No-IMG

د لوړو زده کړو د ښاغلي وزیر صاحب د پام وړ - څلورمه او آخرینی برخه

ګرانه او قدرمنه وزیر صاحب!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

غواړم لاندې ټکي د ستاسې قدرمن حضور ته وړاندې کړم.

د درېیمې برخې په ادامه ...

۱۱- د انګلستان په پوهنتونو کې یو مضمون په لاندې توګه تدریس کیږي.

الف - شاګردانو ته په لومړۍ ورځ د مضمون درسي پروګرام، د استاد د دفتر د تلفون نمره، د اطاق نمره، او برېښنالیک په لیکلي توګه ورکول کیږي، چې د اړتیا په وخت کې له استاد سره اړیکه ونیسي.

استاد درسي پروګرام، د مضمون د منل شوو تعلیمي موادو مطابق جوړوي، او بیا د مضمون ټول مواد شاګردانو ته تدریس کوي.

درسي ساعت ۴۵ دقیقې دی، او زیاتره مضامین لکچر، توتوریل، او لابراتوار لري. په لکچر کې، استاد مهم ټکي بیانوي، او په توتوریل کې د هغوی تمرین کوي، او په لابراتوار کې هغه په عملي توګه سرته رسوي.

هېره د نه وي، چې استادان خپل درسي مواد حد اقل یوه ورځ وړاندې شاګردانو ته په کمپیوتري صفحو کې اچوي. هغه شاګردان د استاد له لکچر څخه ښه ګټه پورته کولای شي، چې هغوی د استاد درسي مواد، د لکچر څخه وړاندې ښه لوستلي وي.

ب- ځینې استادان د پخوانیو امتحانو سوالونه او حل، د شاګردانو د تمرین دپاره د کمپیوتر په صفحه کې اچوي. د پخوانیو امتحانو سوالونه د شاګردانو د تمرین د پاره بهترین سوالونه کېدای شي.

کله چې امتحانونه را نیږدې شي، نو بیا استادان د خپلو مضمونو یو لنډ تکرار کوي، او شاګردان باید پدغه تکرار کې حتمي برخه واخلي، ځکه چې ډیر امکان لري، چې استادان هغو ټکو ته په غیر مستقیم اشاره وکړي، چې هغه د راتلونکي امتحان سره تړاو ولري.

ج- د امتحان پارچو ته د مضمون د استاد پذریعه نمرې ورکول کیږي، او بیا ځینې پارچې د نمونې په ډول د دویم استاد پذریعه هم کتل کیږي. دویم استاد کولای شي، چې د حقایقو په رڼا کې د شاګردانو نمرې یا کمې، یا زیاتې، او یا هغه په خپل ځای پریږدي. د نمرو د کموالي او زیاتوالي په حالت کې باید دواړه استادان پوره قناعت سره وکړي، او دواړه امضاء وکړي.

که چېرې دواړه استادان موافقې ته سره ونه رسېدل، نو بیا درېیم استاد هغه پارچې ګوري، او خپل آخرینی نظر وړاندې کوي. کله چې د امتحان پارچې د استادانو په لاس امضاء شوې، نو هغه بیا خارجي استادان هم ګوري. د خارجی استادانو د موافقې او قناعت څخه وروسته دغه د شاګرد آخري نمرې ګڼل کیږي.

د پورتنیو مراحلو څخه وروسته، بیا شاګردانو ته نمرې اعلانیږي.

که چېرې کوم شاګرد له خپلو نمرو څخه راضي نه وي، هغه حق لري چې د خپلو نمرو تجدید نظر وغواړي، او د هغه دپاره بیا یو هیٔت ټاکل کیږي، چې هغه یو ځل بیا په غور سره وکتل شي.

 

د پام وړ ټکي:

الف - استادان باید د شاګردانو د امتحان پارچې په ډېر غور سره وګوري، او هغه ته واقعي نمرې ورکړي، ځکه چې همدغه نمرې دي، چې د یوه شاګرد آینده تعینوي.

ب - استاد د عادل قاضی په شان باید خپل مسٔولیت په صداقت سره اجراء کړي. هیڅکله به یو شاګرد خپلې نمرې چاته ونه بښي، نو قدرمن استادان باید خپله وظیفه په صداقت او ایماندارۍ سره، سرته ورسوي، او هیڅ نوعه بې غوري ونکړي. محترم استادان باید پوه شي چې د دوی مقام لکه چې څومره لوړ دی، هغومره د دوی مسٔولیت هم ورسره زیات دی. استادان باید د یوه ملت په حیاتي سرمایه، یعنې شاګردانو لوبې ونکړي، او د هغوی په تعلیم، او تربیه کې خپل مسٔولیت په ښه توګه اجراء کړي. هغه استادان چې استادي نشي کولای، هغوی باید بل کار پیدا کړي، او استادي پخپله خوښه پریږدي.

هېره د نه وي، چې د وخت د واکمنو مسئولیت دی، چې د استادانو حقوق په ښه احترامانه توګه اداء کړي، او بیا له دوی څخه همغه لازم کار هم واخلي.

همدارنګه، شاګردان هم باید خپل مسٔولیتونه په جدي توګه په پام کې ونیسي، او خپل درسونه په ښه توګه زده کړي.

شاګردان باید له استاده د هغو ټکو پوښتنه وکړي، چې دوی پکې مشکل لري. شاګردان باید په سوال کولو ونه شرمیږي، او په موضوع ځان ښه پوه کړي. ځینې شاګردان خپل طلایی وخت بې ځایه ضایع کوي، صنف ته نه ځي، او یا که ځي هم، د وخت څخه سمه ګټه نه پورته کوي.

که خدای مکړه، د یوه ملک تعلیمي نظام یوځل ړنګ او ګډوډ شو، هغه بیا په آسانۍ سره نه جوړېږي. نو د استادانو دپاره لازمه ده، چې د وطن د ځوان نسل د تعلیم او تربیې په برخه کې بې غوري ونکړي. که څوک د تاسې په قدر نه پوهېږي، او تاسې ته توجه نکوي، او د ستاسې مسلک ته اهمیت نه ورکوي، نو په یاد ولرئ چې الله(ج) به تاسې ته ډېر اجرونه درکړي.

په پای کې یوځل بیا دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

والسلام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک