No-IMG

حکمتيار: د مولوي رحيم الله حقاني شهادت د فوز عظيم شهادت وو

په تېري اونۍ كي د گڼ شمېر خونړيو پېښو شاهد وو چي په ترڅ كي ئې مظلوم افغانان وژل شوي؛ د عاشوراء اړوند غونډو كي د مرگ ژوبلي شمېر تر سلو اوښتى؛ پرون مشهور عالم مولوي رحيم الله حقاني؛ د حقانيه مدرسې مدرس؛ په تروريستي بريد كي شهيد شو. دعاء كوو چي الله تعالىٰ زموږ مظلوم ولس د اجرتي قاتلانو له شر د تل لپاره وژغوري

د محرم په لسمه مو وليدل چي ځينو ماتمونه كول، توري جامې ئې اغوستې وي، خپلي سينې او شا ئې په زنځيرونو او چاړو زخمي كول او همدا ئې جنت ته د رسېدو لار گڼله؛ ځينو د دوى په غونډو كي چاودني كولې او همدا ئې جنت ته د رسېدو وسيله گڼله.

موږ د دواړو په حال وير كوو او له زړه متأسف او متأثر يو؛ په اسلام كي نه داسي ماتمونه شته او نه په جوماتونو، عبادت ځايونو او د مذهبي ډلو په غونډو كي چاودني. د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ژوند كي او د صحابه وو په زرين دور كي؛ لوى لوى شخصيتونه؛ شهيدان شوي؛ خو هيچا د دوى پر شهادت نه يوازي وير او ماتم نه دئ كړى بلكي؛ شهادت ئې د فوز عظيم په نامه ياد كړى او د قرآن په وينا د صحابه وو ستره تمنىٰ دا وه چي د الله په لار كي ئې شهادت په برخه شي. د امام حسين تمنىٰ هم دا وه چي د شهادت لوړ مقام ئې په برخه شي.

حمزه رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه و سلم تره؛ د دوو سترو جگړو؛ اُحد او بدر قائد او سالار؛ هم ئې له نسبي پلوه مقام او منزلت؛ لوړ وو او هم ئې له اسلام په دفاع او تقويه كي ونډه زياته او ځلانده؛ د اُحد په جگړي كي نه يوازي شهيد شو؛ بلكي دښمن هغه مُثْلَه كړ؛ هيچا ئې پر مُثْلَه شوي جسد وير او ماتم نه دئ كړى؛ عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم يو په بل پسي او هغه مهال چي د مسلمانانو امامت او إمارت ورسپارل شوى وو؛ په جومات او خپل كور كي په شهادت رسېدلي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم رحلت وكړ؛ د ده رحلت د اسلامي امت لپاره ستره او نه جبرانېدونكې او دردوونكې الميه وه؛ خو هيچا ماتم نه دئ كړى؛ له صحابه وو وروسته تر څو پېړيو پوري د داسي ماتمونو هيڅ بېلگه تاريخ نه ده ثبت كړې؛ داسي ماتمونه ډېر وروسته رامنځته شوي؛ نه ئې سني علماء جائز گڼي او نه ئې شيعه علماء پلوي كوي؛ داسي په دين پوه فقيه او عالم نه مومو چي داسي ماتمونه جائز وگڼي. له امام حسين سره محبت دا دئ چي د هغه د جد په سنت عمل وكړو او د يزيديانو په خلاف د هغه تگلاره غوره كړو؛ د قيام او پاڅون لار؛ توري د ظالم په خلاف له تېكي راوباسو؛ نه دا چي ځان په چړو او زنځيرونو زخمي او په وينو سور كړو.

قرآن موږ ته وايي: شهيدان ژوندي دي او تلپاته ژوند ئې په برخه شوى؛ فرمايي:

وَلا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ 169   آل عمران 169

او هغه مړه مه گڼئ چي د الله په لار كي شهيدان شوي؛ دوى ژوندي دي او د الله په خوا كي ورته روزي وركول كېږي.

همدا راز فرمايي:

وَلا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لا تَشْعُرُونَ 154   البقرة 154

او هغو ته چي د الله په لار كي وژل كېږي؛ مړه مه واياست؛ بلكي ژوندي دي خو تاسو نه پوهېږئ.

يعني نه به شهيدان مړه گڼئ او نه به هغوى ته مړه واياست؛ نه به په ذهن كي دا خبره درگرځوئ چي هغوى مړه شوي او نه به په خوله دا خبره كوئ چي هغوى مړه شول؛ دوى ژوندي دي؛ تاسو د دوى د دې ژوند په كيفيت نه پوهېږئ.

قرآن موږ ته د صبر سپارښتنه كوي او وايي الله تعالىٰ صابران خوښوي؛ او ماتم، جزع او فزع؛ شكوه او شكايت؛ بې صبري او بي همتي نه خوښوي. قرآن فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ 153    البقرة 153

اې مؤمنانو! په لمانځه او صبر سره (له الله تعالى) مرسته وغواړئ؛ يقيناً چي الله له صبر كوونكو سره دئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک