No-IMG

د معارف مسؤلین باید مجبور کړل شي چې د مکاتبو دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې کړي

فیض الله جلیلي

 

 

ګرانو وطنوالو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

سږ کال د ۲۰۲۲ عیسوي کال د مې په ۳۰ نیټه زه او زما لس نور ملګري، د مخلصینو د ټولنې په نوم د یوې آفغاني ټولنې غړي، کابل ته لاړو چې هلته د اوسني نظام له چارواکو سره ووینو او د هیواد په رغولو او جوړولو کې خپلې مشورې ورسره شریکې کړو. هلته مو تقریبا" یوه میاشت تیره کړه او د یو تعداد لوړپوړو چارواکو او وزیرانو سره مو ولیدل. البته ددوی له ښې میلمه پالنې څخه یو جهان شکریه. کله چې هلته لاړو، زمونږ ملګرو مختلفو وزارتونو ته خپل وړاندیزونه ورولیږل؛  امید ده چې مربوطه وزارتونه به ورته توجه وکړي. ما هم په لاندې ډول ۲۵ مادئیز وړاندیز، کوم چې مې  زما د ډیر نږدې ملګري او نږدي دوست محترم  رئیس صاحب بختنور بختیار په همکارئ ترتیب ؤ، ورولیږه. ما نه غوښتل چې دا وړاندیز د فیسبوک له لارې وطنوالو ته وښیم خو په نشرولو یې ځکه مجبور  شوم چې د پوهنې وزارت ددې وړاندیز عملي کولو ته هیڅ توجه ونه کړه.

ګرانو وطنوالو

د معارف د پرمختګ لپاره به په ګډه کار کوو او د معارف مسؤلین باید مجبور کړل شي چې د مکاتبو دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې کړي

لیکونکئ: الحاج فیض الله جلیلي، نیویارک

نیټه: آپریل ۶، ۲۰۲۲

دګران هیواد، آفغانستان، د پوهنی وزارت لپاره دا لاندې څو موارد پیشنهادوم:

۱د نجونو لپاره د جدا جدا صنفونو جوړول لازم دي داسې چه د تعمیراتو د کمبود له سببه دې اول وخت هلکان او دوهم وخت نجونې مکاتبو ته ولاړې شي.

۲- د نجونو معلیمینو کمبود دې فعلآ په نجونوباندې داسې پوره شې چه بکلوریا، فوقق بکلوریا او لیسانس نجونې دې په حق الزحمه او یا قرارداد بالمقطع ډول د نجونو په مکاتبوکې اویا ټولګیو لپاره استخدام شي، په آینده کی دې ورته تشکیل منظور او همدغه نجونې دې دآزاد رقابت د پروسي له طریقه ورته استخدام شې.

۳کومي نجونې چه بکلوریا او یا فوق بکلوریا دي د دارالمعلمینو له طریقه دې خپل عالی تحصیلات حاصل کړي. د یادونې وړ ده چه د آفغانستان په هره ولسوالۍ کې دارالمعلمین موجودیت لري چه په ظرف د څلورو اویا پنځو کلونو کې به انشاالله دا ټولې نجونې لیسانس کچي ته تحصیلات لوړ کړي.

۴په موجوده وخت کې په افغانستان کې دارالمعلمین تر څوارلسم ټولګیو پوری تدریس کوي. محترم ریاست الوزراء دې د ښځینه ښوونکو لپاره فرمان ورکړي ترڅو په طول د څلور اویا پنځو کلونو کی ټول بکلوریا او فوق بکلوریا ښځینه ښوونکې لیسانس کچې ته لوړې شی البته هغه تعداد ښځینه ښوونکې چه په مکاتبو کې ورته ضرورت دئ

۵د یادونې وړ ده چه د ګران هیواد افغانستان په درالمعلمینو کې تقریبآ(۵۰۰۰)  نفره کادري استادان چه ماستر او یا لیسانس  کچې پوری یی تحصیلات حاصل کړیدی ، ددی وړتیا لري چه په هر ولایت او هره ولسوالۍ کی بکلوریا او فوق بکلوریا ښځینه معلمینې جذب کړي او تر پنځوکلونو پوری یی لیسانس کچې ته ورسوي.

۶- هغه تعداد نرینه بکلوریا او فوق بکلوریا ښوونکې چه فعلآ په مکاتبو کې شتون لري  هغه دې هم له همدغه دارالمعلمینو له طریقه  لیسانس  کچې ته لوړشي خو داچه ښځینه ښوونکې په ولایتونو او ولسوالیو کی ډیرې کمې دي اولویت دې ښځینه ښوونکو ته ورکړشي ترڅو د نجونو په مکاتبو کی د ښځینه ښوونکو ضرورت پوره کړي شي.

۷- په ټولو ولایتونو کی د مختلفو دلایلو له سببه غیر مسلکې ښوونکې موجود دي ددې لپاره باید د تربیه معلم معینت برنامه ترتیب کړي ترڅو د ښوونکي مسلکي زده کړي حاصلي کړي.

۸په ټولو ولایتونو کې د رشتې خلاف ښوونکی موجو دي او زیات وخت پکې د رشتې خلاف تدریس کوي. ددی لپاره هم باید د تربیه معلم معینیت ځانګړی برنامه ترتیب کړی ترڅو یاد ښوونکی په کافی اندازه معلومات حاصل کړي.

۹په کومو ولسوالیو کی چه د نجونو د مکاتبو لپاره ښځینه ښوونکې نه پیداکیږې موجوده د پاخه یا لوړ عمرښوونکې دې ورته ورکړشي او هم دې له تقاعد شویو ښوونکو څخه د حق الزحمې او یا بلمقطع قرارداد له رویه استفاده وشي.

۱۰- په تېر دولت کی مکافات او مجازات نه وو اوکه وو د غریب او بیچاره  ښوونکو او مامورینو لپاره وو. د کیفیت د شه کولو لپاره دې مکافات او مجازات پیل شي حاضری او امتخانونه دې شفاف واخیستل شي.

۱۱په تیر دولت کې به د نوی کال د حمل په دریم تاریخ  ښونځي شروغ کیدل خو د حمل تر (۱۵) تاریخ پورې به هم زده کوونکي اکثریت غیر حاضر ؤ په اخترونو او د ګرمي د موسم په رخصتیو کی به پنځه ورځي مخکې زده کوونکي ښونځیو ته نه تلل او یوه هفته به وروسته له اخترونو او ګرمي رخصتیو څخه ښوونځیو ته نه راتلل د حاضري خانې به یې سپیني وي چه د کیفیت د خرابوالي بهترین عامل بلل کیدای شي باید ددې لویې فاجعې مخه ونیول شي. ښوونکي او زده کوونکي ته باید عامه پوهاوي وشي.

۱۲په تیر نظام کې د ۹۵٪ ښوونکو په نهو میاشتو کې یوه ورځ هم ر خصتی نده معامله کړل شوي، د حاضري خانی به سپیني ورته ساتل کیدلي چه دا بله لویه فاجعه وه، چه د کیفیت د خرابوالي بل ستر عامل وه باید په اړه یې شفاف اجرات ترسره شي.

۱۳په تیرو شلو کالونوکې  کوم ښوونکی او  کوم مامور چه په کوم بست کې مقرر شوی وه په هغه بست کی به یی پنځه قدمونه اخیستل نور به په عادي حالت کی وه لوړ بست ته به نشو تللئ؛ ددې لپاره باید د منابع بشري لوي ریاست او دارزیابۍ امریت عجالتآ طرزالعملونه جوړ او تطبیق کړي ترڅو ښوونکې او مامورین د خپلو مادي او معنوي حقوقو څخه استفاده وکړي.

۱۴- د تقاعد شویو ښوونکو او مامورینو د تقاعد حقوق ډیر ستونزمن وه،

چاچې د پارالمان او ولایتی شورا وکیلان او یایی افغانۍ لرلې، جهادی دوره به ورته په تقاعد کې حساب کیدله او چه غریب او بې وکیله به وه هغی ته جهادی دوره نه حساب کیدله. دغې موضوع ته هم باید د منابع بشری لوی ریاست  جدي توجه وکړي چه هر غریب او بیچاره ښوونکي او مامور  ته یو شان حقوق ورکړشي. د یادونې وړ ده چه خلقیان او پرچمیان چه تر اخیره پورې په افغانستان کې پاتې ؤ هغوی پوره تقاعد اخیسلتو ځکه هغوی په وظیفه کې وقفه نه لرله.

۱۵له اوم ټولګي څخه تر دولسم ټولګیو پوري تقریبآ ۱۸-۱۷ او ۱۹ جلده مختلف کتابونه تدریس کیږي چه په  شاګردانو باندې ډیر درسي فشار وي، د کیفیت د ښه کولو لپاره دې وروسته له اتم ټولکی یعنې د نهم ټولګی په شروع کې دې رشته بندې وشي. ددې کار لپاره دې یو کمیسیون تعین شي چه د متمدنې نړۍ سره تعلیمي نصابونه مقایسه کړي او د هرې رشتې لپاره دې  جدا جدا تدریسي نصاب جوړ شي خو دا موضوع به یو څه وخت اخلي.  دیادونې وړ ده چه د داود خان په وخت کې دا کار شوی ؤ او بیا تر اوسه چا دې کارته توجه ونه کړه.

۱۶د نصاب په مورد مشکلات موجود دي خو دا ستونزه نسبتآ زیات وخت ته ضرورت لري. ددې مشکل د حل لپاره دې دوه برنامې په نظر کې ونیول شي.

الف:  د نوی نصاب د جوړولو لپاره دې له مختلفو ادارو څخه مسلکي کادرونه راوغوښتل شی چه د پوهنې وزارت نصاب تعلیمي د امارت اسلامي د غوښتنې  مطابق جوړ کړي خو دا به یو څه وخت ته اړتیا ولري.

ب :د کتابونو د موجوده  کمبود لپاره دې د پوهنې وزارت چه کوم وروستئ نصاب جوړ شوی ؤ، د داخلي مطبعو سره دې عجالتآ قراردادونه وشی تر څو په لږ وخت کې کتابونه چاپ کړي او  زده کوونکوته  کتابونه ورسیږی او په عین وخت کې ددې کار د دوام لپاره دې د وزارت معارف مطبعه هم فعاله شي تر څو راتلونکي کې خپل کتابونه او نشرات په خپله چاپ کړي او د ګزافو مصارفو مخه ونیسي.

۱۷کوم نوي نفر چه د آمارت اسلامي له خوا په دندو ګمارل شویدي او یا ګمارل کیږي اول دې د دوی آسناد ارزیابي شي او بیا دې د آزاد رقابت له طریقه استخدام شی.

۱۸د غنی د مستقیمی  برنامی له لاری د بانک جهانی په مرسته (۶۰۰۰) مکاتبو ته تعمیرات شروع شوی ؤ، چه یو تعداد یی تکمیل او ګټې اخیستنې ته تسلیم شویدي ، یو تعداد یی نیمه تکمیل دي او یو تعداد یې پدې روان کال ۱۴۰۱  په پلان کی نیول شوي ؤاو دا د معارف لپاره ډیر مهم فکتور دئ اوپه دې باندې دې د بانک جهانی سره د پوهنی وزارت د رهبري او د کلیو پراختیا وزارت د رهبري له طریقه تفاهم وشي تر څو نیمه تکمیل تعمیرات تکمیل او باقی پاتې تعمیرات هم د روان کال د پلان مطابق تر کار لاندی ونیسي چه بالآخره ذکرشوی (۶۰۰۰) بابه مکاتبو ته تعمیرات جوړشي. البته په دغه پروژه باندې دغه دواړو وزارتونو په ګډه کار کولو.

۱۹- دا چه معارف ډیري بودجې ته ضرورت لري داسې یو څوک دې د وزیر او معینانو په حیث وګمارل شي چه د خارجې هیوادونوڅخه په مختلفو برخو کې مرستې راجذب کړای شي، د کتابونو چاپول، د خدماتو وړاندې کول، دلابراتوارونو ایجادول او معماري کول، د کمپیوټر لیبونو تیارول، ښوونکو ته د نویو درسي میتودونو په برخه کې ترننګونو ترتیب کول، د چاپ شوی نصاب په برخه کې د علمی تریننګونو ورکول، تیارول او داسی نور.

۲۰زمونږ د هیواد اکثریت ښوونکي په پخوانيو میتودونو زده کونکو ته تدریس کوي. ددی لپاره چه سره اشناشی تر څو زده کوونکو ته باکیفیته زده کړې ورکړي، باید مؤظف ریاستونه (پلان، او نظارت ) په ټولو ولایتونو کې د ژمنیو او دوبنیو رخصتیو په وخت کی ښوونکو ته په کافي اندازه ورکشاپونه دایر کړي چه ښوونکي بالآخره  د نوی میتودونو په مرسته تدریس وکړای شي.

۲۱یوه  لویه ستونزه د تشکیل په مورد د پوهنی په وزارت کی وه . د ډیرو ولایتونو تشکیل کمبود ؤ. ممکن په ځینو ولایتونوکی تشکیلونه زیات وي او په ځینو ولایتونو کې تشکیلونه خالي ؤ. په ټولو ولایتونو کی چه تشکیلونه یی کمبود ؤ د حق الزحمې او باالمقطع قراردادونو په کولو سره به یی خپل  کمبودات  پوره کول چې فساد  ته پکې لارې پرانستل شوي وې. ددی مشکل د حل لپاره باید هر ولایت او هرې ولسوالۍ ته (شاګردانو تعداد او شعباتو تعداد ) په نظر کی نیولو سره تشکیل ورکړل شی  تر څو  له یوی خوا د تشکیل کمبودات پوره شی او له بلی خوا د فساد مخه نیول شی.

۲۲ - د نظارت په بهیر کې لویي ستونزې موجودې وي په یو تعداد ولسوالیو کی د نظارت په ټیمونو کې غیرمسلکي ښوونکې مقرر شویدي، باید ددی په غوض نوي مسلکي ښوونکي مقرر شي او بل دا چه د نظارت کولوپه وخت کې د ترانسپورت لپاره مالي امتیازات نلري، ددی لپاره هم باید د نظارت ریاست او مالی ریاست یو طرزالعمل جوړکړي، د ترانسپورت مشکلات یی حل شي او په آسانۍ سره هر نظارتچې د تعین شوي ښوونځیو څخه پخپل وخت نظارت وکړي.

۲۳- په تیر نظام کی د ښوونکو د نه پیداکیدو له وجې ډیر نالایق ښوونکې په دندو مقرر شویدي. ددی لپاره چه په فعلي شرایطو کی په اکثریت ولایتونو کی مسلکي ښوونکي له مختلفو پوهنځیو فارغ شویدي د پوهنی وزارت دې دکیفیت د بهبود په خاطر یوه یوه برنامه ترتیب کړي چه د دې کمزورو ښوونکو نیمګړتیاوی په ګوته کړي.  دغه کمزوری ښوونکی دې د ژمي او دوبي رخصتیو کی مشخصو کورسونو او ورکشاپونو ته راجع شي ترڅو د راتلونکي کال لپاره خپلې نیمګړتیاوې پوره کړای شي او په راتلونکي کال کې دې بیا د کمزورو ښوونکو ارزیابي وشی. کوم ښوونکي چه دوهم ځل لپاره هم کمزوري ارزیابي شي، تقاعد ته دې سوق شي او بستونه دې یی اعلان ته ورکړل شي چه  نوي مسلکي فارغین د ازاد رقابت له لارې پکې استخدام شي.

۲۴په تیر نظام کې د پارالمان د وکیلانو او ځینې نورو زورواکانو پذریعه په نږدې فاصله کې د موجودو ښونځیو سره نوي ښونځي جوړشویدي. د پوهنې وزارت دې پدی مورد هم د پلان ریاست ته هدایت وکړي چه د مقرراتو خلاف چه کوم ښونځي جوړ شویدي  هغوی دې سره مدغم کړي چه په نتیجه کې به یی یو تعداد ښوونکي اضافه شي، هغه دی په کمبود تشکیل او خالي بستونو کې وګمارل شي او په تشکیل به فشار هم راکم کړي.

۲۵- د فرهنګ او کلتور په نوم یو مضون چې نوئ شروع شویده د ملت جوړونې په خاطر دې پر شاګردانو کار وشي تر څو په راتلونکي کې هر یو ځان آفغان وبولي او دې ته باید تیار وي چې په هر حال کې د آفغانستان څخه دفاع وکړي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک