No-IMG

د هېواد مکتب او مدرسه له بلې زاويې

هيڅ خوند نه راکوي چې له يو کور، له يوې کوڅې او يا له يوه کلي واړه ماشومان سهار وختي ځينې د مکتب په عنوان روان شي او ځينې د مدرسې!

د ماشومتوب مرحله ډېره حساسه مرحله ده، که تاسو فکر کړی وي په ماشومانو کې د (زما او ستا) منطق ډېر جدي وي، زما پلار ستا پلار، زما جامې او ستا جامې، زما کور او ستا کور... او دغسې نورې ماشومانه پرتلې په دوی کې ډېرې زياتې وي.

دا چې دوی په دغه مرحله کې خپلې د زده کړې لارې هم جلا کړي او هر سهار له یو کور، يا له يوې کوڅې او يا له يو کلي په دوو مختلفو مسيرونو روان شي، نو له دغه ځایه د دوی په ذهن کې د مکتب او مدرسې د اختلاف تخم کرل کېږي چې په هيڅ صورت د يوې اسلامي ټولنې لپاره مناسب کار نه دی.

مناسبه لار (لکه د نورې اسلامي نړۍ) همدا ده چې تر نهم يا دولسم يو مناسب، عام فهم او مشترک نصاب جوړ او تدريس شي چې ټول يې په ګډه تر دغه ځایه ووايي، له هغه وروسته د هر ماشوم ذوق او استعداد ته په کتو هغه لپاره د لوړو زده کړو د مستقل مسير تعيين وشي.

کاش چې دا کار تر اوسه شوی وای او کاش چې دا کار نور ونه ځنډول شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک