No-IMG

حکمتيار: د عاشوراء په ارتباط څو پوښتني بايد ځواب شي

آيا دا نوم د كربلا د پېښي ورځي ته غوره شوى؛ كه د فرعون له لښكرو د موسىٰ عليه السلام او د هغه د ملگرو د ژغورني ورځي ته؟  آيا امام حسين رضي الله عنه د محرم په لسمه شهيد شوى كه په بلي نېټې؟

آيا په داسي پېښو باندي ماتم كول؛ توري جامې اغوستل؛ مخ په څپېړو وهل؛ ځان په چړو او زنځېرونو زخمي او ويني كول؛ جائز او د ثواب كار دئ كه ناجائز او د عتاب وړ؟

د لومړۍ پوښتني په ځواب كي بايد ووايو: د قمري كال لومړۍ مياشت او لسمه ورځ ئې؛ په بايبل كي د (فِصَح عيد) په نامه يادونه شوې؛ يهودان او مسيحيان ئې د سپېڅلې ورځ په توگه لمانځي؛ يهودان په دې باور دي چي په دغي ورځ موسىٰ عليه السلام او بني اسرائيل د فرعون له ظلم ژغورل شوي؛ بايبل د (فِصَح عيد) تر عنوان لاندي داسي كاږي: خداى موسىٰ او هارون ته وويل: له دې وروسته به ستاسو لپاره دا مياشت د كال لومړۍ او تر ټولو مهمه مياشت وي... هر كال به د دې مياشتي په لسمه هره كورنۍ يو ورى تياروي، كه د كورنۍ شمېر كم وي؛ په خپل گاونډ كي دي له بلي وړې كورنۍ سره گډ شي، دا ورى يا سېرلى به نر، بې عيبه او يو كلن وي، د همدې مياشتي د څوارلسمي په مازديگر دي ټول اسرائيليان دا وري قرباني كړي او د هغوى ويني دي د دروازو د ولاړو تيرانو او د هغو خونو د دروازو پر سر وشيندي چي د وري غوښه په كي خوړل كېږي؛ ... دا په وينو سرې دروازې به د دې نښه وي چي كله خداى د فرعونيانو د زامنو د وژلو لپاره مصر ته راځي؛ نو له دې نښي به د بني اسرائيلو كورونه پېژني او د دوى كورونو ته به له ننوتلو او د دوى د زامنو له وژلو ډډه كوي.

او كه تاسو د عاشوراء اړوند رواياتو ته چي د حديث په ډېرى كتابونو كي راغلي؛ رجوع وكړئ؛ نو وبه گورئ چي په مسلمانانو كي دا موضوع او د عاشوراء ورځ؛ هغه مهال مطرح شوې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته هجرت وكړ؛ يهودان ئې وليدل چي دا ورځ لمانځي؛ پوښتنه ئې وكړه چي ولي ئې لمانځي؛ كله چي پوه شو نو وئې ويل: موږ د موسىٰ عليه السلام په اړه تر هر چا زيات احق يو؛ موږ به دا ورځ په روژې سره لمانځو.

يعني هم د بايبل له وينا معلومېږي چي د محرم لسمه ئې سپېڅلې ورځ گڼلي او هم له ځينو رواياتو چي وايي: د مدينې يهودانو به دا ورځ لمانځله.  

د دوهمي پوښتني ځواب دا دئ:

په دې اړه تاريخي روايات بېل او متفاوت دي چي امام حسين رضي الله عنه كله له مكې د كوفې په لور خوځېدلى، كله كربلا ته رسېدلى او كله په شهادت رسېدلى. البته په دې كي اختلاف نشته چي امام حسين د كوفې په لوري تر سفر وړاندې؛ د حج په موسم كي مكې ته تللى؛ طواف او سعي ئې كړې؛ له احرام وتلى؛ ده او ورسره د كورنۍ غړو ئې د حج مراسم او مناسك بشپړ كړي او بيا د كربلا په لوري خوځېدلى؛ د اهل تشيع روايات داسي دي چي يوازي عمره ئې كړې او د ذي الحجې په اتمه د كوفې په لوري خوځېدلى. مشرانو صحابه وو؛ د عبد الله بن عباس او عبد الله بن زبير په شمول هغه ته مشوره وركړې چي له دې سفر ډډه وكړي، د كوفې پر خلكو او وعدو ئې باور ونه كړي؛ دوى د باور وړ نه دي؛ يا دي په مكه كي پاته شي او يا دي يمن ته ولاړ شي؛ او هلته دي د يزيد خلاف د پاڅون مشري وكړي؛ اطمئنان ئې وركړى چي خلك به د ده تر مشرۍ لاندي راغونډوي؛ خو ده نه ده منلې؛ ده كوفې ته مسلم بن عَقِيل لېږلى وو؛ دا هم د كوفيانو د مكرر غوښتني له امله؛ د كوفې هستوگنو د هغه دروند هر كلى كړى وو؛ په خپل ليك كي ئې امام حسين ته د كوفيانو د ملگرتيا اطمئنان وركړى وو؛ خو لا څو ورځي نه وې تېري چي مسلم بن عقيل د يزيد پلويانو ووژلو او د خلكو په وړاندي ئې د هغه سر غوڅ كړ؛ خو تر دې وړاندي چي امام حسين رضي الله عنه ته د مسلم د شهادت خبر ورسېږي؛ د كوفې په لوري روان شوى وو؛ امام حسين رضي الله عنه د عبد الله بن عباس او عبد الله بن زبير رضي الله عنهم مشورو ته اعتناء ونه كړه؛ حتىّٰ دا ئې ورسره ونه منله چي كه ځي نو د كورنۍ مېرمني او ماشومان مه درسره بيايه.

طبيعي ده چي سفر به ئې د حج له مراسمو او لږ تر لږه له 13 د ذي الحجي وروسته پيل كړى وي؛ كه څه هم د اهل تشيع ځيني روايات داسي دي چي وايي: امام حسين يوازي عمره كړې او د ذي الحجې په اتمه ئې د كوفې په لوري حركت كړى؛ د دې رأى منل گران برېښي چي امام حسين او د ده د كورنۍ غړو او كاروان ملگرو به دا منلې وي چي د حج په ورځو كي يوازي په عمرې اكتفاء وكړي او د حج د مناسكو له بشپړولو وړاندي سفر پيل كړي. په هر صورت؛ د مكې او كربلا تر منځ فضائي واټن او په مسقيم خط 1350 کیلومتره دئ؛ كه د لاري كږلېچونه په پام كي ونيسو نو دا فاصله تر 1500 كيلومتره زياته ده. هغه كاروان چي ښځي او ماشومان هم پكي وي او په اوښانو سفر كوي؛ د ورځي تر 30 كيلومتر زيات سفر نشي كولى؛ د مسافر لپاره درې ورځنى سفر هم شاوخوا 80 كيلومتره يعني هره ورځ نږدې 27 كيلومتره گڼل شوى؛ د مكې او كربلا تر منځ مزل تقريباً 50 ورځي نيسي؛ په داسي حال كي چي د ذي الحجي له 14 د محرم تر لسمي پوري 26 ورځي كېږي؛ په دې 26 ورځو كي د دې مزل نيمايي هم نشي وهل كېدى. يا به هغه روايات منو چي له مخي به ئې امام حسين رضي الله عنه د همدې كال حج كړى؛ له حج وروسته د كوفي په لور خوځېدلى؛ او د صفر مياشت كي كربلا ته رسېدلى؛ او بيا د ده پر كاروان بريد شوى او په شهادت رسېدلى. دا ځكه چي د ده كاروان بايد لږ تر لږه پنځوس ورځي مزل كړى وي او د صفر په مياشت كي كربلا ته رسېدلى وي؛ او كه دا نه منو نو بايد داسي روايات ولټوو چي له مخي ئې دا ثابته شي چي ده تر ذي الحجې لږ تر لږه شل ورځي وړاندي له مكې سفر پيل كړى او د محرم په لسمه په كربلا كي شهيد شوى!! خو داسي روايات نه مومو.

د دريېمي پوښتني ځواب دا دئ:

د مړو لپاره داسي ماتمونه نه يوازي جائز نه دي بلكي د اسلام له سترو سترو اساساتو سره تصادم كوي، اسلام د مړو د تسليت او تعزيت لپاره درې ورځي ټاكلې؛ هغه هم داسي چي خلك كولى شي د تعزيت لپاره د هغوى كور ته ورشي او گاونډيان ئې دې ته پرېنږدي چي د مړي ورثه په خپل كور كي پخلن ته اړ شي. اسلام داسي وېر او ماتم تحريم كړى چي څوك خپل مخ او سر په څپېړو ووهي؛ وېښتان وشكوي؛ گرېوان څېري كړي او پر سر خاوري ودوړوي. داسي ماتم له دې باور سره تصادم كوي چي د مرگ او ژوند پرېكړہ د الله تعالىٰ له لوري كېږي، او له دې سره چي د مرگ نېټه له وړاندي ټاكل شوې، شهيد ژوندى دئ، مرگ د ژوند پاى نه بلكي د نوي ژوند پيل دئ، په مرگ سره موږ د خپل رب په لوري درومو، د الله تعالیٰ په لار كي شهادت ستره بريا او فوز عظيم دئ، آيا دا عقيده چا ته اجازه وركوي چي پر شهيدانو ماتم وكړي؟!! قرآن مؤمنان داسي معرفي كوي چي كله كوم مصيبت ورورسېږي وايي: إنا لله و إنا إليه راجعون: موږ د الله يو او د هغه لوري ته ورگرځېدونكي، دا خو د رضايت او قناعت شعار دئ؛ نه د شكايت، وير او ماتم چيغه!! قرآن موږ ته د مصيبتونو په وړاندي د صبر سپارښتنه كوي او ماتم د صبر خلاف عمل دئ، كوم كار چي پيغمبر عليه السلام نه دئ كړى، صحابه وو نه دئ كړى، ائمه وو نه دئ كړى؛ هر مسلمان ئې بايد له كولو ډډه وكړي. دين بشپړ شوى؛ هيڅوك حق نه لري څه ترې كم يا څه پرې زيات كړي.

راشئ وگورو چي په رواياتو كي د عاشوراء په اړه څه راغلي. په دې اړه روايات ډېر متعارض دي؛ دومره چي له منځه ئې د يوه انتخاب كه محال نه وي نو ډېر گران كار دئ؛

د عاشوراء په ارتباط د بخاري يو روايت دا دئ:

عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ وَكَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَصُومُهُ فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ رَمَضَانُ الْفَرِيضَةَ وَتُرِكَ عَاشُورَاءُ فَكَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ.

له عائشې (رضي الله عنها) روايت دئ چي وايي: قريشو به د جاهليت په زمانه کي د عاشوراء په ورځ روژہ نيوله او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به هم پدې ورځ روژہ نيوله او کله چي ئې مدينې ته هجرت وکړ نو بيا ئې هم دا ورځ روژہ نيوله او نورو ته ئې د روژې نيولو امر وکړ خو کله چي د رمضان روژہ فرض شوه؛ نو د عاشوراء د ورځي روژہ ئې پرېښوده؛ بيا د هر چا خپله خوښه وه چي په دې ورځ ئې روژہ نيوله او که نه.

په دغو رواياتو كي ژور تعارضات او توپيرونه ليدل كېږي چي ځيني ئې دا دي:

ځيني ئې وايي چي د عاشوراء روژہ قريشو هم نيوله او رسول الله صلى الله عليه و سلم هم له همغه مهاله نيوله؛ او گواكي قريشو به په دغي ورځ پر كعبې نوى غلاف غوړاوو!! كله چي مدينې ته راغى نو په دې ورځ به ئې روژه نيوله او نورو ته به ئې د روژې نيولو سپارښتنه كوله؛ خو كله چي روژه فرض شوه؛ نو د دې ورځي روژه ترك شوه؛ ځيني ئې وايي كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته راغى يهودان ئې وليدل چي په دې ورځ روژہ نيسي؛ وئې پوښتل چي دا ولي او د څه لپاره؟ هغوى وويل: دا يوه ستره ورځ ده، فرعون په كي غرق شوى او موسىٰ عليه السلام ته برى ورپه برخه شوى، موږ د دغي ورځي د درناوي لپاره روژہ نيسو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل چي موږ تر يهودانو زيات د دې وړ يو چي د دې ورځي درناوى وكړو، نو په خپله ئې هم د روژې نيول پيل كړل او نورو ته ئې هم امر وكړ.

ځيني ئې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رحلت لږ وړاندي د دې روژې نيول پيل كړل؛ چا ورته وويل: دا خو له يهودانو سره شباهت راځي، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د شباهت ختمولو لپاره به راتلونكى كال يوه ورځ مخكي هم روژہ نيسم، خو هغه د دغي ورځي تر بيا رارسېدو وړاندي رحلت وكړ!!

ځيني ئې وايي: يهودانو به دغه ورځ د عيد او خوشحالۍ د ورځي په توگه لمانځله؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم له يهودو سره د مخالفت په موخه وفرمايل: چي تاسو په دې ورځ روژہ ونيسئ!!

ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د عاشوراء د ورځي سحر مهال اعلان وكړ او كليو ته ئې څوك ولېږو چي خلك خبر كړي او ورته ووايي: چا چي څه نه وي خوړلي روژې ته دي دوام وركړي او چا چي څه خوړلي وي تر ماښامه دي څه نه خوري!!

ځيني ئې وايي چي د روژې تر فرضېدو پوري دا روژہ نيول كېده؛ خو د روژې له فرضېدو وروسته پرېښودل شوه او ځيني ئې د دې خبري تر څنگ دا هم علاوه كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د هر چا خپله خوښه چي په دې ورځ روژہ نيسي كه نه!! په يوه كي دا هم ويل شوي چي قريشو به په دغي ورځ د روژې تر څنگ د كعبې غلاف هم بدلولو!!

د دغو متعارضو رواياتو له منځه د يوه انتخاب محال او ناممكن دئ، امام بخاري رحمه الله هم نه دي ويلي چي په دغو متضادو او متناقضو رواياتو كي كوم يو ئې د متن، محتوىٰ او إسنادو له پلوه صحيح او تر نورو غوره دئ؛ او په كوم دليل؛ د بخاري هيڅ شارح هم نه دي ويلي او نه ويلى شي چي كوم روايت تر نورو غوره دئ!!

دا بايد د يوه اصل په توگه په پام كي ولرو چي كله د يوې موضوع په اړہ داسي متعارض او متناقض روايات مومو چي يو د بل مدعىٰ ردوي او تر منځ ئې نه تلفيق ممكن وي او نه داسي دليل موندلى شو چي يوه ته پر بل ترجيح وركړو؛ په قرآن كي كوم شاهد ورته ونه مومو؛ په خپله دغو رواياتو كي هم د ترجيح وجه پيدا نه كړو؛ نو په كار دا ده چي ټول يوې خوا ته پرېږدو، نه استناد پرې وكړو، نه ئې نورو ته ووايو او نه كوم يو د خپلي سليقې له مخي غوره كړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک