No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د هوا پېژندنې اداره:

سبا یکشنبه بدخشان، نورستان، کونرړ، لغمان ، ننگرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بغلان، کابل، بامیان، دایکندي ، وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان او کندهار کې د باران او سیلابونو احتمال شته.

وایي، هرات، فراه او نیمروز کې به بادونه هم راوالوځي.

: ‏مېرمن رؤفه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د اسلامي امارت لومړنۍ شهیده وګڼل شوه.

کورنیو چارو وزارت وايي، چې ددې وزارت سرپرست سراج الدین حقاني نوموړې ته د اعزازي رتبې د ورکړې سربېره هغه د اسلامي امارت لومړنۍ شهیده وګڼله.

‏مېرمن رؤفې څو ورځې وړاندې د کابل ښار د درېیمې حوزې کارته سخي سیمه کې د داعشیانو پر یوه کور د عملیاتو پر مهال خپل ژوند بایلود.

: ‏د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې د قوش‌تېپې کانال پروژې چارې به له ټاکل شوې مودې وړاندې بشپړې شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،

 چې ددې کانال د چارو په بشپړېدو سره به ۵۸۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

: ‏کابل کې نن شنبه یو شمېر ښځینه فعالانو د ( ډوډۍ، کار او ازادۍ) د شعارونو

 په ورکولو سره لاریون وکړ او د عدالت غوښتنه یې کوله.

دوی وايي، چې امنیتي ځواکونو د لاریون مخه ونیوله او په هوايي ډزو سره یې هغوی پرېنښودې چې خپل لاریون ته ادامه ورکړي.

‏په ورته مهال ددې لاریون په ترڅ کې د یو شمېر خبریالانو د وهل او ډبول کېدو او ځینو نورو د نیول کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

: ‏د کابل ښار ۱۳مې ناحیې اړوند په برچي کې نن تر غرمې وړاندې یوې چاودنې د ۲ امنیتي سرتېرو په ګډون ۴ تنه برسېرن ټپیان کړي دي.

د سیمې امنیتي مسوولان وايي، چاودنه د برښنايي پېژندپاڼو د وېش یوه مرکز مخې ته په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې.

: ‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هېواد په ځینو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله هېوادوالو ته د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او خپل د ډاډګېرنې او تسلیت مراتب يې ورته وړاندې کړي.

‏ملا برادر د زیانمنو شویو هېوادوالو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او اړوندو ادارو ته يې امر کړی، چې له زیانمنو شویو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې افغانستان ته د هندوستان د ډپيلوماټانو له استولو هرکلی کړی دی.

له دې مخکې هندي رسنیو رپوټ ورکړی دغه هېواد په پام کې لري چې په کابل کې د خپل سفارت فعالیتونه پراخ کړي.

: ‏د امر بالمعروف نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغه وزارت یوې غونډه کې وویل چارواکي مکلف دي چې خلک په زور له منکراتو منع کړي.

هغه له علماوو وغوښتل چې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه خلک غوښتنه لري چې اصلاحات لومړی د ا.ا له غړو پیل شي.

: ‏سفیر افغانستان در پاکستان در پیامی گفته است که امارت اسلامی از منافع بزرگ دو کشور حمایت می‌کند و تلاش‌ دارد همکاری‌های نزدیک در بخش تجارت، آموزش، صحت و فرهنگ را فراهم کند.

: ‏په هېواد کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي اندېښنې پارولې دي. په هېواد کې روغتیايي ادارې وایي چې په وروستیو کې دوی ته د هغو مراجعینو شمېره لوړه شوې چې په ترافیکي پېښو کې زیانمن شوي دي.

: ‏سېلابونو لوګر کې درې ښځې او دوه ماشومان وژلي.

پکتیا کې یې لږ تر لږه د ۲۰۰ کورونو د تخریب راپور راغلی.

د میدان وردګو خلک وایي، سیلاب هر څه ترې یوړل لا یې هم چا پاڼه نه ده اړولې.

: به گزارش خبرگزاری رسمی عربستان سعودی «واس»، نیروهای مسلح این کشور و آمریکا رزمایش مشترک با نام «خشم شدید 22» در استان ینبع در سواحل دریای سرخ آغاز کردند.

بر این اساس، هدف از این رزمایش تقویت مشارکت بین نیروهای عربستان و آمریکا به منظور اجرای طرح‌های دوجانبه بوده و یک ماه ادامه خواهد یافت.

گفتنی است برگزاری رزمایش نظامی میان کشورهای عربی-عربی یا عربی-غربی در منطقه افزایش یافته است.

: ‏ګارډین ورځپاڼه:

د کابل سقوط د یو نظام سقوط نه بلکې د یو ملت د لیدلي خواږه خوب نسکورېدل وو.

: ‏امریکایي سناتور جیم ریش:

په کومه ګډوډۍ چې مو افغانستان پریښود، له هغې وروسته راته نړۍ د باوري متحد په توګه نه راګوري.

: د برېتانیا حکومت وايي په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲۱ زره کسان له افغانستانه دې هېواد ته لېږدول شوي دي. په یوه بیان کې چې پرون د برېتانیا حکومت خپور کړ راغلي دي چې په تېر یو کال کې د دې هېواد یو شمېر وګړي له خپلو کورنیو سره او زرګونه نور افغانان برېتانیا ته راويستل شوي دي. بیان زیاتوي چې د تېر کال له دوبي راهیسې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې په افغانستان کې یې له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی و، دې هېواد ته لېږدول شوي دي. له دې مخکې د متحده عربي اماراتو چاپ نېشنل ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې برېتانیا د دې افغانانو د استوګنې لپاره په ورځ کې تر یو میلیون پونډو پورې د هوټلونو کرایه پرې کوي.

: ‏د قزاقستان په پلازمېنه کې د نور سلطان جومات په نوم د منځنۍ اسیا تر ټولو لوی جومات پرانیستل شو. دغه جومات چې په څه باندې ۶۸ زره مربع متره ځمکه کې جوړ شوی د منځنۍ اسیا تر ټولو لوی او د نړۍ له لسو لویو جوماتونو څخه یو دی.

: ‏د امريکا فدرالي پوليسو په فلوريډا کې د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کور کې د اسنادو يوولس کڅوړې موندلې دي چې ان په لوړه کچه محرم اسناد هم پکې شامل دي.

: ‏واشنګټن پوسټ یوه مقاله کې افغانستان کې روان وضعیت او د سقوط یو کلنۍ ته کتنه کړې. ورځپاڼه وايي افغانستان کې پراخ فساد، د ولسمشر غني د حکومت کمکارۍ او خوړینتوب، انارشي او خپلسري او تر څنګ یې له نړیوالو سره کمزوری تعامل د پخواني حکومت د سقوط اصلي لاملونه وو.

: ‏دفتر هماهنگی کمک‌های بشری سازمان ملل متحد می‌گوید که در حال حاضر نزدیک به ۲۵ میلیون تن در افغانستان در فقر زنده‌گی می‌کنند و ممکن است امسال ۹۰۰ هزار فرصت کاری دیگر در بازار کار از بین بروند.

: ‏صندوق حمایت از کودکان سازمان ملل متحد در تویتی گفته است که از ماه آگست سال ۲۰۲۱ تاکنون این نهاد به ۱۳۵ هزار تن در افغانستان کمک پول نقد فراهم کرده است.

: ‏د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) په یوې اعلامیه کې ویلي، له افغانستان سره يې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت درې بستې مرسته اعلان کړې.

‏په اعلامیه کې راغلي، د دغې مرستې له ډلې ۸۰ میلیونه ډالره له سخت غذايي کمښت سره د مخ افغانانو لاسنیوي، ۴۰ میلیونه ډالره د افغان نجونو او هلکانو د زده کړو او ۳۰ میلیونه ډالره د افغان ښځو پیاوړتیا او ځواکمنتیا برخو کې اعلان شوې دي.

: ‏د بریتانیا دفاع وزیر « بین والیس» په افغانستان کې د خپل شل کلن ماموریت پر ناکامېدو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې په دې هېواد کې د وژل شوو بریتانیايي سرتېرو کورنیو ته بې ځوابه دی.

‏نوموړي ډېلي مېل ورځپاڼې ته ویلي، چې افغانان یې یوازې پرېښودل او پر لویدیځو هېوادونو یې هم نیوکه کړې چې که افغانستان کې یې پاتې کېدل نه غوښتل نو ولې یې خپل سرتېري شل کاله هغلته وجنګول.

: ‏د بې پولې خبریالانو ټولنې په یوه تازه راپور کې ویلي، د ا.ا له واک ته رسېدو راهیسې په تېر یوه کال کې هېواد کې ۲۱۹ رسنۍ بندې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، دې موده کې ګڼ خبریالان وزګار شوي، چې ډېره برخه يې ښځینه خبریالانې دي او یوازې په سلو کې ۷۶ سلنه خپلو دندې له لاسه ورکړي دي.

: ‏هند په کابل کې خپل سفارت ته د ډیپلوماتانو یو ټیم استولی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي چې دې هیواد په کابل کې د هند سفارت ته له سفیر پرته نور ټول کارکوونکي لیږلي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک