د حیا او پاک لمنۍ اهمیت
را ليږونکی: مؤحد
الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا او په فطري ښېګنو یې ښایسته کړ. له دې ښېګنو څخه یوه یې شرم او حیاء ده. له شرعي نقطه نظره شرم او حیا هغه صفت ته ویل کیږي چې انسان له قبیحو (بدو) او ناخوښو کارونو پرهیز او لیري کوي. د اسلام سپېڅلي دي د حیا اهمیت ددې لپاره روښانه کړی دی تر څو مؤمن باحیا او په ټولنه کې د امن او سکون د خپراوي ذریعه وګرځي. رسول الله ﷺ یو ځل کوم انصاري ولید چې خپل ورور ته د ډیري زیاتي حیا او شرم د نه کولو وايي، رسول الله ﷺ چې واورېدل ورته وې فرمایل:
(دعه، فإن الحياء من الإيمان) [متفق علیه – مشکوة باب الرفق و الحیاء]
( دی پرېږده، یقینا حیا د ایمان برخه ده )
په یوه بل حدیث کې رسول الله ﷺ فرمايي:
(الْحَيَاءُ لاَ يَأْتِي إِلاَّ بِخَيْرٍ) [متفق علیه – مشکوة]
(حیا نه راځي مګر په خیر سره)
ګویا انسان چې څومره باحیا کیږي هغومره په ده کې خیر زیاتیږي. حیا له هغو صفاتو څخه ده چې انسان د جنت برخمن ګرځوي، رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
(الحياء مِن الإيمان، والإيمان في الجنَّة، والبَذَاء مِن الجَفَاء، والجَفَاء في النَّار) [رواه احمد و الترمذي – مشکوة ۴۳۱]
(حیا د ایمان برخه ده او ایمان جنت ته د تګ سبب ګرځي او بې حیايي جفا ده او جفا جهنم ته د تګ سبب ګرځي)
د حیا له وجې د انسان په قول ( خبرو ) او فعل کې ښایست او جمال پيدا کیږي، لهذا باحیا انسان د خلکو په نظر کې هم ښکلی او جذاب ښکاري او د الله تعالی په نزد هم مقبول وي. ددې خبرې ثبوت په قرانکریم کې هم پیدا کولی شو. د شعیب علیه السلام لور ( صفوراء ) چې کله د موسی علیه السلام رابللو ته راغله، نو د هغې په تګ او رفتار کې ډیره میانه روي او ښه والی وو، الله تعالی ددې همدا حیاء او شرم دومره خوښ شو چې حتی په قرانکریم کې یې د هغه یادونه وکړه، الله تعالی فرمايي:
(فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ) [سورة القصص : ۲۵]
(پس راغله دغه ( موسی ) ته یوه له دواړو، چې تګ یې کاوه په حیاء سره)
د فکر وړ ده چې د باحیا انسان تګ او خبرې الله تعالی ته دومره خوښ دي، نو ددې کس نور کردار به یې څومره خوښ او مقبول وي. لهذا که څوک د حیا په څېر لوي نعمت څخه محروم شي، هغه په حقیقت کې له یوې لويي حصې محرومه پاته شو. له داسي کس څخه د خیر توقع او امید هسي فضول کار دی.
رسول الله ﷺ فرمايي:
(إذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْت) [رواه البخاري – مشکوة ۴۳۱]
(کله چې حیا نه کوې، نور څه چې غواړې کوه یې)
له دې حدیثه معلومیږي چې بې حیا انسان د هیڅ اخلاقي قید او ضابطې پابند نه دی او ژوند یې د بې پړي او بې مهاره اوښ په څیر ده. حیا د انسان ژوند سپېڅلی او پال لمنی کوي ، بلکي داسي ویل پکار دي چې حیا او پاک لمني لازم او ملزوم دي او یو له بله نه جلا کیږي.
په لاندي بحث کې د همدې خبرې تشریح راروانه ده.
حیا او پاک لمني د قرانکریم له نظره:
۱- د لوی اجر وعده :
(۱) – الله تعالی فرمايي:
(وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (35))[سورة الاحزاب : ۳۵ ]
(او حفاظت کوونکي سړي د خپلو شرمګاوو (له ښځو) او حفاظت کوونکي ښځي ( د خپلو شرمګاوو له سړیو) او ذکر کوي کوونکي سړي الله لره ( په ذکر ) ډیر او ذکر کوونکي ښځي (الله لره په ذکر ډیر)، تیار کړي دي الله دغو ته مغفرت او اجر ډیر لوی (جنت ) )
په دې ایت کې په څومره وضاحت دا خبره بیان شوې چې د پاک لمني سره یو ځای په الهي یاد ژوند تېرونکو خلکو ته الله تعالی مغفرت او لوی اجر تیار کړی دی. له ثواب او اجر څخه مراد د دنیا برکتونه او د آخرت نعمتونه دي او له مغفرت څخه مراد دا دی چې د پاک لمن کس څخه کېدونکي نورې غلطۍ او کمۍ الله تعالی ډیر ژر ورته بښي. دا خبره ښکاره ده چې کوم طالب پخپلو درسونو کې لایق او زیار ایستونکی وي، استاد د هغه نورو کمیو ته دومره نظر نه کوي. د اجر سره د لوی لفظ راوړل دا ښيي چې د پاک لمنۍ انعام او بدله له عام معمول څخه ډیر لویه ده، هسي هم دا قانون دی لوی خلک چې کوم شي ته لوی ووايي، هغه یقیني ډیر لوی وي. دلته خو د کائناتو پالونکي د پاک لمنۍ انعام ته لوی ویلی دی، نو واقعا دا بدله ډیره لویه ده. د مبارکۍ لایق دي هغه نیکبخته هستۍ چې د پاک لمنه ژوند په تیرولو ددې لوی اجر مستحق ګرځي.
هنيئًا لأرباب النعيم نعيمهم
( د نعمت خاوندانو ته دي ددوی نعمت مبارک وي)
۲- د کاملې کامیابۍ زیری:.
کاپي