No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله: په تېري اونۍ كي د گڼ شمېر خونړيو پېښو شاهد وو چي په ترڅ كي ئې مظلوم افغانان وژل شوي؛ د عاشوراء اړوند غونډو كي د مرگ ژوبلي شمېر تر سلو اوښتى؛ پرون مشهور عالم مولوي رحيم الله حقاني؛ د حقانيه مدرسې مدرس؛ په تروريستي بريد كي شهيد شو. دعاء كوو چي الله تعالىٰ زموږ مظلوم ولس د اجرتي قاتلانو له شر د تل لپاره وژغوري

د محرم په لسمه مو وليدل چي ځينو ماتمونه كول، توري جامې ئې اغوستې وي، خپلي سينې او شا ئې په زنځيرونو او چاړو زخمي كول او همدا ئې جنت ته د رسېدو لار گڼله؛ ځينو د دوى په غونډو كي چاودني كولې او همدا ئې جنت ته د رسېدو وسيله گڼله.

موږ د دواړو په حال وير كوو او له زړه متأسف او متأثر يو؛ په اسلام كي نه داسي ماتمونه شته او نه په جوماتونو، عبادت ځايونو او د مذهبي ډلو په غونډو كي چاودني. د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ژوند كي او د صحابه وو په زرين دور كي؛ لوى لوى شخصيتونه؛ شهيدان شوي؛ خو هيچا د دوى پر شهادت نه يوازي وير او ماتم نه دئ كړى بلكي؛ شهادت ئې د فوز عظيم په نامه ياد كړى او د قرآن په وينا د صحابه وو ستره تمنىٰ دا وه چي د الله په لار كي ئې شهادت په برخه شي. د امام حسين تمنىٰ هم دا وه چي د شهادت لوړ مقام ئې په برخه شي.

: ‏د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ۳ کسان مړه کړي او څلور نور لادرکه دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، وروستیو سېلابونو په مختلفو ولایتونو کې د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي او په سلګونه کورونه يې ویجاړ کړي.

‏یاد وزارت زیاتوي، دغه سېلابونه خوست، پکتیا، لوګر، غزني، میدان وردګ، پروان او کاپیسا ولایتونو کې راوتلي، چې ګڼې کرنیزې ځمکې يې تخریب کړي او د خلکو باغونه يې له منځته وړي دي.

‏بل خوا د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په جلریز، سیداباد او چک ولسوالیو په ګډون ځینو نورو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له کبله خلکو ته پراخ زیانونه اوښتې دي.

: ‏افغانستان په تیرو دوو اونیو کې د دریو، داعش ضد مهمو څیرو د وژل کیدو شاهد و.

د کابل په شیرپور کې د جولای په ۳۱ مه د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو ۸ ورځې وروسته د اگست په ۸ مه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان لوړپوری غړی خالد خراساني او تر دې ۳ ورځې.

‏وروسته د اگست په ۱۱ مه کابل کې دیني عالم او د ا.ا جگپوړی غړی شیخ رحیم الله حقاني ووژل شول.

‏الظواهري د داعش سرسخت مخالف و. شیخ رحیم الله حقاني هم چې پرون  په خپله مدرسه کې د داعش ډلې په ځانمرگي برید کې ژوند له لاسه ورکړ، د داعشي فکر ښکاره مخالف و او په خپلو ویناوو کې یې د دې ډلې پر وړاندې جهاد ضروري بللو.

‏بلخوا خالد خراساني هم د داعش ډلې مخالف و، نوموړي د تحریک طالبان پاکستان اتحاد ساته او داعش سره یې د دې ډلې د غړیو د یوځای کیدو  مخنیوی کاوه. خراساني په ننگرهار کې د افغان طالبانو سره په گډه د داعش خلاف جگړې کې هم برخه لرله.

: ‏د امریکايي پوهنتون پخوانی استرالیايي استاد ” تیموتي ویکس“ نن د جمعې په ورځ له افغانستان څخه د لیدنې په هدف کابل ته راغی او د ا.ا د چارواکو لخوا یې تود هرکلی وشو.

‏تیموتي ویکس چې په ”جبراییل عمر“ هم شهرت لري، په ٢٠١٦ کال کې له کابل څخه تښتول شوی و او څه باندې درې کاله له اسلامي امارت سره بندي و چې وروسته د انس حقاني او دوو نورو کسانو په بدل کې د طالبانو له بند څخه ازاد شو.

: ‏د شیخ رحیم الله حقاني د جنازې لمونځ په جلال اباد ښار کې ادا شو.

نوموړي پرون په خپله مدرسه کې په یوه چاودنه کې ژوند بایلود.

داعش خراسان ډلې پر هغه د برید مسوولیت په غاړه واخیست او ویلي یې دي چې دا برید د خالد لوګري لخوا ترسره شوی دی.

‏شیخ رحیم الله حقاني د نجونو د تعلیم طرفدار و او ویل یې چې اسلام کې د نجونو پر زده کړو ممانعت نشته.

: ‏د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د شیخ هبة الله د حکم پر اساس د سوالګرو او بېوزلو د راټولولو او تثبیت په هدف د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې کمېټه سبا شنبه خپل کار پیلوي.

: ‏عبدالطیف نظری، معین مسلکی وزارت اقتصاد: افغانستان دارای ظرفیت منابع آبی ۲۳۰۰۰ میگاوات، انرژی خورشیدی ۲۲۲۰۰۰ میگاوات و انرژی بادی ۶۷۰۰۰ میگاوات تخمین شده است، ما می‌توانیم فرصت سرمایه‌گذاری در سکتورهای انرژی و آب را فراهم کنیم.

: د افغانستان بانک مسوولان وايي، د نویو بانکنوټونو د چاپ لپاره له بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

د دې بانک د پالیسۍ ریاست لوړپوړی سلاکار زیاتوي، په تخنیکي برخه کې د نویو بانکنوټونو د چاپ په اړه له بنسټونو او هېوادونو سره خبرې شوي او ځینو هېوادونو منلې چې افغانۍ چاپ کړي.

د افغانستان بانک د پالیسۍ ریاست لوړپوړی سلاکار لطف الحق نور پسرلی وايي: «د پیسو چاپ ادارو او هېوادونو سره هوکړې ته رسېدلي یوو او د خپل پلان له مخې تمه لرو چې عملي شي او په خیر سره به له تاسو سره پایلې شریکې کړو

د دې بانک مسوولان زیاتوي، د ظرفیت او ملي ګټو پربنسټ به په بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک اعلان کړی چې د دې بانک د پالیسۍ له مخې یې تر اوسه څه د پاسه ۱۳۰ صرافانو ته د شرکتونو جوازونه صادر کړي دي.

: ‏پنجشېر ـ پوجاوه:

یو کس د کور شپږ غړي او یو معلم ګاونډي وژلی.

ګاونډي یې د کور د شخړې خلاصی کاوه.

: ‏اردوغان: ما در مدت کوتاهی تعداد کتاب‌های موجود در کتابخانه‌های مراکز آموزشی کشورمان را سه برابر کرده و به 70 میلیون جلد رساندیم، تا پایان سال آن را به 100 میلیون جلد خواهیم رساند

: ‏د شمالي کوریا د رهبر خور کیم یوو جونګ:

ورور مې کېم جونګ اون په کرونا اخته شوی او حالت یې ښه نه دی.

هغې تور پورې کړی چې جنوبي کوریا مو هېواد ته په لوی لاس کرونا راګډه کړې ده.

: ‏د مکې مکرمې والي خالد الفیصل:

نوی ۱۷۰ کیلومتره اوږد ښيښه یي ښار (دي لاین سټي) جوړوو او اولنی کور به زه په کې اخلم.

د سمندر له سطحې ۵۰۰ متره جګ دې موډرن ښار کې به ۹ میلیونه وګړي ځای پر ځای شي.

: ‏پاکستان ـ مظفرګړ، عليپور:

د زهرجنو شرابو څښلو له امله ۱۶ تنه مړه شوي، ګڼ نور کسان لا هم خراب وضعیت او روغتون کې دي.

: ‏د ملګرو ملتونو بشرپاله مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) په یوه راپور کې لیکلي، له بې‌‌مخینې مرستو سربېره لا هم افغانان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. اوچا زیاته کړې، اوس‌مهال نږدې ۲۵ مېلیونه کسان له لوږې سره مخ دي او سږکال په افغانستان کې ۹۰۰ زره کاري فرصتونه له منځه تللي.

: ‏له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته القاعده او نورې ترهګرې ډلې بیا راپورته شوي

د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان فرانک مک کینزي وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د دې لامل شوي، چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې په دې هېواد کې بیا راپورته شوي دي.

‏مک کینزي زیاتوي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته اوس د وضعیت څارنه ورته ستونزمنه شوې او کابل کې د القاعده د مشر حضور په دې معنی دی، چې طالبان دې ډلې ته امن ځای ورکړی، څو ځان پیاوړی کړي.

‏بل خوا اسلامي امارت بیا وايي، کابل کې د القاعدې د مشر وژل کېدو ادعا په اړه څېړنې روانې دي، خو د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې چاته اجازه نه ورکوي، ترڅو افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

: ‏وروسته له هغه چې په وزيرستان کې قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې د اګست پر څوارلسمه به په کورونو تور بيرغونه لګوي او هر چا چې د پاکستان بيرغ نصب کړ، نو کور ته به يې اور اچول کېږي، تازه په ټول وزيرستان کې د تورو بيرغونو لګولو کمپاين پيل شو. همداراز ، له تېرې يوې مياشتې ‏…راهيسې په وزيرستان کې د پښتنو د هدفي وژنو خلاف اعتراضونه روان دي.

: ‏ایراني چارواکي وایي د اسلامي امارت چارواکو ورسره منلې چې د  هلمند له سینده به د ایران د اوبو حق ورکړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، کابل ته د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان په مشرۍ پلاوي د وروستي سفر پر مهال موافقه شوې چې ایران ته به د هلمند له سینده حقابه ورکړل شي.

‏اسلامي امارت رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک