No-IMG

د بشریت په تاریخ کې د يوې عاشقې مېرمنې تریخ غچ د اولګا و

د بشریت په تاریخ کې د بوې عاشقې مېرمنې تریخ غچ، د تاریخ په پاڼو کې تر ټولو سخت غچ د اولګا (Revenge of Olga ) و.

 په 945 م  د کییف حاکم (ايګور روريك) د یوې قبیلې په لاس ترور شو، دا قبیله (الدريفليان)  نومېده چې په شرقې اروپا کې اوسېده، د کییف حاکم یې لومړی ژوندی ونیوه، بیا یې دوه ونې یو بل ته په ډېر فشار رانېږدې کړې، د دواړو ونو په منځ کې یې وتاړه، بیا یې ونې پرېښودې، د اولګا مېړه ټوټه ټوټه شو

د حاکم له وژلو وروسته یې مېرمن د قدرت واګې په لاس کې واخیستې، نو دریلفیان قبیلې خپل مخور خلک ورولېږل چې د دوی له مشر سره د واده کولو قناعت ورکړي، دا واده یوازې د واکمنۍ لپاره و.

اولګا ترې د خپل خاوند غچ واخیست او ټول استازي یې ژوندي خښ کړل، بیا یې د قبیلې  امیر ته استازی ولېږه چې ورته ووایي له تاسره په واده موافقه لرم... ستاسې سړي مې د دې لپاره ایسار کړي چې په کییف کې په خلکو وګرځي او د دې واده په اړه یې خبر کړي او د قبیلې نور زړور ځوانان هم راولېږه.

د قبیلې سړي کییف ته راورسېدل، د پاچاهڼې ماڼۍ ته ورغلل، هغې یې درناوی وکړ او بیا یې ژوندي وسوځول، اولګا د خپل مېړه د تعزیت مراسم ونیول، د دریفلیان قبیلې ډېر عسکر یې راوغوښتل،  هغه 5000 ټول جنګیالي یې  حلال کړل چې د تعزیت مراسمو ته راغلي و.

کله چې یې اتلان ورووژل، بیا یې په دریفلیان قبلیه برید وکړ، محاصره یې کړل، دوی ورته زارۍ وکړې د ګبینو په مقابل کې دې ژوندي پرېږدي..

ویې بخښل خو شرط یې پرې کېښود چئ هر کور به درې کوترې ورکوي، هغوی شرط ومانه، کله چې  یې کوترې ورکړې، جنګیالیو یې په پښو پورې ټوټې وتړلې، بیا یې اور ورته کړ، کوترې خپلو ځالو ته له اور سره ستنې شوې، ټول ښار یې وسوځاوه.

چا چې د تېښتې هڅه وکړه، نو د اولګا په امر ووژل شول او پاتې یې مریان شول

او په دې توګه اولګا د خپل ګران  مېړه په غچ کې ټوله قبیله له منځه یوړه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک