No-IMG

د امریکا ولسمشر جوبایډن ته ننګ پکار دی!

د بهرنیانو له خو د تپل شوي نظام تر نسکوریدو او د افغانستان اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د امریکا حکومت د افغانستان د پیسو زیرمې کنګل کړې او په تعقیب یې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د دې پیسو یوه برخه به یې د امریکا د سپټمبر یولسم پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکوي او یوه برخه به یې افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کي مصرفیږي هغه به هم د افغان حکومت په واک کي به نه ورکول کیږي!! پیسې د افغانانو خو واک یې د امریکایانو! په بشپړه توګه یوه نوې او د ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کي یو غیر اخلاقي او غیر انساني عمل دی او افغان ولس سره ښکاره او ظالمانه دښمني ده، د سپټمبر یولسم پېښه په هیڅ صورت نه افغانانو پورې تړاو لري، نه د افغانانو لاس وو پکې، افغانان نه په مستقیم او نه هم په غیر مستقیم ډول پدې پېښه کي ښکیل وو، طراحان، ملاتړ کوونکي، لارښوونکي یې او د دې پېښې ترسره کوونکي ټول امریکایان وو یا اصلي امریکایي اتباع او یا هم داسې څوک وو چي د امریکا تابعیت یې ترلاسه کړی وو په ټوله کي ویلی شو چي دا پېښه له هیڅ اړخه په افغانانو پورې تړاو نلري.

خو د دې سره سره بیا هم د امریکا ولسمشر بایډن په مکرره توګه هڅه کوي چي د افغانانو د پیسو له زیرمو څخه د یولسم سپټمبر د پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه یوه ستره برخه پیسې و ویشي خو د قربانیانو کورنۍ په میړانه او شهامت سره د خپل ولسمشر پریکړه ردوي او وایي چي دا پیسې د یو فقیر او بیچاره هېواد د خلکو پیسي دي موږ په هیڅ صورت دا پیسې نه اخلو؛ موږ ټول افغان ولس د یولسم سپټمبر پېښې د قربانیانو د کورنیو د دا ډول مخلصانه پریکړې هرکلی کوو او کور ودانی ورته وایو چي د واقعیتونو په رڼا کي مو د خپل ولسمشر د ظالمانه پرېکړې پر وړاندې نېک غبرګون و ښودلو او افغان ولس سره مو خپله خواخوږي څرګنده کړه، تازه د نیویارک محکمې د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان بانک له کنګل شویو پیسو څخه د غرامت ورکولو غوښتنه رد کړه، امریکایي ولسمشر بایډن ته همدا بسنه کوي او په مخ یې درنه څپیړه ده چي ولس او محکمه یې فرمان ردوي،  د امریکا حکومت او ولسمشر یې ملامت ندئ که هرڅوک د دوی پرځای وای نو خامخا به یې دا ډول له کینې ډکه او خندونکې پریکړه کوله ځکه امریکا او ۵۲ ملاتړو یې په افغانستان کي تر شل کلن جنګ وروسته تاریخي او شرمناکه ماتې وخوړه، د امریکا حیثیت ته په داخلي او نړیواله سطحه سخته صدمه ورسیدله، له شرمناکې ماتې وروسته د توجیه لپاره هیڅ نلري چي خپلو ولسونو او خپلو نړیوالو ملاتړو ته یې د قناعت په توګه وړاندې کړي.

امریکايي ولسمشر جوبایډن هڅه کوله چي د افغانستان بانک له کنګل شویو زیرمو څخه د ۹/۱۱مې پېښې قربانیانو ته د غرامت په ورکولو سره به د امریکایي ولس ملاتړ ترلاسه کړي او پدې کار سره به خپله شرمناکه ماتې پټه کړي خو د یادې پېښې قربانیانو خپل شجاعت څرګند کړ، چي موږ د یو ناتوانه ولس کنګل شوې پیسې د غرامت په توګه نه اخلو همدارنګه د نیویارک محکمې هم د بایډن دا پریکړه رد کړه؛ د نړۍ د یو ستر زبر ځواک هېواد ولسمشر ته ننګ پکار دی چي د یو مظلوم او فقیر هېواد د پیسو زیرمې کنګل کوي او بیا یې د داسې پېښې د قربانیانو په کورنیو د غرامت په ډول ویشي، ټول شواهد او مدارک دا څرګندوي چي دا کار دوی پخپله ترسره کړی وو، که بیا هم د امریکا حکومت ډیر فقیر او بیچاره شوی وي موږ افغان ولس کولای شو چي د سپټمبر ۱۱مې د پیښې قربانیانو ته پخپل هېواد کي چنده او دوی سره نقدي مرسته وکړو، موږ افغانان که څونه هم ناتوانه او فقیر شو خو شجاعت او غیرت له لاسه نه ورکوو.

په تېرو شلو کلونو کي د امریکا او متحدینو له خوا یې په لکونو انسانان و وژل شول، په زرګونو معلول شول، زرګونه کورونه ړنګ شول، په سلګونو او زرګونو ماشومان د جګړو له امله له زده کړو څخه محروم شول او له اقتصادي اړخه د هېواد اویا (۷۰٪) وګړي وروسته پاتې شول نه پوخ سړک لري، نه روغتون، نه ښوونځی، نه پوهنتون په ټوله کي ویلی شو چي د ژوند له ټولو سهولتونو محروم پاتې شول او په لس ګونو میلیارده ډالر زیان یې افغان ولس ته واړولو، امریکا او متحدین یې باید پدې پوه شي چي افغانان د شل کلن اشغال په دوران کي د دوی له اړخه د اوښتونکو زیانونو غرامت چي میلیاردونو ډالرو ته رسیږي غوښتونکي دي او باید امریکا او متحدین یې دا غرامت افغانانو ته ورکړي؛ امریکایي چارواکو ته وایو؛ دا موږ نه بلکه تاسو یاست چي موږ ته به ستاسو له خوا د رسیدلو زیانونو غرامت راکول کیږي، ځکه تاسو زموږ په خاوره تېری کړی وو او زموږ هېواد مو اشغال کړی وو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک