No-IMG

حکمتيار: اردو او څرنگوالى ئې په اړه به ملي اجماع او شورىٰ پرېكړه كوي

خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 18 سنبله 1401)

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يَا دَاوُدُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ 26  ص 26

صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايلي:

اې داؤده! يقيناً چي ته مو په زمكي كي خليفه گمارلى يې، نو د خلكو ترمنځ په حقه پرېكړه كوه، د هوىٰ او هوس متابعت مه كوه چي د الله له لاري به دي تېرباسي، يقيناً هغه چي د الله له لاري منحرف شي په دې سبب دوى ته سخت عذاب (ټاكل شوى) دئ چي د حساب ورځ ئې هېره كړې.

په دې مبارك آيت كي داؤد عليه السلام ته د الله تعالىٰ د لارښونو يوه مهمه او ځلانده لارښوونه د قرآن د هر مخاطب په وړاندي ايښودل شوي:

هغه ته ئې ويلي وو: اې داؤده! يقيناً چي ته مو په زمكي كي خليفه گمارلى يې، نو د خلكو تر منځ په حقه پرېكړه كوه، د هوىٰ او هوس متابعت مه كوه چي د الله له لاري به دي تېرباسي، يقيناً هغه چي د الله له لاري كاږه شي په دې سبب به ئې سخت عذاب په برخه شي چي د حساب ورځ ئې هېره كړې، يعنې د حساب ورځ ئې هېره كړې له همدې كبله له سمي لاري منحرف شوي او په الٰهي عذاب اخته شوي.

دا برخه په اصل كي له هغه وروسته راغلې چي قرآن ويلي: الله تعالىٰ هغه ته مضبوط حكومت، پوهه او حكمت وركړى وو؛ داسي چي د پېچلو شخړو او منازعاتو د عادلانه او حكيمانه حل و فصل استعداد ئې ورپه برخه كړى وو.

د دې عادلانه قضاوت يوه بېلگه ئې دا وه چي الله تعالىٰ دوه فرشتې د دوو مدعيانو په بڼه كي ورولېږلې، له دېواله هغه ځاى ته ورواوښتلې چي داؤد عليه السلام به په كي د زبور په تلاوت او عبادت مصروف وو؛ د دوى له ناڅاپي راتگ ووېرېدو؛ هغوى ورته وويل: مه وېرېږه؛ موږ د يوې شخړي د حل و فصل لپاره درته راغلي يو؛ يوه ئې وويل: دا نه نوي مېږي لري او زه يوه؛ په زور سره غواړي دا هم رانه واخلي؛ ته زموږ تر منځ عادلانه او سمه پرېكړه وكړه او سمه لار راوښيه؛ هغه له دې مخكي چي د دوهم كس دلائل واوري او بيا فيصله وكړي؛ د مدعي د دعوىٰ له مخي ئې پرېكړه وكړه او وئې ويل: ده درباندي تيرى كړى؛ خو د دغي خبري له كولو سره سم او متصل متوجه شو چي غلطي ئې وكړه؛ د عادلانه قضاوت تقاضىٰ دا وه چي د مدعى عليه دلائل مي هم اورېدلي وى او بيا مي قضاوت كړى وى؛ له الله تعالىٰ ئې بخښنه وغوښته او په سجده پرېوت!!

قرآن په دې لارښووني سره نه يوازي د داؤد عليه السلام ستر شخصيت موږ ته معرفي كوي بلكي موږ ته د دې لارښوونه هم كوي چي عادل او له الله تعالىٰ وېرېدونكى قاضي بايد هغه وخت هم يوازي د مدعي د وينا له مخي پرېكړه ونه كړي چي په سلو كي نه نوي ځان په حقه گڼي او بل ملامت او پړ ثابتوي، بايد په سړه سينه د بل دلائل هم واوري او په پاى كي قضاوت وكړي.

دې ته مو بايد پام وي چي د داؤد عليه السلام په اړه دا وينا په حقيقت كي د بايبل د هغي دروغجني ادعاء په رد كي راغلې چي هغه ئې په دې تورن كړى چي گواكي نه نوي مېرمني ئې درلودې او سلمه ئې هم وكړه؛ خو دا سلمه د يوه مخلص جنگيالي مېرمن وه؛ ده د خپل قصر له بامه هغه د خپل كور په تشناب كي بربنډه ليدلې وه او زړه ئې پرې بايللى وو؛ دا جنگيالى ئې د جنگ داسي كرښي ته ولېږو چي ووژل شي او مېرمن ئې ده ته په لاس ورشي!! ښه به وي چي دا دروغجنه قصه په بايبل د قرآن په رڼا كتاب كي وگورئ، بايبل تر دې عنوان (داؤد او بتشبع) لاندي د داؤد عليه السلام په اړه داسي څه ليكلي چي هغه د يوه دروند پيغمبر په توگه نه؛ بلكي (نعوذ بالله) د يوه عياش پاچا په څېر انځوروي.

بايبل د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام په اړه دې ته ورته تورونه لگولي؛ د پيغمبرانو عليهم السلام په اړه د بايبل له دې تورونو او د هر يوه په ضد د داسي كركجني ژبي له كارولو معلومېږي چي بايبل د روميانو له لوري او د داسي چا په لاس ليكل شوى چي هم د مسيحيت دښمن وو او هم د يهودانو.

وروڼو خوېندو!

په تېري اونۍ كي د گڼ شمېر امنيتي پېښو شاهد وو؛ تر ټولو ستره ئې د هرات گازرگاه جومات مخي ته د انتحاري چاودني په ترڅ كي د شهيد مولوى مجيب الرحمن انصاري په شمول د اتلسو لمونځ كوونكو وژنه او د ډېرو نورو ژوبله وه؛ ټول اسلام ته ژمن افغانان په دې ستري دردناكي پېښي ځورېدلي، د مرحوم انصاري شهادت ئې ستره ضائعه گڼلې او له حكومت ئې غوښتي چي جنايتكاران ونيسي او داسي ئې مجازات كړي چي د نورو لپاره د پند او عبرت سبب شي. دښمنان هغه شخصيتونه په نښه كوي چي ولس پرې راغونډېږي؛ ملت ته سمه لار او دوست او دښمن ورښيي

د پرديپالو مفسدينو او بغاوتگرانو ځينو پرېوتو څېرو او وياندويانو د هرات په خونړۍ پېښي او د مرحوم مولوي انصاري شمول د گڼ شمېر افغانانو په ترور او وژل كېدو؛ دومره  سپك موقف او پرېوتې لهجه كارولې او پر حادثې ئې خوشحالي څرگنده كړې چي ښيي دوى د دنائت د ژوري كندي په تل كي پراته دي؛ حتىّٰ يوه بل ته ئې مباركې ويلې!!

دوهمه امنيتي پېښه په كابل كي د روسيې سفارت مخي ته او د وېزو لپاره راغونډ شوو افغانانو په منځ كي وحشيانه چاودنه وه؛ يقيناً چي دا د هغو كار دئ چي نه يوازي د پرديو د گټو او موخو لپاره په داسي جناياتو لاس پوري كوي چي مظلوم افغانان ئې قربانيان وي؛ بلكي غواړي د رقيبو هېوادونو جنگي رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي او يوه بله نيابتي جگړه پر افغانانو تحميل كړي.

وروڼو خوېندو!

دا هېواد؛ افغانستان د نږدې څلوېښت مليون افغانانو گډ وطن دئ؛ د خپلو وينو په بيع ئې ساتلى، د هر يرغلگر په وړاندي ئې د دې هېواد له زمكي، پولو، ارزښتونو او خپلواكي دفاع كړې؛ دوى د دې هېواد اصلي مدافعين او د ټولو شتمنيو ئې اصلي خاوندان دي؛ د دې هېواد په اړه هر تصميم كي بايد دوى شريك وي؛ په يوه هېواد كي امن او عدل يوازي هغه مهال تأمينېدى شي چي:

حكام ئې د اهليت له مخي او د ولس په خوښه غوره شوي وي.

د عدالت ضامن قانون ولري او ټول ولس؛ حاكم او محكوم؛ متبوع او تابع ورته منقاد وي.

د ټولو ملي مسائلو، شتمنيو او ارزښتونو په اړه هر تصميم بايد د ملت په مشوره وي؛ هيڅوك حق ونه لري په هغو مواردو كي چي په ټول ملت پوري مربوط وي؛ په يوازي سر او د ملت له مشورې او موافقې پرته تصميم ونيسي.

د هېواد دوست او دښمن؛ كه دا كورنى وي او كه بهرنى؛ بايد د ملت په مشوره او موافقه وټاكل شي؛ نه د اشخاصو، ډلو او حكامو په خوښه او مرضي؛ كه داسي نه وي نو مخكنۍ تجربې به بيا بيا تكرارېږي چي يوې ډلي هېواد په شوروي اتحاد وپلورلو او بلي ئې په متحده ايالاتو

د هغو مسائلو څو مثالونه وړاندي كوم چي د پرېكړي واك ئې ملت ته سپارل شوى:

اوبه زموږ تر ټولو ستره ملي شتمني ده؛ په داخل كي ئې د وېښ او بهر ته ئې د تگ په اړه بايد هر تصميم د ملت په خوښه او مشوره او موافقه وي؛ په دې اړه هيڅوك؛ حق نه لري په يوازي سر پرېكړه وكړي.

اسلام د ټولني زعيم او حاكم د خليفه په نامه ياد كړى؛ پوښتنه دا ده چي هغه د چا خليفه دئ؟ ځواب ئې دا دئ چي دى د هغه ولس خليفه دئ چي هغوى خپل وكيل او خليفه ټاكلى؛ او په خپله خوښه ئې له هغه سره مشروط بيعت كړى؛ مشروط په دې چي دى به د الله و د هغه د پيغمبر له لارښوونو سره سم عمل كوي. رسول الله صلى الله عليه و سلم د قوم رئيس د ولس خادم گڼلى؛ نه بادار او آقا؛ اسلام د ټولني رئيس او خليفه له يوې خوا د قانون په پلي كولو او د عدالت په تأمينولو مكلف كړى؛ له بلي خوا ئې له مسلمانانو سره په مشوره؛ او دا لارښوونه ئې كړې چي كه د امير او ولس تر منځ په كومي قضيې كي اختلاف رامنځته شو؛ نو پرېكړه به ئې د الله تعالىٰ كتاب او د پيغمبر سنت ته راجع كېږي. رئيس، وزير، والي او امير د پرېكړو وروستۍ مرجع نه ده؛ بلكي د هغو پرېكړو پلي كوونكى دئ چي شورىٰ ئې وروستۍ مرجع ده

د زعيم غوراوى، د عزل او نصب مرجع ئې، د زعامت موده ئې، د واكونو او صلاحيتونو حدود ئې، وظائف او مسئوليتونه ئې؛ دا ټول؛ الله تعالىٰ او د هغه دين؛ د مسلمانانو تشخيص او تصميم ته پرېښي؛ او د دوى مشوره او توافق ايجابوي؛ د عثمان رضي الله عنه انتخاب ئې څرگنده او ځلانده مثال دئ.

همدا راز؛ معادن ملي شتمني ده، د ټول ملت گډ حق دئ؛ په دې كي هر تصرف بايد د ملت په مشوره وي؛ دا چي څنگه استفاده ترې وشي، په چا وپلورل شي او په كومه بيع او قيمت؛ د دې وړانديز بايد د اړوند وزارت له لوري شورىٰ ته وشي او پرېكړه د شورىٰ په معلن مجلس كي وشي او ټول ولس ترې خبر شي.

د هېواد پولي او سرحدات او اړوند مسائل ئې په بشپړه توگه په ملت پوري مربوط دي؛ په اړه به ئې هره پرېكړه بايد د ملت له لوري وي او لږ تر لږه د ملت غوڅ اكثريت بايد ورسره موافقه وكړي؛ موږ له ټولو گاونډيو سره په دې ارتباط لانجمني منازعې لرو؛ دا ټول بايد په داسي شورىٰ كي وڅېړل شي چي د ټول ملت استازيتوب كوي.

اردو او څرنگوالى ئې؛ د سر تېرو د جلب او جذب طريقه؛ دا چي د مكلفيت دورې په اساس به جوړېږي او كه د معاش په مقابل كي اردو؛ شمېر به ئې څومره وي؛ د روزني په اړه به ئې پر كوم هېواد اعتماد او باور كولى شو؛ دا ټول ملي اجماع ايجابوي او پرېكړه به ئې هغه شورىٰ كوي چي ملي اجماع تمثيلوي.

زموږ خارجي سياست به څنگه وي؛ دوست او دښمن به د كومو معيارونو او اصولو له مخي ټاكو؛ د لويو رقيبو ځواكونو تر منځ به كوم لوري ته ودرېږو او كه به مستقل دريځ غوره كوو او په دې رقابتونو كي به له ښكېلېدو ډډه كوو؟ له چا سره به ډېر نږدې وو او له سره به له نږدې كېدو يا ډډه كوو او يا به محتاط وو؟ له هغه هېواد او حكومت سره به څه كوو چي له مسلمانانو سره په جنگ كي ښكېل دئ؛ يا ئې پر بل هېواد په ناحقه تېرى كړى؛ د تېري كوونكو په اړه به زموږ دريځ او تگلاره څه وي؛ دا مسائل هم ملي اجماع ايجابوي؛ نه ئې واك كوم شخص ته سپارل كېدى شي او نه كوم حكومت او ډلي ته. كه نه نو يو به د اسرائيل او فلسطين په اړه، د اوكراين او دې ته ورته قضاياوو په اړه يو موقف غوره كوي او بل خلاف د هغه بېل موقف.

په ټولني كي به د قوانينو مرجع او مأخذ كوم وي؛ طبيعي ده چي دا مرجع به د ټولني د اكثريت په خوښه او موافقه او د دوى د باورونو او ارزښتونو مطابق ټاكل كېږي؛ د افغان ولس تر 99.5 سلنه زيات مسلمانان دي؛ نو قوانينو مأخذ به ئې قرآن او سنت وي؛ د دوى نږدې نوي سلنه احناف دي؛ نو په فقهي مسائلو كه به مأخذ حنفي فقه وي؛ اما د مذهبي اقليتونو په اړه تصميم بايد داسي وي چي په فقهي مسائلو كي به د دوى قضايا د دوى مذهب ته راجع كېږي. دا قضيه هم ملي اجماع ايجابوي او پرېكړه ئې بايد د ملي اجماع ممثلي شورىٰ كي وشي.

رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته راتلو سره سم دوه مهم كارونه وكړل: 1- د مهاجريو او انصارو تر منځ اخوت او ورورولي؛ داسي چي هر څه به ئې تر منځ د وروڼو په څېر وي؛ حتىّٰ ځينو وغوښتل چي يو بل په ميراث كي هم سره شريك كړي؛ 2- له يهودانو سره ئې داسي ميثاق او تړون لاسليك كړ چي كولى شو هغه ته د مدينې د لومړي اساسي قانون او ملي ميثاق نوم وركړو: څو اساسي بندونه ئې وو: د هر يرغلگر په وړاندي په گډه له مدينې دفاع، هر لورى به خپلمنځي شخړي د خپل مذهب مطابق حل و فصل كوي، كه كومه لانجه د يهودانو او مسلمانانو تر منځ راولاړه شوه او دواړو لوريو قضيه ېبغمبر عليه السلام ته راجع كړه؛ هغه به پرېكړه كوي؛ دې ته ورته نور بندونه.

په اقتصادي مسائلو كي زكات، عشر، د مصرف موارد ئې؛ دا چي له چا به اخيستل كېږي او چېري به مصرف كېږي، تجارت، ماليه او گمركي محصول او نور اړوند قضايا؛ ملي توافق ته ضرورت لري؛ او پرېكړه ئې بايد شورىٰ ته محول شي؛ اړوند وزارتونه به خپله طرح او وړانديزونه شورىٰ ته راجع كوي.

 غرونه، ځنگلونه، څرځايونه، بېدياوي، د اوبو او برېشنا بندونه؛ او دې ته ورته نور؛ ملي شتمنۍ دي؛ په اړه ئې هره پرېكړه او هر تصرف بايد د قانون مطابق او د شورىٰ له لوري وي

د هېواد تعليمي نصاب؛ د مدرسې او ښوونځي لپاره؛ له لومړي ټولگي تر دكتورا پوري؛ داسي چي د دې نصاب په غېږ كي روزل شوى هر ډاكټر، انجنير، والي، وزير، معلم؛ د نورو علومو تر څنگ؛ په ټولو ضروري ديني علومو پوه او سمبال وي؛ او هر قاضي، څارنوال، خطيب او امام د دين تر څنگ په ټولو نورو ضروري علومو مجهز وي. دا نصاب بايد د ملت په خوښه او موفقې جوړ شي.

 ځيني نور مسائل هم داسي دي چي ملي اجماع ايجابوي؛ لكه د هېواد بيرغ، نشان، د نظام نوم، د زعماءو او مسئولينو لپاره القاب، سِكه او ارزښت ئې، د سرتېرو، امنيتي ځواكونو او مأمورينو يونيفورم او رسمي لباس او د مدرسو او ښوونځيو د نجونو او هلكانو لباس؛ او دې ته ورته مسائل؛ ټول بايد د شورىٰ په موافقه وي.  

دغو حقائقو ته په پام سره؛ افغانان نن څو اساسي امورو ته ضرورت لري؛ د پرېكړو او تصاميمو داسي مقتدره او عالي مرجع رامنځته كول چي ملي اجماع تمثيل كړي او داسي اساسي قانون جوړول چي د افغان ولس د باورونو او ارزښتونو مطابق وي، د ملي ميثاق حيثيت ولري او زموږ د ټولني ټولو غوښتنو ته ځواب ووايي

وروڼو خوېندو!

رسول الله رسول الله صلى الله عليه و سلم موږ ته په دې اړه يوه ډېره ښكلې لارښوونه كړې چي له كوم حاكم سره به ملگرتيا كوو او له كوم به ځان لري ساتو:

له أبي سعيد الخدري روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم زموږ په منځ كي د خطبې لپاره پاڅېدو او دا ئې د خطبې يوه برخه وه چي وئې فرمايل: پام چي ښايي زه به د اجل لوري وبلل شم او لبيك به ورته ووايم؛ نو له ما وروسته به داسي حُكام او عمال ولرئ چي: هغه څه به وايي چي پرې پوهېږي؛ او هغه څه به كوي چي پرې علم او معرفت لري؛ نو د دوى اطاعت واقعي او سم اطاعت دئ؛ يوه موده به همداسي پاته شئ؛ بيا به له دوى وروسته داسي اشخاص ستاسو د چارو متولي او واكمن شي چي دوى به هغه څه وايي چي عمل نه پرې كوي او هغه څه به كوي چي په اړه ئې معرفت او پوهه نه لري؛ چا چي له دوى سره خواخوږي وكړه، مرسته ئې وكړه، او تقويه ئې كړل؛ نو دوى هم په خپله هلاك شول او هم ئې نور هلاك كړل؛ تاسو په ظاهر كي ورسره خلط اوسئ او په خپلو كړنو او عملونو كي ترې بېل اوسئ؛ د نيك په اړه ئې د دې شهادت وركړئ چي نېك دئ او د بد په اړه ئې دا شهادت چي بد دئ.

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ - رضي الله عنه - قَالَ: " قَامْ فِينَا رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - خَطِيبًا، فَكَانَ مِنْ خُطْبَتِهِ أَنْ قَالَ: أَلَا إِنِّي أُوشِكُ أَنْ أُدْعَى فَأُجِيبَ , فَيَلِيَكُمْ عُمَّالٌ  مِنْ بَعْدِي، يَقُولُونَ بِمَا يَعْلَمُونَ، وَيَعْمَلُونَ بِمَا يَعْرِفُونَ، وَطَاعَةُ أُولَئِكَ طَاعَةٌ، فَتَلْبَثُونَ كَذَلِكَ دَهْرًا، ثُمَّ يَلِيَكُمْ عُمَّالٌ مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَعْلَمُونَ وَيَعْمَلُونَ مَا لَا يَعْرِفُونَ، فَمَنْ نَاصَحَهُمْ وَوَازَرَهُمْ , وَشَدَّ عَلَى أَعْضَادِهِمْ , فَأُولَئِكَ قَدْ هَلَكُوا وَأَهْلَكُوا، فَخَالِطُوهُمْ بِأَجْسَادِكُمْ وَزَايِلُوهُمْ بِأَعْمَالِكُمْ، وَاشْهَدُوا عَلَى الْمُحْسِنِ بِأَنَّهُ مُحْسِنٌ , وَعَلَى الْمُسِيءِ بِأَنَّهُ مُسِيءٌ " المعجم الاوسط

وروڼو خوېندو!

په دې اونۍ كي د دوو نورو پېښو هم شاهد وو:

 د بريتانيا د پارلمان ځينو غړو؛ د احمد شاه مسعود؛ تلين لمانځني غونډه درلوده؛ موخه او هدف ئې څرگند دئ؛ د دوى عزائم له هيچا پټ نه دي؛ د كوم افغان د ستايلو او لمانځلو لپاره نه بلكي د شرارت په موخه داسي كارونه كوي؛ او داسي متنازع فيه قضاياوو ته لاس اچوي چي په افغانانو كي د اختلاف راولاړولو او تشديد باعث كېږي؛ افغانان به خپل اتلان په خپله ټاكي نه د پرديو په خوښه؛ اتلان ئې هغه دي چي د اشغالگرانو په خلاف جنگ كي؛ تر ټولو وړاندي او مخكښ وو؛ نه هغه چي د اشغالگرانو په خدمت كي وو.  

2- د بريتانيا د مَلِكې مړينه هم يوه بله پېښه وه؛ دا په يوه حساس وخت كي او اويا كلونه د بريتانيا او د بريتانيا د مستعمراتو ملكه وه؛ په 96 كلنۍ ومړه؛ او په همدې عمر كي لا هم ملكه وه؛ غربيان موږ ته د ديموكراسي او جمهوريت شعارونه زمزمه كوي؛ خو ځيني په خپله داسي سلطنتي نظامونه لري چي ملكه ئې اويا كاله ملكه وي؛ د شاهي كورنۍ د هر كال لگښتونه؛ مليارډونو پونډو ته رسېږي، د شاهي كورنۍ په ودونو، جنازو، پر تخت د كښېنستلو مراسمو كي دومره لگښتونه كېږي چي د ځينو هېوادونو تر كلنۍ بودجې زيات وي؛ مخصوصاً تر هغو هېوادو چي د بريتانيا مستعمرې وې او هر څه ئې ترې لوټ كړي.

د ملكې په تاج كي د افغانستان دوه ستر غمي: د كوه نور الماس او د ياقوتو هغه غمى چي په نړۍ كي سيال نه لري؛ او دا دواړه د مستعمراتو د تالان او لوټ هغه نښي دي چي د ملكې په تاج كي؛ سل كاله وروسته هم د مظلومو افغانانو پر زړونو چونډۍ لگولې.

خدايه! افغانان، ټول اسلامي امت او د نړۍ ټول مظلومان او ستم ځپلي د ظالمانو او استعمارگرانو له شرارتونو وژغوره. آمين

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک