No-IMG

د امتحان د سوالونو د جوړولو مرحلې!

د امتحان د سوالونو په جوړولو کې بايد له ډېر فکر او دقت څخه کار واخستل شي۰

​​​د امتحان د سوالونو کيفيت د يوه شاګرد پوهه معلوموي۰ سوالونه بايد په روزمره  ژوند کې عملي جنبه ولري۰ همدغه سوالونه دي چې د شاګردانو آينده ژوند ټاکي۰

​نو له ګرانو اومحترمو استادانو څخه هيله کیږي، چې د امتحان د سوالونو په جوړولو کې ډېره جدي پاملرنه وکړي۰

 

​د انګلستان په پوهنتونو کې د امتحان د سوالونو جوړول څو مياشتې نيسي، او هغه څو مرحلې لري چې په لاندې ډول سره وړاندې کيږي:

​​ ۱ـ د امتحان په پارچه کې شاګردانو ته لازم هدايات، او تعين شوی وخت په واضح ډول ليکل کيږي۰

​۲ـ د مضمون استاد سوالونه او د هغه ښه واضح حل ترتيب کوي۰

​​۳ـ د مضمون استاد، سوالونه او د هغه مکمل حل يوه بل هم مسلکي استاد ته د کتنې دپاره وړاندې کوي۰

​۴ـ دغه دویم استاد هغه ښه ګوري، او د هغه په حصه کې خپل هراړخيزه نظر، لومړي استاد ته وړاندې کوي۰

​​​۵ـ کله چې دواړو استادانو هراړخیزه موافقه سره وکړه، نو بيا سوالونه د امتحان شعبې ته ليږل کيږي۰

​۶ـ د امتحان شعبه، دغه سوالونه بیا د امتحان کميټې ته ليږي، ترڅو هغه ته يوځل بيا هراړخيزه کتنه وشي۰

۷ـ  د امتحان کميټه دغه سوالونه، او حل ئې بیا لږ تر لږه دوه نورو پوهنتونو ته ليږي۰

​۸ـ د نورو پوهنتونو استادان، یعنې خارجي استادان، هغه په ډېر غور او دقت سره ګوري، او خپل نظرونه په لیکلي توګه وړاندې کوي۰

​۹ـ د خارجی استادانو نظر ډېر مهم دی، او هغه ته پوهنتون ډېر اهميت ورکوي۰

​۱۰ـ د خارجی استادانو پيشنهادونه، يا بايد ومنل شي، او يا هغوی ته ښه قناعت ورکړل شي۰

​۱۱ـ کله چې د خارجی استادانو قناعت حاصل شو، نو بيا دغه سوالونه د امتحان د پاره کارول کيږي۰

​۱۲ـ په آخرينۍ مرحله کې بايد د مضمون استاد هغه يوځل بيا په ډېر غور سره وګوري، او هغه امضاء کړي۰

​​                                                                                                                  يادونه :

الف : د امتحان سوالونه په هره مرحله کې، له هر اړخه په دقيقه توګه څيړل کيږي۰

​ب : تکراري سوالونه نه قبليږي، او خارجی استادان د پخوانيو سوالونو کاپی لري۰

​ج : سوالونه بايد تشريحي، او تحليلي، دواړه برخې ولري۰

​​د : په ټولو مرحلو کې د سوالونو د ساتنې په برخه کې ډېره جدي پاملرنه کيږي۰

 

د پام وړ ټکي :

​زه شخصاً د دغو ذکر شویو مرحلو د پوره تطبيق کولو طرفدار يم، او بايد د امتحان د سوالونو د جوړولو په وخت کې جدي ونيول شي، اما له يوه ډېر مهم شرط سره۰ شرط ئې دادی، چې بايد د استادانو ترمنځ سل په سلو کې د پوره اعتماد فضاء موجوده وي، او هم د سوالونو د پوره ساتنې شرايط برابر وي۰

 

الله(ج) د، ددغه وطن په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین

په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.

زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، په افغانستان کې سوچه اسلامی نظام قایم کړي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.

تر بلې لیکنې تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟