No-IMG

نن د الجزاير د سحرا کيسي درته لرم

بختيار صافی

 

دا تيري دوه ورځي مي د تيندوف ولايت چي د الجزاير په جنوب غرب کي موقيعت لري د سحراوي مهاجرو سره په يو ګرمه خړه پړه سحرا کي تيري کړي. عجيبي کيسي يي راته وکړي. بعضو کيسو يي احساساتي کړم حتي ومي ژړل، خپل مهاجرت يي را په ياد کړو، نورو يي خوشحاله کړم چي په نړي کي اوس هم ريښتيني او په انسانيت مئين خلک شته.

په دي کمپ کي دوه (۲) کاره حتمي دي:

۱- تعليم د انجنو او هلکانو لپاره حتمي دي. که چيري يوه کورني خپل بچي ښونځي ته پري نږدي نو کمپ مشران کور يا خيمه ته ورځي او والدين يي مجبوره کوي چي خپل بچي ښونځي ته وليږي. بعضي ښونځي يي اوس هم تعمير نلري خو زده کونکي بايد ښونځي ته ولاړ شي او سبق وه وايي. کتابونه يي په A4 ورقو کي پرينت شوي او زده کونکي يي بايد حتي سره شريک کړي خو سبق بايد پرته د کوم شکايته وه وايي. د ۸۰ فيصدو زيات ښونکو يي بهر کي تعليم کړي او وس د خپلو خلکو لپاره په د سوزيدونکي کمپ کي د سبق ورکولو په مقصد راستانه شوي.

۲-هيڅوک به په لوږه نه ويده کيږي. داسي موافقه يي سره کړي چي د يو بل بايد خبر وه اوسي او که چيري يو څوک کور کي څه د خوراک لپاره نلري نو ګاونډي، د بلاک يا د کمپ مشر مسؤل دي چي بايد ورته ډوډي پيدا کړي. لاس نيول عيب بلل کيږي او د کمپ مسؤلين پري ګرم بلل کيږي نو چيرته هم ټولګر په کي نه وه.

***

نو اوس به لنډي کيسو ته راشم خو په حوصله يي ولولي املا او انشاء پسي مه ګرځي په تيلفون کي مي ليکلي:

***

يو مشر چي شايد عمر يي د ۵۵ کلو وو کيسه کوله چي ۴۶ کاله کيږي چي په دي سوزونکي خړه پړه دښته او کمپ کي اوسيږي. لمړني تعليم يي په کمپ کي کړي او عالي تعليم يي بهر کي کړي خو د تعهد له مخي بيرته راستون شوي او په يو ښونځي کي ښونکي دي. ويل يي چي غواړم تعليم په ميراث پريږدم.

ما ورته ويل "چي حاجي، صحت غم د څنګه کوي او ايا دا د ښونکي معاش درته کافي دي؟"

ويل يي چي "څه چي مي د خلکو حال وي زما د هم وي. ۷۰ ډالره مي معاش دي او د کمپ په کلنيک کي خپل تداوي کوم. که چيري بهر ولاړ شم د زده کونکو د تعليم تشويش به مي نور هم مريض کړي. همدا وران ښونځي کي چي هره ورز دي ناستو ماشومانو ته سبق ښايم يوه يوه ورز مي په ژوند کي اضافه کيږي."

ٰ***

يو بل مشر چي عمر يي شايد ۴۵ کاله وه او په يو بل ښونځي کي ورسره مخامخ شو کيسه کوله چي: په اسپانيا کي يي ماستري کړي او د همغه ځاي پاسپورت هم لري خو د خپل کورني سره يو ځاي په د ګرمه سحرا کي ښونکي دي. د مياشتي ۵۰ ډالر معاش اخلي چي د (ايله د وچي ډوډي او چاي پري کيږي) خو قناعت يي حاصل دي ځکه د هغي په وينا چي د ژوند کولو هدف مهم دي کنه آرامه ژوند به يي په اسپانيا کي تير کړي وي.

***

يو ځوان ډاکتر چي کيوبا کي يي طب لوستلي او په کمپ کي د يو کلينک مشر دي کيسه کوله: چي معاش يي يوازي ۱۰۰ ډالره دي خو د ژوند مقصد يي د خپلو خلکو په منځ کي اوسيدل دي او د هغوي تداوي کول دي. ويل يي چي د کورني سره په يو زوړ کور کي ژوند کوي، شپه او ورز د کلينک کارونه پر مخ وړي. ويل يي چي کله چي خوار ماشومان تداوي کوي او بيا هغوي وزن اخلي نو دا هم ورسره د خوشحالي نه وزن اخلي. ډير د خپله کاره خوشحاله وو.

***

يوي جنوکالژيسته ډاکتري چي لوړ تحصيلات يي بهر  کي کړي وه وي چي د خاوند او بچو سره د يو کلينک تر څنګ اوسيږي. د مياشتي ۷۰ ډالره يي معاش دي هغه هم هره مياشت نه وي. د بل هيواد پاسپورت هم لرم خو د خپلو خلکو صحت راته مهم دي. ويل يي چي کله چي کوچني وه مور يي د ښځينه تکليفونو د لاسه په همدي کمپ کي په حق رسيدلي وه، نو هغه وخت يي هوډ کړي وه چي زه به په د کمپ کي د ښځو د ژوند د ژغورلو سبب ګرځم. ويل يي چي کله تداوي کوي مور يي مخ ته مخ کيږي او فکر کوي چي مور يي پري افتخار کوي چي ارامه ژوند يي پريښي او کمپ ته را ستانه شوي.

****

په اخير کي د يو ځوان چي ماستري يي په اسپانيا کي کړي وه او د غرمي ميلمستيا يي هم کړي وه د يو دوه ساعتو لپار تم شوم. ما چي يي سخاوت په هغه زوړ کور کي وليدله نو ما ورته وه ويل چي ته حاتم طائي يي - کيسي يي هم کولي او سحراوي چاي يي هم دم په دم جوړولو. ډير مهربان ، سخي او په خپلو خلکو مئين کس وه.

راته يي ويل چي زمونږ د کمپ ۸۵ فيصده پيغلي او ځوانان د تعليم نه بعد بيرته همدي کمپ ته راستانه کيږي تر څو خپل خلکو تر څنګ وه وسيږي او خدمت وکړي. ويل يي چي "نړي ته يتيم پيدا شوم او زما همزولي هم زياتي زياتي يتيمان دي. خو ميندو راته د پلار کيسي کړي چي د کوم هدف لپاره يي ځانونه قرباني کړي وه. نو زمونږ تربيت داسي شوي چي مونږ ته بغير د دي ژونده چي د خلکو خدمت دي په دي خړه پړه دښته کي او په دي کمپ کي نور هيڅ شي اهميت نلري."

د سبق او عبرت ډکي دوه ورځي مي ورسره تيري کړي. همدا اوس چي دا ليکم دوي مي مخي ته ولاړ دي او وايم کاش چي مونږ هم ۱۰ فيصده د دوي پشان وي. ايا کوم افغان مشر يا کشر به خپل آرام ژوند پريږدي تر څو د يو کلي په ښونځي کي ماشومانو ته سبق وه وايي؟؟؟؟ ناکامورا نه ښايم هغه جاپاني وه، افغان ښايم چي ټوله ورز د شکايته بل کار نلري. نه - نه نشته زما په شمول دغه يو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک