No-IMG

د جمهوریت سقوط لامل د غني شخصیت و!

ببرک عمر

 

دا د دنیا اصل دی چې هر څوک بل ملامت او

ځان سلامت بولي، چغې به یې وهلې جوړ مې کړ که نه، یوه ورځ یې ونه وویل چې ما او عبدالله جوړ کړ که نه، خو چې د ورانۍ او بربادۍ ځای راشي بیا وايي دا هر څه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله او خلیلزاد وکړل.

که هر څومره دلایل ولټوو او وغواړو د جمهوریت سقوط څخه غني ته برائت ورکړو  امکان نه لري، ځکه غني د هېواد ولسمشر و، سر اعلی قومندان و، د ټول هېواد مالي، نظامي امکانات یې لاس کې وو، درې لکه اردو یې اطاعت کولو، وزیران، معینان، ریسان ټول د اشرف غني په امضا مقررېدل، که ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله ته سهم ورکړل شوی هم جناب غني ورکړی، که محب د امنیت شورا مشاور شوی هم غني مقرر کړی،  که بسم الله محمدی وزیر د دفاع شوی همدې غني مقرر کړی، که دوستم مارشال شوی هم غني مارشالي ورکړې، که د هر چا په فشارونو دا شوي  اما مقرر شوي د غني په حکمونو او فرمانونو.

زه نه غواړم د اشرف غني د خیانتونو او فساد په اړه څه ولیکم، ځکه هغوي چې  یې له فساد خبر دي هغوي پوهېږي، اما هغوي چې په فساد نه دي خبر که څومره شواهد ورته وړاندې کړې نه یې مني.

غني عالم و، د پوهنتون استاد و، د بانک جهاني په پروژو کې کار کړی و، د کرزي صاحب مشاور او وزیر پاتی شوی و، پوهه او علم یې درلود، اما د شخصیت له پلوه یې خورا ‌‌‌‌‌‌ډېرې ستونزې درلودلې.  اشرف غني بد اخلاقه و، ټول ارګ پرې خبر دی چې حتا ناموسي کنځاوې خپلو مامورینو ته کولې،  هر مامور به چې د کومې  موضوع په اړه راپور ورکړ چې فلانی کار خراب شو ی سړي ته به یې کنځلې وکړې بیا به یې منفک کړ، همدې بداخلاقۍ له امله هېڅ مامور ورته ستونزې نه په ګوته کولې یوازې ښه کارونه یې ورته په ګوته کول، هر څه یې ورته ګل او ګلزار ښودل.

د قدرت مجنون و : داسې مجنون و چې ویل به یې سر ورکوم دا چوکۍ نه پرېږدم، د دې خبرې ثبوت یې له نېږې ملګرو وکړئ، شاه محمود میاخیل  چې اشرف غني ته ‌‌‌‌‌‌ډېر نېږې او معتمدو ملګرو یې دی حتا خپل کتاب کې هم لیکلي، زه به هم لږ رڼا پرې واچوم. اشرف غني چې څه وخت 2014 کال کې کاندید شو، نو خپل ټيم ته یې وویل چې زه یوازې یوه دوره ولسمشري کوم دویم ځل یې تاسې ته پرېږدم، یعنې د دویم ځل کاندید یې حنیف اتمر و، اما څه وخت چې قدرت ته ورسید ، د خپل ټيم ټول ملګري یو د بل پسې ګوښه کړل او دویم ځل بیا ولسمشرۍ ته وړاندې شو دا یو ثبوت، پاکستان هره ورځ زموږ په خاوره راکټونه توغول، غني یوه وار هم سفیر احضار نکړ، اغزن تار یې تېرولو، په طورخم کې دروازه جوړه کړه، غني سفیر احضار نکړ، په افغانانو یې ویزې حتمي کړې،   غني حتا غږ پورته نکړ، اما په کومه ورځ چې په مهمندو ایجنسۍ غون‌‌‌‌‌‌ډه کې عمران خان د موقت حکومت نوم واخیست په غني اور بل شو سم دلاسه یې سفیر احضار کړ چې دا زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ده، خو د طورخم دروازه ، اغزن تار تېرول او په کنړ د راکټونو باران نه ورته مداخله ښکارېده او نه زموږ په خاوره تیری.

د غني قدرت د جنون بل جوت ثبوت ویدیو ګاني په یوټیوب کې خورا ‌‌‌‌‌‌ډېرې دي، یوه ورځ یو خبریال ترې پوښتنه وکړه چې  ستا مخالفین موقت حکومت غواړي، تاسې یقین وکړئ لکه غني چې انفجار کړی وي. خپل مخالفینو ته یې داسې سپکې سبورې وویلې چې د یو ولسمشر له شان سره نه ښايي.

راځو تر ټولو بارز ثبوت ته، د دوحې له تړون وروسته د موقت حکومت خبرې ګرمې شوې، د غني ټولې دستګاه په یوه خوله ویل چې موقت حکومت یعنې 1992  دورې ته ورګرځېدل دي، غني په چغو ویل چې موقت حکومت یعنې  د نظام ړنګېدل.

خليلزاد خپله مرکه کې په وضاحت وویل چې اشرف غني د تېښتې تر ورځې حاضر نه وو چې قدرت موقتې ادارې ته انتقال کړي، حتا پرونۍ مرکه کې بیا دا ثابته کړه چې قدرت چاته نه ورکوم او زه برحاله ولسمشر یم.  دا یې د شخصیت  یوه ستونزه چې ما تاسې ته وړاندې کړه.

غني فطرتاً ‌‌‌‌‌‌ډېر ‌‌‌‌‌‌ډارن انسان و، ‌‌‌‌‌‌ډير ژر یې مصلحت کولو،  پرته له دې چې د یو کار ابعاد وسنجوي په احساساتو کې به راغی او یو عمل به یې ترسره کړ بیا ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر له خپل کار شاته کېدو،  یعنې مصلحت ته یې په مقاومت ترجیح ورکوله. زه یې درته درې بارزې پېښې وړاندې کوم، د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله  دواړه ځله د قدرت تقسیم، دواړه ځله یې ویل چې زه سهامي شرکت نه جوړوم،اما بیا به تسلیم شو، زه به د بعضو ملګرو دا دلیل ورسره ومنم چې د نړۍ والو فشارونو له امله اړ شو چې قدرت شریک کړي، اما زه له دوي پوښتنه کوم چې عطا نور سره ولې معامله وکړه د کوم فشار پر بنیاد؟ چغې وهلې سړی لیرې کړ د ولایت په مقابل کې وزارتونه او امکانات ورکړل، د قیصاري موضوع در یاده کړم، د کومندو ځوانان یې په نیولو شهیدان کړل، سبا یې بیرته خوشې کړ، د عليپور د نیولو لپاره چې لسګونه عملیات وکړل، ځوانان یې پرې شهیدان کړل،بله ورځ یې خوشې  کړو، حتا دا پرونۍ مرکه کې وویل چې بسم الله محمدي پرې عبدالله په زور مقرر کړ، دا د غني د ‌‌‌‌‌‌ډار له امله کېدل،  غني ‌‌‌‌‌‌ډارن او مصلحت ګر و، د کرزي صاحب په وخت ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله دویم رون‌‌‌‌‌‌ډ ټاکنې تحریم کړې، چیغې ووهلې کرزی صاحب ورسره مصلحت ونکړ او نه ترې ووېرېدو سړی همداسې په میدان پاتې شو.

اشرف غني د شخصیت بله ستونزه عقده وه، غني فطرتاً عقده اي انسان و، داسې عقده اي و چې انتقام به یې نه و اخیستی تر هغې  یې  تسکین نه کېدو،

فضل الله واحدي د کنړ او هرات والي و او د اکبر موسسې رئیس و، وايي زه المان ته لاړم، یو مجلس مو جوړ کړی و ترڅو ‌‌‌‌‌‌ډونران پېدا کړو،  یو ملګري راته وویل چې دلته له امریکا یو کس راغلی په امریکا کې ښې اړېکې لري اشرف غني احمدزی نومېږي هغه هم دعوت کړو چې موږ سره مرسته وکړي، مال سمه ده دعوت یې کړه، سړی مو دعوت کړ، بیرون ورته کس وردرېد تر څو یې پذیرايي وشي،  وايي زه لاړم تشناب ته بېرته راغلم چې ګورم زما په څوکۍ کې کوم کس ناست دی، ‌‌‌‌‌‌ډیر مودبانه مې ورته وویل چې زه ددې مجلس کوربه یم او دا ځای زما دی تاسې مهرباني وکړئ هغه ځای ته تشریف یوسئ، وايي غني له ځایه پاڅېد او هلته کیناست، مجلس شروع شو او پای ته ورسید.  واحدي صاحب وايي هرات کې والي یم چې د شپې د یو نفر زنګ راغی، ما ته وايي ما پېژنئ مال نه شماره مو راسره ثبت نده که ځان راته معرفي کړئ نو خوښ به شم، وايي راته وايي چې زه اشرف غني یم او د افغانستان منتخب ولسمشر یم،  مبارکي مې وکړه، وايي راته وايي سبا هرات ته درځ او تا منفک کوم ، مال صاحب دا ستاسې صلاحیت دی، وايي ته پوهېږئ ولې دې منفک کوم؟ واحيدي صاحب وايي ما ورته وویل چې نه یم خبر کېدای شي ددې څوکۍ لایق مې نه بولئ، وايي غني راته وویل چې تا په یاد دي چې زه المان ته درغلی وم او تا له څوکۍ پورته کړم، ما ورته وویل په یاد مې نه دي کېدای شي همداسې شوي وي، خبرې قطع شوې.

واحدي صاحب وايي ځان سره مې فکر وکړ چې دې سړي سره کار کول هېڅ امکان نلري ځکه چې دومره وړې خبرې هم تر اوسه ځان سره ساتلي، د وطن دې خدای مل شي، واحدي صاحب د هرات محلي اداره راغواړي او خپله استعفا لیکي او واک د ولایت معاون ته ورکوي او شپه په شپه کابل ته پرواز کوي، سهار چې غني هرات ته راځي والي نشته، پوښتنه کوي والي چېرې دی؟ ځواب ورکوي چې هغه خو بیګاه شپه استعفا ورکړه، وايي غني نور کنځلې شروع کړې چې څنګه مو زه خبر نکړم د شپې لخوا، بس لان‌‌‌‌‌‌ډه دا چې غني د هرات ولایت ټوله محلي اداره په یو مکتوب منفک کړه، دا داسې پېښه نده ټول هرات پرې خبر دی ، حتا ګوګل کې هم موندلی شئ.

د شهزاده مسعود سره یې هم همداسې یو کار کړی و، دوي خوست ته د کومې لانجې لپاره کرزي صاحب استولي وو، دا نو هغه وخت دی چې شهزاده مسعود او غني دواړه د کرزي صاحب مشاورین دي، لن‌‌‌‌‌‌ډه دا چې لانجه خلاصه شوې، د لانجې واله کسان یې هم ځان سره چورلکې ته پورته کړي، نو چورلکې کې ځای کم شوی، نو شهزاده مسعود چې د هئیت په راس کې وو غني او یو څو کسانو ته یې ویلي چې تاسې ته به د خوست والي صاحب موټر درکړي او د ځمکې د لارې به راشئ.

بله ورځ غني  ولسمشر شو، ټول مشاورین یې منفک کړل، له ټولو مشاورینو یې موټرې واخیستې خو له شهزاده مسعود یې نه و اخیستی، شهزاده مسعود خوشحاله و چې واله غني هم د لوګر دی او زه هم د لوګر یم نو ځکه یې رانه موټر نه دی اخیستی، غني د شهزاده مسعود پسې د ملي امنیت کارمندان اچولي چې هر وخت له لوګر یې حرکت وکړ  د کابل او لوګر په نیمايي لار کې ودروئ او له موټر یې کوز کړئ او ماته زنګ ووهئ.  شهزاده مسعود له لوګر راځي په لار کې امنیت ملي کسان موټر دروي ورته وايي چې ولسمشر غني سره خبرې وکړه، شهزاده مسعود خوشاله شوی چې والله لکه چې مقرروي مې چې داسې لارې کې راته خلک درولي، غني ورسره خبرې شروع کړي شهزاده مسعود د ولسمشرۍ مبارکي هم ورکړې، غني ورته ویلي  هغه د خوست سفر دې په یاد دی چې له چورلکې دې ښکته کړم ؟  اوس نو تا باندې همغه کار کوم، خلکو ته یې ویلي موټر ترې واخلې او همداسې په سړک پرېږدئ.

داسې ‌‌‌‌‌‌ډېرې پېښې شته اما د ټولو لیکل وخت غواړي، منظور مې دا وو چې سړی دومره عقده اي و چې له انتقام اخیستلو پرته یې تسکین نه کېدو، دا د عقدې افراطي بڼه ده.

خلاصه دا چې که د غني د شخصیتي ستونزو په هر اړخ رڼا واچوم نو په سلهاو کتابونه باید پرې ولیکم، غني د انتقاد تحمل بالکل نه درلود، خود خواه و، له ځان پوهه کس یې نشو زغملای، که به دې د کومې موضوع  پوښتنه ترې کوله یا به دې نظر ورکړ سم دلاسه به دې ناموسي کنځلې او منفکۍ مکتوب نوش جان کړ، د ارګ او د مالیې وزات کارکونکي په دې ټولو خبرو اګاه دي ځکه دا هر څه یې لیدلي.

 غني شهرت طلبه و، هره پروژه درې ځله افتتاح کوله، عوام فریبه وو، قاطعیت نه درلود، درواغ یې وویل، هېڅ اصول او ارزښتونو ته ژمن نه و،  د افغانستان پارلمان، اساسي قانون، نهادونه هر څه غني بې ارزښته کړل،  هو‌‌‌‌‌‌ډمن د یو حقوقي بنسټ معاون و، چې وروسته د غني د ټیم غړی هم شو، دوي تحقیق کړی و، په تحقیق کې دا ثابته شوه  چې اشرف غني د اساسي قانون ټولې مادې په کراتو کراتو نقض کړې وې. نن به یې وزیر مقرر کړ سبا به یې بیرته منفک کړ، دلیل به یې هم نه و معلوم، حتا د کورنیو چارو وزارت یو معین یې د شپې مقرر کړ سهار یې بیا بېرته منفک کړ، د معین نوم ځکه نه اخلم چې ملګری مې دی. پارلمان ملي دسترخوان پروژه رد کړه اما غني په غیر قانوني ‌‌‌‌‌‌ډول د پارلمان د تصویب پرته شروع کړه، دا د پارلمان بې ارزښته کول وو،  قضا او څارنوالي مطلقا سیاسې شوې وې. هره ورځ به یې د غني مخالفینو ته دسېسې جوړولې، د مخابراتو وزیر یې صرف ددې امله له دندې لېرې کړ چې د تلیفون  د مالیې 14 میلیارده غلا یې ورته رسوا کړه، د تلیفون مالیه د پارلمان  لخوا د ردېدو باوجود  غني اخیسته چې مطلقا غیر قانوني وه.

له وزارتونو ېې واکونه اخیستي وو ټول واک یې فضلي ته ورکړی و، له دفاعي  او امنیتي  بنسټونو نه یې واکونه اخیستي و ټول محب ته ورکړي وو، محب  او فضلي پرې خپل تجارتونه کول، سکتوري وزارتونه یې ټول فلج کړل ټول قراردادونه یې واحدې عملیاتي یعنې انکشاف ملي ته ورکړي وو، صرف ددې لپاره چې غلا وکړي، له الف تر یا انکشاف ملي ته د واحدې منبعې چې تدارادکاتي کفر دی قرار دادونه ورکول کېدل.

لن‌‌‌‌‌‌ډه دا چې جمهوریت د غني د شخصیتي ستونزو له امله ړنګ شو. نن چې موږ در په دره یو د غني د شخصت د لاسه، نن مو چې سربازان او افسران په یو نوم او بل وژل کېږي د غني د شخصیت د لاسه، که مغزونه فرار کوي د غني د شخصیت د لاسه، که مو نن زړونه خولې ته راغلي د فقر او بدبختۍ سره لاس او ګریوان یو، بې کاره بې روزګاره یو او بې سرنوشته یو د غني د شخصیت د لاسه...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک