
د زده کوونکو د تشویق او هڅولو ۳۵ طریقې
عبد الحق وفا
۱. زده کوونکو ته آفرین/شاباس ویل
۲. د اشارو او مسکا په ذریعه مننه کول
۳. د نورو زده کوونکو او تختې مخې ته پاڅول
۴. لاس پړقول
۵. سالم رقابت ته هڅول
۶. د ښوونځي په دهلېز کې د زده کوونکو د لاسي فعالیتونو جریده یا نوټس بورډ نصبول
۷. د لایقه زده کوونکو د عکسونو چارت د ښوونځي په دهلېز کې نصب کول
۸. د زده کوونکو ترمنځ سیالي جوړول
۹. کتابچې کې آفرین/شاباس/ماشاءالله/ډېر ښکلی او داسې نور تشویقي الفاظ لیکل
۱۰. مډال غاړې ته اچول
۱۱. کورنۍ ته خط لېږل
۱۲. له زده کوونکو سره د اولادونو په حیث مینه کول
۱۳. تبسم/لږه خندا کول
۱۴. بااستعداده شاګرد په غونډه او مجلسونو کې معرفي کول
۱۵. نظر ته یې اهمیت ورکول
۱۶. د مسؤولیت احساس ورکول
۱۷. اجتماعیت (ټولنیز ژوند مهارتونه) ورته ښودل
۱۸. فعالیت یې مثبت ارزول
۱۹. د زدکوونکو د جرئت لپاره سټېج جوړول
۲۰. زده کوونکو سره سپورټ کول
۲۱. ځینې مناسب موضوعات تمثیل کول
۲۲. مناسب وخت کې ټوکې کول
۲۳. زده کوونکو سره سیر علمی او تفریح ته تلل
۲۴. مثبت جرأت ورکول
۲۵. مطالعې ته هڅول
۲۶. معلولو زده کوونکو ته خاصه پاملرنه کول
۲۷. جوائز/ډالۍ/تحفې ورکول
۲۸. د والدینو جلسو ته د زده کوونکو رابلل او د زده کوونکو مراسمو ته د والدینو رابلل
۲۹. شخصیت ته یې احترام کول
۳۰. د شاګردانو پټ استعدادونه کشف کول
۳۱. زدکوونکو ته په نوم غږ کول
۳۲. انګېزه تولیدول
۳۳. زده کوونکي پر ځان اعتماد کولو ته هڅول
۳۴. زدکوونکي په خپل هدف پوه کول
۳۵. د استعداد/وړتیا چارت جوړول