مغز لوړ او پياوړي کړئ
خپل لؤړ دماغ ګړندي کولو لپاره 10 پياوړې تګلاري
1- که مجرد يو بايد هر ډؤل څوسن(جنسې) تحريک کونکي عمل، سوچ، ليدلو، اوريدلو د لاس خواري کښلو څخه شديده منع وکړو. او که ودګني يو نو له جنسي افراطه ځان بچ کړو.
2- هڅه وکړئ په اوداسه وګرزئ، خپل لمونځونه په سؤکه، دَ حواسو په سکوت او د غړو په سکون د سوچ په بشپړ تمرکز سره کوى او باور ولرى چې ستاسو هر اجرا شوى لفظ يو سالم وايبريشن يا ارتعاش دى او ستاسو له پرانا (لؤړې کايناتي انرژۍ) او ستر ژواک (ستر کايناتي مدبرانه انرژۍ) سره وصلؤې يا نښلؤې، د بل لمانځه تر وخته پر تاسو د ارتعاشاتو څلا را تاو کيږي دغه ارتعاشات به له هغو منفي ارتعاشاتو ممانعت کوي چې پر موږ کي ناسم سوچونه، تکلونه او بلاخره عملي اقدام ته هڅوي، موږ ته به ګټور ارتعاشات را پريږدي،
3- هر لمانځه ورسته له نورو اذکارو سره لومړى 11 يا 3 ځله درود وواياست او 7 ځله قَالُواْ سُبْحَٰنَكَ لَا عِلْمَ لَنَآ إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ ،که په عربي مو نه زده کيږي په پښتو داسي واياست
اى ربه تقدس او پاکي تا سره
هيڅ علم او حکمت نشته لماسره
ډېر علم او حکمت را ته را وبښه
سالم چې شم مؤمن سم په رښتيا سره
بې شکه ستر عليم او ستر حکيم ئې ته
ذهن مې را خلاص کړه په معنا سره
4- هره ورځ ګهيز له اوداسه وروسته 2 ګلاسه نورمال اوبه په ښې لاس 3 ساه ګانو په بسم الله الرحمن الرحیم سره څښئ او باور ولرئ دا اوبه به ستاسو د ذهن او امراضو شفا ګرزي، سهار 3 کجوري له اوبو سره حتمآ خورئ که رب وس درکړى وي 1 چهار مغز 3 بادام هم ښه وژويې ورسره ويخورئ
5- تر دوو سوږمو خوراک مکوى ، ماخستن کم خوراک کوى يا سر ماښام خوراک کوى او تر خوراک 3 ساعته پوري مه بيده کيږئ، په خوراک کي پاک مينځلى سلاد خصوصا کره يا بند ګوبى، کاهو، بادرنګ معمولي مستي يا شلومبى کاروى، مالګه په شلومبي يا مستو کي مه اچوئ
6- ستر حکيم زه بشپړ پيدا کړى يم، زه به ګناوي نکوم او کلک باور لرم زما ذهن پوهه، حکمت به هره ورځ په تيزۍ سره پراختيا کوي، هو دا جمله بيا بيا هر وخت ذهن کي واياست
7-کله چې هم فاريغ ياست خصوصا ماخستن لمانځه وروسته نو 3 ځله اللهم صلى على محمد وعلى ال محمد درود بيا سل ځله يا بديع العجايب بالخير يا بديع بيا 3 ځله درود وواياست او باور ولرئ چي ستاسو مثبت ارتعاشات ثبت شول او 66 ورځو ورسته دا په ستر قدرت بدليږي ادامه ورکړئ
9- فضول درمل مه خورى، غوښه کمه خورئ، وريژي مناسبي خورئ سبزۍ ډير استفاده کوى، چاى بيا بيا مه خورى ورځ کي تر 6 ګلاسه زيات چاى مه خورى
10- تل هره لزه ښه انګيرنه لره، هيڅ بد مه انګيره تل وايه او باور ولره په دې کي به مي خير وي، او ټينګه هڅه او باور ولره چي ته هيڅ کبيره ګناه نکوي نه کولى شي، باور ولره ستا مغز هره ورځ روښانه کيدونکي پراخيدونکي دي، د مالکيت له خرافاتي احمقانه حرص او د شهرت له بدبخته شوقه ځان وژغوره، باور ولره چې ته هم د خالق تعالى بنده ئې ټول نعمتونه تاته هم ډالۍ کوي خو که ته ئې وړتیا په ځان کي ولري او باور ولره زه د خالق تعالى په فضل وړتيا د آنى جاعل خليفه تر کچي لوړوم او لوړوالى شم
توکي له پرېکړنپوهه