No-IMG

د افغانستان د کورنیو چارو محترم وزیر صاحب په نوم

بلينډه بدرۍ

 

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته .

د همدې کړیدلي ، ټوک ټوک افغانستان لور یم ، په مهاجرت کې پیدا او لویه شوم شاید همدې مهاجرت کې مړه هم شم .

په هیواد د امریکایانو د لومړۍ بمبارۍ شاهده یم او هم له هغه پس یې په ټولو ناخوالو ، ظلمونو او د هیواد د لوټ او تالان او دا دی ددوی شرمینده وتل مې هم ولیدل  .

سالاره !

لکه د هیواد هر ځوان او ځوانه ته هم پدې انقلابونو ، یرغلونو ، بمباریو او وژنو کې رالوی شوې تا به هم ضرور د خوشحالۍ اوښکې توې کړي وي خو هغه ورځ مې د ژوند تر ټولو عجیبه د خوشحالۍ د اوښکو او سجدو ډکه ورځ وه چې امریکایان ټیټ سرونه شرمنده له افغانستان څخه ووتل او واک اسلامپالو ته وسپارل شو .

زما په شان به د هرې مسلمانې او مسلمان زړه پدې ډاډه شوی وي چې شکر له هیواده نور د وژنو او جنګونو توره او وحشي لړۍ ختمه شوه .

د هر مذهب ، د هر نظر ، د هر قوم او د ډیرو ژبو د هیواد د کورنیو چارو وزیره !

لکه تاسې ته ښه مالومه ده چې افغانستان د یو قوم ، ژبې یا د یو مذهب  هیواد نه دی ، دلته حتا پښتو ژبه هم یوه لهجه نده ، دا ملت د څو ژبو خاوند دی ، دلته شیعګان یا د نورو مذهبونو خلکو علاوه افغان هندوان او سیکان هم شتون لري حتا یو افغانه یهودۍ کورنې هم له پیړیو اوسیږي ، د همدې افغانستان ریښتوني بچي دي همدا یې هیواد دی .

حکومتولي دې ته وايي چې دې ټولو قشرونو او مذهبونو د عزت ، ناموس او حق ساتنه وکړي . تر دې دمه چې څومره حکومتونه راغلي ددوی د زوال لومړۍ لامل همدا چې دوی د یو مشخص قوم یا مذهب یا د یوې نظریې چارواکي وو د افغانستان نمایندګي یې نه کوله ،

هر تعصبي چلند هغه که مذهبي  وي که ژبني د حکومتونو د زوال برجسته امکان وي ،

او هغه نظامونه چې دداسې کړنو مخه په هنر او حکمت دفعه کړي کامیاب نظامونه دي ، داسې نده چې نورو هیوادونو کې به نظامونو ته ورته چیلنجونه پیښ یا له بله لورې ایجاد شوي نه وي خو هغوی یې چټک مخنوی کوي او که یو نیم ځای کې دا پیښې تکرار هم شي ډیر زر یې په حکمت مهاروي ، د د وژلو یا بندي کولو په بې حکمته ترکیبونو دا لړۍ او کړۍ نه ځپي .

ته که د یوې ډلې داخله وزیر وې بیا خو زمونږ هیڅ حق نه جوړیږي چې یا هیله څرګنده کړو یا فریاد وکړو خو که د افغانستان د دکورنیو چارو وزیر وې نو بیا ته د هر قوم ، هرې ژبې ،  هر نظر ،  هرې عقیدې او د هر مذهب وزیر یې ،

چلند ، ساتنه او زیموارۍ دې د ټولو یو شان دي .

منم چې د نظام چلول نه وړه خبره ده نه هم د هر چا د وس او عقل کار دی بیا د یو داسې هیواد چې زما په ژوند یې دوولس باچاهۍ او نظامونه نسکور او له مینځه تللي وي ، خو څنګه چې د ټولو مخکینیو حالاتو ، د نظامونو د نسکوریدو  لاملونه ښه څرګند مالوم دي نو اوس د یو نوي نظام د نسکوریدو او یا قایم ساتلو هنر  او ترکیب ډیر روڼ شوی ،

هغه دا چې د تیرو نظامونو څخه عبرت ،

د هغوي په لاره نه تلل ،

 د هغوی تجربه نه تکرارول ،

د هغوي په شان په ګاونډیانو یا بل هیواد تکیه نه کول ،

د نورو هیوادونو پټې مشورې نه منل ،

 نورو هیوادونو ته دا موقعه نه ورکول چې د هیواد یا د نظام په داخلي او خارجي چارو کې دې حتا نظر هم شریک کړي لاس وهل خو یو وار پریده .

د خپل ملت مخالف نه جوړیدل .

خپل ملت په یو او بله بهانه نه وژل .

خپل ملت د جهل په لور نه بوتلل مکتبونه یې نه بندول .

له ملت اسلامي او ملي حقوق نه اخیستل ،

ملت له ځانه نه بې زاره کول ،

داسې اقدام نه کول چې ملت ورو ورو بغاوت ته وهڅوي یا یو ځل بیا د بل چا لاس نیوي ته .

د باتورو شهیدانو او د تنکیو فدایانو مشره !

ګلاب ګلاب ځوانانو خپلې ځوانۍ ددې دپاره ندي نذرانه کړي چې مشرانو ته دې چوکۍ یا منصبونه وګټي او هغه مشران دې بیا د چوکیو په نشه کې دومره مست شي چې خپل مسولیتونه دې ګډ وډ پریږدي او یواځې دا مسولیت جدي او حتمي کړي چې څنګه له ځانه په ریاست کې خپلوان راتاو کړي ، له هیچا پټه نده چې همداسې حالات ښه په درز کې  روان دي ، ان شاالله ته به ماته داسې ریاست ونه ښودلای شې چې د ريئس صیب سره به یې خپلوان یا انډیوالان مقرر نه وي ، بیا داسې خپلوان چې دې شلو کالو کې به یې سنګر لیدلی هم نه وي .

کاش چې دا ځینو ریئسانو صاحبانو دومره سویه او سیاسي درک درلودای چې ددې عواقبو پس منظر یې لیدای شوای چې که دا لړۍ همداسې روانه اوسي ځوان سنګري مجاهدین پخپله تر نا هیلۍ بیا د نفرت بیا  د نه تابعدارۍ  تر ژۍ رسوي او هغه باور چې په خپلو مشرانو جوړ وي طبیعي ده چې له مینځه ځي ، او انجام یې په مخالفتۍ بدلیږي ، او تر ټولو لویه ناکامي همدا چې خپل لښکر درڅخه ناراض شي او بیا دایمي زوال هغه چې همدا خپل لښکریان دې په مخالفت کې اودریږي ، لکه تیر جهادي تنظیمونو کې د مجددي دومره لوی لښکر څه شو ؟ د سیاف هغه برجسته لښکر ؟ د ګلانیانو ؟ او داسې د نورو  هو به هو همدا ورته کړنه چې هلته روانه شوه نو لښکریان ترې بې زاره شول او دودی هغه نوم هغه تنظیم هغه دبدبه هر څه نسکور شول .

د لوی مجاهد شهید جلال الدین حقاني رحمه الله غازي زویه !

د موجوده ډیرو وزیرانو او مشرانو نومونه چا د کابل تر سقوطه اوریدلي هم نه وو خو ستا نوم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له باتورۍ ځلیدو ، له دې وجې د ملت مخ هم تاته در اوړي ، او له تا هیله هم لري .

تاته هیواد پداسې حالاتو کې درپریښودل شوی چې مذهبي او سمتي فتنیي جنګونو ته ښه مکمله خط کشي شوې ، د امریکا او د متحدینو همدا پلان دی چې افعانستان کې مذهبي جنګونه پیل کړي ، تر څو پدې لار وکولای شي چې هم د اسلام نوم په نړۍ کې بد کړي او هم د مسلمانانو په زړونو کې د مجاهد ، عالم او د جهاد هغه عقیده او جزبه تر عمره مړه کړي ،

خدای مه کړه که دا جنګونه زور واخلي انجام یې یواځې دا ندی چې هیواد به وران شي په لکونو افغانان به ووژل شي یا به هیواد تجزیه شي بلکې تر ټولو لویه یې دا چې تر پیړیو به بیا خلک د مجاهد ، غازي ، شهید ، عالم ، ملا او د مدرسې له نوم هم کرکه کوي . ټوله طرحه د همدې دپاره جوړه ده او د مذهبي جنګونو اور بیا د یو ملت او هیواد هر معیار سوځوي .

باید ددې طرحې د مخنیوي دپاره ملي فکر او هڅه  وکړل شي نه تنظیمي ، دلته طرحه یواځې د ام ا رت په خلاف نده دا د اسلام ، جهاد ، مجاهد ، عالم او مدرسې د بدنامولو دپاره روانه ده او دا هم حقیقت دی چې دا ټول ستاسې د هرې  سیاسي او مذهبي مخالفې ډلې مقدسات هم دي ، خو ددې مقدساتو ساتنه ، د امریکا او د ملګرو د طرحو ناکامول بیا یواځې ستاسې په غاړه او زیمه دي ځکه چې تاسې اوس د افغانستان په واک او اقتدار کې یاست ، حکومت یاست ، نظام یاست بل هیڅ کوم سیاسي ګوند درسره نظام کې شریک یا مطرح ندی اوس د ټولو شهیدانو د وینو ، د بورو او کونډو او د ټول مسلمان ملت سرنویشت ، ښیرازي او بربادي ستا په لاس کې دی  .

او تاریخ کې به هم نیک نامي یا بدنامي یواځې ستاسې وي .

اوس د ټولو نورو چارو څخه ضروري درته دا ده چې ددې طرحې مخه په حکمت ونیسې هغسې لکه د نورو ملکونو چارواکي یې چې مهاروي  ، نه په وژلو ،

مثال : څه چې ننګرهار کې په لومړیو میاشتو کې وشول ښه ونه شول د طرحې پیل و ستاسې د نظام کوم مسولین چې و یا یې دا طرحه قصداً مخته وړله یا هم دومره سیاسي سویه یې نه درلوده چې درک کړای شي چې دا کړنې څه عواقب لري ګټه او تاوان یې چاته رسیږي ، دومره خو به ضرور پوهیدل چې په وژنو یوه نظریه یا عقیده ختمیږي نه بلکې لا ډیریږي ګنې که په وژنو ویره اچونو بندي کولو یوه ډله ختمیدای یا له مبارزې غورځیدای شوای نو امریکا به ط البان کم یا ختم کړی وای .

او غواړم چې په اخیر کې یوه لږه سخته خبره وکړم که بده درباندې ولږیده لومړۍ راته معافي وکړه که د معافۍ وړ نه وه دربشم په حضوري چمن کې مې په دار کړه خون مې هم دربخښلی ،

هغه دا چې اوس که فکر ، رویه ، سیاست ، عاطفه ، حکومتداري له تنظیمي جزبې ، مینې ، محدودیتونو او کړیو رابهر کړې ملي یې کړې نو هم به افغانستان وساتې او هم به امارت هم به د ټول ملت ( د هر مذهب ، هرې مفکورې ، هرې ژبې ) د کورنیو چارو وزیر وې او هم به د امارت او تاریخونه به دې په زرینو کرښو یاد وساتي .

د خدای په امانۍ ورستۍ شیبې کې دا وایم چې دا افغانستان یو عجیب هیواد دی باچاهۍ او نظامونه پکې ډیر دوام نه شي کولای .

په درنښت

بلینډه بدرۍ ، ددې اسلام او افغانستان یوه لورکه .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

همت

السلام علیکم ورحمة الله وبركاته... ډیره خه او په زړه پوری لکینه مو کړی خو زه پدی پوه نشوم چی داستاسو نوم سه معنی لری لیکنه او نوم مو دیر زیات متفاویت راته ښکاری والله اعلم

همت

السلام علیکم ورحمة الله وبركاته... ډیره خه او په زړه پوری لکینه مو کړی خو زه پدی پوه نشوم چی داستاسو نوم سه معنی لری لیکنه او نوم مو دیر زیات متفاویت راته ښکاری والله اعلم

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک