كور كي په شهادت رسېدلي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم رحلت وكړ؛ د ده رحلت د اسلامي امت لپاره ستره او نه جبرانېدونكې او دردوونكې الميه وه؛ خو هيچا ماتم نه دئ كړى؛ له صحابه وو وروسته تر څو پېړيو پوري د داسي ماتمونو هيڅ بېلگه تاريخ نه ده ثبت كړې؛ داسي ماتمونه ډېر وروسته رامنځته شوي؛ نه ئې سني علماء جائز گڼي او نه ئې شيعه علماء پلوي كوي؛ داسي په دين پوه فقيه او عالم نه مومو چي داسي ماتمونه جائز وگڼي. له امام حسين سره محبت دا دئ چي د هغه د جد په سنت عمل وكړو او د يزيديانو په خلاف د هغه تگلاره غوره كړو؛ د قيام او پاڅون لار؛ توري د ظالم په خلاف له تېكي راوباسو؛ نه دا چي ځان په چړو او زنځيرونو زخمي او په وينو سور كړو.

قرآن موږ ته وايي: شهيدان ژوندي دي او تلپاته ژوند ئې په برخه شوى؛ فرمايي:

وَلا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ 169   آل عمران 169

او هغه مړه مه گڼئ چي د الله په لار كي شهيدان شوي؛ دوى ژوندي دي او د الله په خوا كي ورته روزي وركول كېږي.

همدا راز فرمايي:

وَلا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لا تَشْعُرُونَ 154   البقرة 154

او هغو ته چي د الله په لار كي وژل كېږي؛ مړه مه واياست؛ بلكي ژوندي دي خو تاسو نه پوهېږئ.

يعني نه به شهيدان مړه گڼئ او نه به هغوى ته مړه واياست؛ نه به په ذهن كي دا خبره درگرځوئ چي هغوى مړه شوي او نه به په خوله دا خبره كوئ چي هغوى مړه شول؛ دوى ژوندي دي؛ تاسو د دوى د دې ژوند په كيفيت نه پوهېږئ.

قرآن موږ ته د صبر سپارښتنه كوي او وايي الله تعالىٰ صابران خوښوي؛ او ماتم، جزع او فزع؛ شكوه او شكايت؛ بې صبري او بي همتي نه خوښوي. قرآن فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ 153    البقرة 153

اې مؤمنانو! په لمانځه او صبر سره (له الله تعالى) مرسته وغواړئ؛ يقيناً چي الله له صبر كوونكو سره دئ.

وروڼو خوېندو!

د كربلا پېښه د اسلامي امت پر ټټر يو خونړى او ژور پرهار وو؛ په دې پېښي كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د كورنۍ غړي؛ د هغه د گران لمسي؛ امام حسين رضي الله عنه په شمول؛ په مظلومانه توگه شهيدان شول؛ ټول امت؛ سني او شيعه؛ د دې ستر جنايت په غندلو كي متفق او همغږي دي. د يزيد خلاف د امام حسين پاڅون او له بيعت ډډه كول؛ د اسلامي لارښوونو مطابق عمل گڼي؛ په دې اړه نه يوازي په ټول امت كي هيڅ اختلاف نشته؛ بلكي ټول مذاهب؛ له هر ظالم واكمن سره هر راز ملتيا او د هغه اطاعت او بيعت؛ د اسلامي لارښوونو خلاف عمل بولي او د اسلام له دائرې د وتلو سبب؛ په اسلامي تاريخ كي لومړنۍ شخص چي په غير شرعي او ميراثي توگه؛ قدرت تر لاسه كړى؛ پرته له دې چي د مسلمانانو په رأيه او بلا اكراه بيعت غوره شوى وي؛ يزيد وو؛ امت پر دې متفق دئ چي په اسلام كي نه موروثي امامت شته او نه د زور حكومت. كه په دې اړه كوم اختلاف دئ نو هغه فقط دا دئ چي آيا د كوفې په اوسېدونكو اعتماد صحيح وو؟ آيا دا غوره وه چي امام حسين په مدينه كي پاته شوى وى او د نورو صحابه وو په ملگرتيا ئې د يزيد مقابله كړې وى او كه كوفې ته تگ؛ په داسي حال كي چي د كوفې هستوگنو د ده له پلار امير المؤمنين علي رضي الله عنه سره جفا او خيانت وكړ؟ داسي چي د دغو خائنانو له وېري؛ د ده نږدې ياران او خپلوان مجبور شول؛ هغه د شپې په تياره كي او په نامعلوم ځاى كي دفن كړي؛ هيچا ته معلومه نشوه چي علي رضي الله عنه چېري دفن شوى؛ ياران ئې وېرېدل چي د مخالفينو له لوري به د ده قبر ته سپكاوى وشي. دوى له امام حسين سره هم خيانت وكړ؛ بلنه ئې وركړه چي كوفې ته ورشي؛ د يزيد په وړاندي به د هغه  ملگرتيا كوي؛ خو هغه ئې يوازي پرېښود او له خپلي ژمني په شا شول.  

وروڼو خوېندو!

د عاشوراء په ارتباط څو پوښتني بايد ځواب شي:

آيا دا نوم د كربلا د پېښي ورځي ته غوره شوى؛ كه د فرعون له لښكرو د موسىٰ عليه السلام او د هغه د ملگرو د ژغورني ورځي ته؟  آيا امام حسين رضي الله عنه د محرم په لسمه شهيد شوى كه په بلي نېټې؟

آيا په داسي پېښو باندي ماتم كول؛ توري جامې اغوستل؛ مخ په څپېړو وهل؛ ځان په چړو او زنځېرونو زخمي او ويني كول؛ جائز او د ثواب كار دئ كه ناجائز او د عتاب وړ؟

د لومړۍ پوښتني په ځواب كي بايد ووايو: د قمري كال لومړۍ مياشت او لسمه ورځ ئې؛ په بايبل كي د (فِصَح عيد) په نامه يادونه شوې؛ يهودان او مسيحيان ئې د سپېڅلې ورځ په توگه لمانځي؛ يهودان په دې باور دي چي په دغي ورځ موسىٰ عليه السلام او بني اسرائيل د فرعون له ظلم ژغورل شوي؛ بايبل د (فِصَح عيد) تر عنوان لاندي داسي كاږي: خداى موسىٰ او هارون ته وويل: له دې وروسته به ستاسو لپاره دا مياشت د كال لومړۍ او تر ټولو مهمه مياشت وي... هر كال به د دې مياشتي په لسمه هره كورنۍ يو ورى تياروي، كه د كورنۍ شمېر كم وي؛ په خپل گاونډ كي دي له بلي وړې كورنۍ سره گډ شي، دا ورى يا سېرلى به نر، بې عيبه او يو كلن وي، د همدې مياشتي د څوارلسمي په مازديگر دي ټول اسرائيليان دا وري قرباني كړي او د هغوى ويني دي د دروازو د ولاړو تيرانو او د هغو خونو د دروازو پر سر وشيندي چي د وري غوښه په كي خوړل كېږي؛ ... دا په وينو سرې دروازې به د دې نښه وي چي كله خداى د فرعونيانو د زامنو د وژلو لپاره مصر ته راځي؛ نو له دې نښي به د بني اسرائيلو كورونه پېژني او د دوى كورونو ته به له ننوتلو او د دوى د زامنو له وژلو ډډه كوي.

او كه تاسو د عاشوراء اړوند رواياتو ته چي د حديث په ډېرى كتابونو كي راغلي؛ رجوع وكړئ؛ نو وبه گورئ چي په مسلمانانو كي دا موضوع او د عاشوراء ورځ؛ هغه مهال مطرح شوې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته هجرت وكړ؛ يهودان ئې وليدل چي دا ورځ لمانځي؛ پوښتنه ئې وكړه چي ولي ئې لمانځي؛ كله چي پوه شو نو وئې ويل: موږ د موسىٰ عليه السلام په اړه تر هر چا زيات احق يو؛ موږ به دا ورځ په روژې سره لمانځو.

يعني هم د بايبل له وينا معلومېږي چي د محرم لسمه ئې سپېڅلې ورځ گڼلي او هم له ځينو رواياتو چي وايي: د مدينې يهودانو به دا ورځ لمانځله.  

د دوهمي پوښتني ځواب دا دئ:

په دې اړه تاريخي روايات بېل او متفاوت دي چي امام حسين رضي الله عنه كله له مكې د كوفې په لور خوځېدلى، كله كربلا ته رسېدلى او كله په شهادت رسېدلى. البته په دې كي اختلاف نشته چي امام حسين د كوفې په لوري تر سفر وړاندې؛ د حج په موسم كي مكې ته تللى؛ طواف او سعي ئې كړې؛ له احرام وتلى؛ ده او ورسره د كورنۍ غړو ئې د حج مراسم او مناسك بشپړ كړي او بيا د كربلا په لوري خوځېدلى؛ د اهل تشيع روايات داسي دي چي يوازي عمره ئې كړې او د ذي الحجې په اتمه د كوفې په لوري خوځېدلى. مشرانو صحابه وو؛ د عبد الله بن عباس او عبد الله بن زبير په شمول هغه ته مشوره وركړې چي له دې سفر ډډه وكړي، د كوفې پر خلكو او وعدو ئې باور ونه كړي؛ دوى د باور وړ نه دي؛ يا دي په مكه كي پاته شي او يا دي يمن ته ولاړ شي؛ او هلته دي د يزيد خلاف د پاڅون مشري وكړي؛ اطمئنان ئې وركړى چي خلك به د ده تر مشرۍ لاندي راغونډوي؛ خو ده نه ده منلې؛ ده كوفې ته مسلم بن عَقِيل لېږلى وو؛ دا هم د كوفيانو د مكرر غوښتني له امله؛ د كوفې هستوگنو د هغه دروند هر كلى كړى وو؛ په خپل ليك كي ئې امام حسين ته د كوفيانو د ملگرتيا اطمئنان وركړى وو؛ خو لا څو ورځي نه وې تېري چي مسلم بن عقيل د يزيد پلويانو ووژلو او د خلكو په وړاندي ئې د هغه سر غوڅ كړ؛ خو تر دې وړاندي چي امام حسين رضي الله عنه ته د مسلم د شهادت خبر ورسېږي؛ د كوفې په لوري روان شوى وو؛ امام حسين رضي الله عنه د عبد الله بن عباس او عبد الله بن زبير رضي الله عنهم مشورو ته اعتناء ونه كړه؛ حتىّٰ دا ئې ورسره ونه منله چي كه ځي نو د كورنۍ مېرمني او ماشومان مه درسره بيايه.

طبيعي ده چي سفر به ئې د حج له مراسمو او لږ تر لږه له 13 د ذي الحجي وروسته پيل كړى وي؛ كه څه هم د اهل تشيع ځيني روايات داسي دي چي وايي: امام حسين يوازي عمره كړې او د ذي الحجې په اتمه ئې د كوفې په لوري حركت كړى؛ د دې رأى منل گران برېښي چي امام حسين او د ده د كورنۍ غړو او كاروان ملگرو به دا منلې وي چي د حج په ورځو كي يوازي په عمرې اكتفاء وكړي او د حج د مناسكو له بشپړولو وړاندي سفر پيل كړي. په هر صورت؛ د مكې او كربلا تر منځ فضائي واټن او په مسقيم خط 1350 کیلومتره دئ؛ كه د لاري كږلېچونه په پام كي ونيسو نو دا فاصله تر 1500 كيلومتره زياته ده. هغه كاروان چي ښځي او ماشومان هم پكي وي او په اوښانو سفر كوي؛ د ورځي تر 30 كيلومتر زيات سفر نشي كولى؛ د مسافر لپاره درې ورځنى سفر هم شاوخوا 80 كيلومتره يعني هره ورځ نږدې 27 كيلومتره گڼل شوى؛ د مكې او كربلا تر منځ مزل تقريباً 50 ورځي نيسي؛ په داسي حال كي چي د ذي الحجي له 14 د محرم تر لسمي پوري 26 ورځي كېږي؛ په دې 26 ورځو كي د دې مزل نيمايي هم نشي وهل كېدى. يا به هغه روايات منو چي له مخي به ئې امام حسين رضي الله عنه د همدې كال حج كړى؛ له حج وروسته د كوفي په لور خوځېدلى؛ او د صفر مياشت كي كربلا ته رسېدلى؛ او بيا د ده پر كاروان بريد شوى او په شهادت رسېدلى. دا ځكه چي د ده كاروان بايد لږ تر لږه پنځوس ورځي مزل كړى وي او د صفر په مياشت كي كربلا ته رسېدلى وي؛ او كه دا نه منو نو بايد داسي روايات ولټوو چي له مخي ئې دا ثابته شي چي ده تر ذي الحجې لږ تر لږه شل ورځي وړاندي له مكې سفر پيل كړى او د محرم په لسمه په كربلا كي شهيد شوى!! خو داسي روايات نه مومو.

د دريېمي پوښتني ځواب دا دئ:

د مړو لپاره داسي ماتمونه نه يوازي جائز نه دي بلكي د اسلام له سترو سترو اساساتو سره تصادم كوي، اسلام د مړو د تسليت او تعزيت لپاره درې ورځي ټاكلې؛ هغه هم داسي چي خلك كولى شي د تعزيت لپاره د هغوى كور ته ورشي او گاونډيان ئې دې ته پرېنږدي چي د مړي ورثه په خپل كور كي پخلن ته اړ شي. اسلام داسي وېر او ماتم تحريم كړى چي څوك خپل مخ او سر په څپېړو ووهي؛ وېښتان وشكوي؛ گرېوان څېري كړي او پر سر خاوري ودوړوي. داسي ماتم له دې باور سره تصادم كوي چي د مرگ او ژوند پرېكړہ د الله تعالىٰ له لوري كېږي، او له دې سره چي د مرگ نېټه له وړاندي ټاكل شوې، شهيد ژوندى دئ، مرگ د ژوند پاى نه بلكي د نوي ژوند پيل دئ، په مرگ سره موږ د خپل رب په لوري درومو، د الله تعالیٰ په لار كي شهادت ستره بريا او فوز عظيم دئ، آيا دا عقيده چا ته اجازه وركوي چي پر شهيدانو ماتم وكړي؟!! قرآن مؤمنان داسي معرفي كوي چي كله كوم مصيبت ورورسېږي وايي: إنا لله و إنا إليه راجعون: موږ د الله يو او د هغه لوري ته ورگرځېدونكي، دا خو د رضايت او قناعت شعار دئ؛ نه د شكايت، وير او ماتم چيغه!! قرآن موږ ته د مصيبتونو په وړاندي د صبر سپارښتنه كوي او ماتم د صبر خلاف عمل دئ، كوم كار چي پيغمبر عليه السلام نه دئ كړى، صحابه وو نه دئ كړى، ائمه وو نه دئ كړى؛ هر مسلمان ئې بايد له كولو ډډه وكړي. دين بشپړ شوى؛ هيڅوك حق نه لري څه ترې كم يا څه پرې زيات كړي.

راشئ وگورو چي په رواياتو كي د عاشوراء په اړه څه راغلي. په دې اړه روايات ډېر متعارض دي؛ دومره چي له منځه ئې د يوه انتخاب كه محال نه وي نو ډېر گران كار دئ؛

د عاشوراء په ارتباط د بخاري يو روايت دا دئ:

عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ وَكَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَصُومُهُ فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ رَمَضَانُ الْفَرِيضَةَ وَتُرِكَ عَاشُورَاءُ فَكَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ.

له عائشې (رضي الله عنها) روايت دئ چي وايي: قريشو به د جاهليت په زمانه کي د عاشوراء په ورځ روژہ نيوله او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به هم پدې ورځ روژہ نيوله او کله چي ئې مدينې ته هجرت وکړ نو بيا ئې هم دا ورځ روژہ نيوله او نورو ته ئې د روژې نيولو امر وکړ خو کله چي د رمضان روژہ فرض شوه؛ نو د عاشوراء د ورځي روژہ ئې پرېښوده؛ بيا د هر چا خپله خوښه وه چي په دې ورځ ئې روژہ نيوله او که نه.

په دغو رواياتو كي ژور تعارضات او توپيرونه ليدل كېږي چي ځيني ئې دا دي:

ځيني ئې وايي چي د عاشوراء روژہ قريشو هم نيوله او رسول الله صلى الله عليه و سلم هم له همغه مهاله نيوله؛ او گواكي قريشو به په دغي ورځ پر كعبې نوى غلاف غوړاوو!! كله چي مدينې ته راغى نو په دې ورځ به ئې روژه نيوله او نورو ته به ئې د روژې نيولو سپارښتنه كوله؛ خو كله چي روژه فرض شوه؛ نو د دې ورځي روژه ترك شوه؛ ځيني ئې وايي كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته راغى يهودان ئې وليدل چي په دې ورځ روژہ نيسي؛ وئې پوښتل چي دا ولي او د څه لپاره؟ هغوى وويل: دا يوه ستره ورځ ده، فرعون په كي غرق شوى او موسىٰ عليه السلام ته برى ورپه برخه شوى، موږ د دغي ورځي د درناوي لپاره روژہ نيسو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل چي موږ تر يهودانو زيات د دې وړ يو چي د دې ورځي درناوى وكړو، نو په خپله ئې هم د روژې نيول پيل كړل او نورو ته ئې هم امر وكړ.

ځيني ئې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رحلت لږ وړاندي د دې روژې نيول پيل كړل؛ چا ورته وويل: دا خو له يهودانو سره شباهت راځي، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د شباهت ختمولو لپاره به راتلونكى كال يوه ورځ مخكي هم روژہ نيسم، خو هغه د دغي ورځي تر بيا رارسېدو وړاندي رحلت وكړ!!

ځيني ئې وايي: يهودانو به دغه ورځ د عيد او خوشحالۍ د ورځي په توگه لمانځله؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم له يهودو سره د مخالفت په موخه وفرمايل: چي تاسو په دې ورځ روژہ ونيسئ!!

ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د عاشوراء د ورځي سحر مهال اعلان وكړ او كليو ته ئې څوك ولېږو چي خلك خبر كړي او ورته ووايي: چا چي څه نه وي خوړلي روژې ته دي دوام وركړي او چا چي څه خوړلي وي تر ماښامه دي څه نه خوري!!

ځيني ئې وايي چي د روژې تر فرضېدو پوري دا روژہ نيول كېده؛ خو د روژې له فرضېدو وروسته پرېښودل شوه او ځيني ئې د دې خبري تر څنگ دا هم علاوه كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د هر چا خپله خوښه چي په دې ورځ روژہ نيسي كه نه!! په يوه كي دا هم ويل شوي چي قريشو به په دغي ورځ د روژې تر څنگ د كعبې غلاف هم بدلولو!!

د دغو متعارضو رواياتو له منځه د يوه انتخاب محال او ناممكن دئ، امام بخاري رحمه الله هم نه دي ويلي چي په دغو متضادو او متناقضو رواياتو كي كوم يو ئې د متن، محتوىٰ او إسنادو له پلوه صحيح او تر نورو غوره دئ؛ او په كوم دليل؛ د بخاري هيڅ شارح هم نه دي ويلي او نه ويلى شي چي كوم روايت تر نورو غوره دئ!!

دا بايد د يوه اصل په توگه په پام كي ولرو چي كله د يوې موضوع په اړہ داسي متعارض او متناقض روايات مومو چي يو د بل مدعىٰ ردوي او تر منځ ئې نه تلفيق ممكن وي او نه داسي دليل موندلى شو چي يوه ته پر بل ترجيح وركړو؛ په قرآن كي كوم شاهد ورته ونه مومو؛ په خپله دغو رواياتو كي هم د ترجيح وجه پيدا نه كړو؛ نو په كار دا ده چي ټول يوې خوا ته پرېږدو، نه استناد پرې وكړو، نه ئې نورو ته ووايو او نه كوم يو د خپلي سليقې له مخي غوره كړو.

وروڼو خوېندو!

د امام حسين رضي الله عنه پاڅون او د كربلا تاريخي پېښه؛ موږ ته څو پيغامونه او لارښووني لري:

له ظالم واكمن سره نه يوازي ملگرتيا نه كول او واكمني ئې نه منل بلكي په خلاف ئې د پاڅون لار غوره كول.

دى او ملگري ئې چي د دې پاڅون له كبله وژل شوي؛ د الله تعالىٰ د لاري شهيدان دي او هغه چي د دوى په خلاف ئې د ظالمانو ملگرتيا كړې؛ د دوى په وژلو كي ئې لاس وو او د ظالمانو ملتيا او مرسته ئې كړې؛ د ستر جنايت او عمدي قتل مرتكب شوي او سزا ئې همغه ده چي قرآن بيان كړې.

كله داسي وضعيت رامنځته كېدى شي چي امام حسين رضي الله عنه ورسره مخامخ شو؛ په داسي ظروفو كي به همغه څه كوو چي امام حسين وكړل؛ كه څه هم زموږ او زموږ د كورنۍ د غړو په شهادت منتج شي.

راشئ د امت د ژغورني لپاره همغه څه ته چمتو شو چي امام حسين رضي الله عنه وكړل؛ راشئ خپل فكري، سليقوي او مذهبي اختلافات لري وغورځوو؛ پر قرآن توافق وكړو؛ د هغو خطرناكو او لومړۍ درجه دښمنانو په خلاف خپله ژبه، لاس او توره وكاروو چي پر اسلامي امت ئې دا بد حالت، توره شپه او خونړۍ ورځ راوستې؛ نه ايمان دا اجازه راكوي چي اصلي دښمن هېر كړو او په كورنيو فرعي اختلافاتو كي ځان ښكېل كړو او نه هم عقل، درايت او فراست. له هر هغه وينا او عمل ډډه وكړو چي په مسلمانانو كي د تفرق او اختلاف باعث شي او وحدت ته ئې صدمه ورسوي؛ فرعي او مذهبي اختلافات په سړه سينه او د منطق او استدلال له لاري حل كړو؛ كه له الهي لارښوونو سره سم عمل وكړو؛ او هر اختلاف؛ د ژوند په هري برخي كي؛ قرآن ته راجع او د قرآن پرېكړه وروستۍ پرېكړه ونيسو؛ ټول اختلافات له منځه وړلى شو؛ الله تعالىٰ موږ پر همدې گمارلي يو او په څرگندو الفاظو ئې موږ ته ويلي: په هر څه كي چي اختلاف وكړئ؛ نو حكم او پرېكړه ئې الله تعالىٰ او د هغه كتاب ته محول ده؛ همدا د ايمان تقاضىٰ ده او همدا د اختلافاتو د ختمولو او وحدت تأمينولو يوازينۍ لار ده؛ د ټولو مذاهبو په پلويانو ږغ كوم چي راشئ همدا لار غوره كړو.  

دعاء كوو چي الله تعالىٰ هغه ورځ راولي چي هم د اسلامي امت تېر مجد او عظمت اعاده شوى وي او هم ئې يووالى او وحدت. آمين

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک