No-IMG

حکمتيار: د كربلا پېښه د اسلامي امت پر ټټر يو خونړى او ژور پرهار وو

د كربلا پېښه د اسلامي امت پر ټټر يو خونړى او ژور پرهار وو؛ په دې پېښي كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د كورنۍ غړي؛ د هغه د گران لمسي؛ امام حسين رضي الله عنه په شمول؛ په مظلومانه توگه شهيدان شول؛ ټول امت؛ سني او شيعه؛ د دې ستر جنايت په غندلو كي متفق او همغږي دي. د يزيد خلاف د امام حسين پاڅون او له بيعت ډډه كول؛ د اسلامي لارښوونو مطابق عمل گڼي؛ په دې اړه نه يوازي په ټول امت كي هيڅ اختلاف نشته؛ بلكي ټول مذاهب؛ له هر ظالم واكمن سره هر راز ملتيا او د هغه اطاعت او بيعت؛ د اسلامي لارښوونو خلاف عمل بولي او د اسلام له دائرې د وتلو سبب؛ په اسلامي تاريخ كي لومړنۍ شخص چي په غير شرعي او ميراثي توگه؛ قدرت تر لاسه كړى؛ پرته له دې چي د مسلمانانو په رأيه او بلا اكراه بيعت غوره شوى وي؛ يزيد وو؛ امت پر دې متفق دئ چي په اسلام كي نه موروثي امامت شته او نه د زور حكومت. كه په دې اړه كوم اختلاف دئ نو هغه فقط دا دئ چي آيا د كوفې په اوسېدونكو اعتماد صحيح وو؟ آيا دا غوره وه چي امام حسين په مدينه كي پاته شوى وى او د نورو صحابه وو په ملگرتيا ئې د يزيد مقابله كړې وى او كه كوفې ته تگ؛ په داسي حال كي چي د كوفې هستوگنو د ده له پلار امير المؤمنين علي رضي الله عنه سره جفا او خيانت وكړ؟ داسي چي د دغو خائنانو له وېري؛ د ده نږدې ياران او خپلوان مجبور شول؛ هغه د شپې په تياره كي او په نامعلوم ځاى كي دفن كړي؛ هيچا ته معلومه نشوه چي علي رضي الله عنه چېري دفن شوى؛ ياران ئې وېرېدل چي د مخالفينو له لوري به د ده قبر ته سپكاوى وشي. دوى له امام حسين سره هم خيانت وكړ؛ بلنه ئې وركړه چي كوفې ته ورشي؛ د يزيد په وړاندي به د هغه  ملگرتيا كوي؛ خو هغه ئې يوازي پرېښود او له خپلي ژمني په شا شول

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک