No-IMG

د الله په دین وژل شوي کسان هیڅکله مړه ونه گڼې!

ابو عبید سمیع الله کابلی

 

 

انالله وانآ الیه راجعون.

د الله په دین وژل شوي کسان هیڅکله مړه ونه گڼې!

#وازې دوه خبره کوم:

لومړۍ نامرده دښمن ته او دویمه د حقاني رحمه الله دفکر او  لارې ملگرو ته

لومړۍ خبره

ناځوانه دښمن دې په دې ښه پوه شي چې د حق منهج او تگلاره د علماؤ او دعاتو په وژلو نه ختمېږي.

د نوح علیه الصلاة و السلام قوم د هغه د رجمولو هڅه وکړه، مگر د نوح لارویان ترقیامته شتون لري.

نمروز د ابراهیم علیه الصلاة و السلام  د سوځولو هڅه وکړه، مگر ابرهیمي لاره تر قیامته دوام لري.

ابوجهل د محمد علیه الصلاة و السلام وژلو خطرناکه دسیسه په کار واچوله، مگر د محمدي اسمان ستوري ترقیامته دنیا روښانه ساتي.

مجوسیانو عمر رضی الله عنه شهید کړ، مگر عمري کاروان ترقیامته شتون لري.

باغیانو عثمان رضی الله عنه  شهید کړ، مگر د عثمان منهج یې ختم نشو کړی.

خوارجو علي رضی الله عنه  شهید کړ، مگر د علي تگلاره تر قیامته دوام لري.

یزیدیانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټوله کورنۍ له تیغه تیره کړه، مگر حسیني منهج یې ختم نشو کړی.

منصوریانو امام ابوحنیفه رضی الله عنه بندي او شهید کړه، مگر حنفي تگلاره یې ختمه نشوه کړی.

او .......

که ننه زموږ د دین او خاورې دښمنانو په یوه میاشت کې زموږ دوه ستر شیخان او نابغه داعیان شهیدان کړه، نو ډاډه اوسئ!

چې هیڅکله به هم د حقانیت لاره ختمه نشي کړی.

شهادتونه برکات لري!.

دویمه خبره:

 زه د کشر ورور په صفت د شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ټولو فکري پلویانو څخه عموما او له مسؤولینو څخه خصوصا احترمانه غوښتنه کوم چې ټول باید په شریکه هڅه وکړو، چې د شیخ صاحب هغه څلورزره کسیز جوړ کړی بڼ او باغ له خزانېدو وژغورو!

په خپل ټولو امکاناتو سره زر تر زره په علم کې شیخ صاحب ته نږدې مرتبې واله عالم ددغه باغ مالیار مقرر کړی تر څو د دښمن ارمان له خاورو سره خاورې شي.

او دغه ارمان قبر ته وېسې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک