تعليم د قدرت/ ځواک د يو مهم عنصر په توګه
پروفيسور جان میرشایمر د چين د راپورته کيدلو او د لويديځ په ځانګړې توګه آمريکا لپاره د يو جدي ګواښ د جوړيدلو تر عنوان لاندي د چين د قدرت په متشکله عناصرو باندي لکچر ورکاوه، هغه د نورو عواملو ترڅنک د چين نفوس د هغه هيواد د ځواک او پياوړتيا يو له عمده عناصرو ياد کړ او ښه اوږده تبصره يې پرې لرله.
د لکچر په اخير کې يو ګډونوال پوښتنه ترې وکړه چې که نفوس د قدرت په تشکيل کې دومره اغيزمن دی؛ نو بيا بايد هند هم د چين په څير د قدرت يو قطب وګڼل شي او لويديځ ترې انديښنه ولري؟
پوهیږئ د جان ځواب څه وو او ولې ماته جالب وو؟
جان په ځواب کې ورته وويل: بلې؛ له شک پرته چې نفوس/ جمعيت د يو هيواد د ځواک په تشکيل او تدوين کې بنسټيز رول لوبوي اما په دې شرط چې نفوس د کميت تر څنګ د کيفيت او مطلوبیت لرونکي وي او که په ښکاره ډول وويل شي د يو هيواد وکړي هغه مهال د هغه هيواد د ځواک عامل جوړيږي چې زده کړه کړي، مسلکي، کمال لرونکي، هدف او مرام لرونکي وي.
هغه زياته کړه چې چيني وکړي د زده کړو او مهارتونو څښتنان دي ځکه د چين د ځواک عامل ګڼل کيږي اما برعکس د هند د نفوس يوه د پام وړ برخه بې علمه، بې هنره او بې مهارته دي؛ نو ځکه خو نه تنها داچې د هند د ځواک برخه نه ګڼل کيږي بلکه د هغه هيواد د اقتصاد او امنيت پر اوږو يو زاید بوج ګڼل کيږي.
هغه وويل که څه هم هند ډير ښه روان دی اما زه تر هغه وخته پورې دغه هيواد د يو هژمون په توګه نشم پيشبیني کولای، څو چې هغوي کور دننه دغه ستره معضله حل نشي کړای.
مباح تعليم او په نړيوالو سیاسي او ستراتیژیکی مطالعاتو کې یې د محاسبې او اهميت انداز.