No-IMG

د ازادۍ قراني درس

     فرعون د بني اسرائیلو له ټول قوم نه ازادې اخیستې وه او غلامان یې ګرځولې وو. پر هغوی د ګڼ شمېر ظلمونو په لړ کې خبره تردې ځایه ورسیدله، چې یو وخت نجومیانو فرعون ته وویل: د بني اسرائیلو د یوه ماشوم له لاسه به ستا واکمني لړزیږي او نسکوریږي، نو فرعون اعلان وکړ چې د بني اسرائیلو هر نوی زېږېدونکی ماشوم به وژل کیږي. او د دې ظالم له خوا پر دې غلام او مظلوم قوم دا له زغمه وتلی ظلم پیل او د تنکیو ماشومانو قتل عام روان شو.

     خو د یوې الهي معجزې له برکته د همدې غلام قوم یو نوی زېږېدلی ماشوم په معجزانه طریقه د فرعون کور ته ورسید! لنډه دا چې فرعون او ښځې یې هغه ماشوم خپل زوی وګرځوه، هغه په شاهي نعمتونو کې رالوی او ځلمی شو، هغه له غلامي ازاد او حر انسان پاتي شو، ښکاره خبره ده چې له دې ماشوم سره فرعون خورا زیاتې ښې ګڼې وکړې. اول دا چې قتل یې نه کړ، ازاد یې کړ او خپل زوی یې وګرځوه او په شاهي روزنه او پالنه کې یې رالوی کړ.

     دا ماشوم څوک و؟ دا موسی علیه الصلوة والسلام و! کله چې پیغمبر شو او د ده په دعا یې ورور هارون هم پیغمر سو، دواړه فرعون ته ورغلل، هغه ته یې وویل چې زموږ قوم له غلامي ازاد کړه او موږ پریږده چې خپل هیواد کې ازاد ژوند وکړو، خو فرعون ترټولو مخکې خپل نعمتونه او له ده سره ښېګڼې وریادې کړې. لکه لاندیني ایت کې د فرعون دا خبرې بیان شوې دي.

     فرعون وويل: ايا موږ ته له ځان سره د اولاد په څير نه وې پاللى؟ - تا د خپل عمر ډېر كلونه زموږ سره تېر کړل. قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ. {سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 18}

     خو موسی علیه السلام هغه ته په ډاګه وویل چې زما سره ستا ښېګڼې منم، خو تا چې زما قومیان غلامان ګرځولې دي، پر هغو هر ډول ظلمونه کوې، زه د هغوی ازادي غواړم، کله چې زما قوم غلام او مظلوم وي، د ازادۍ له نعمته محروم وي، په دې صورت کې زما شخصي ګټې او زما سره ستا ښېګڼې هیڅ معنا نه لري، دا پر ما نعمت او احسان مه باروه، زما لپاره زما د قوم ازادي تر هرشي مهمه ده. د موسی علیه السلام دا خبرې په لاندې ایت کې اجمالاً داسې بیان شوې دي.

    موسی علیه السلام فرعون ته وویل: پاته شوه ستا ښېګڼه چي زما سره دي کړېده، نو د هغې حقيقت دا دى چي تا بني اسرائيل خپل غلامان ګرځولي ول. وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَىَّ أَنْ عَبَّدتَّ بَنِىٓ إِسْرٰٓءِيلَ.{سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 22}

     موسی علیه السلام او بني اسرائیلو ته چې الله نجات ورکړ، فرعون او لښکرې یې غرقې شوې او دوی د ازادۍ نعمت ترلاسه کړ نو دوی روژه ونیوله، دا د محرم د میاشتې لسمه نېټه وه چې په عاشورا سره یادیږي! کله چې رسول الله ﷺ  مدینې ته هجرت وکړ او یهود یې ولیدل چې روژه نیسي، پوښتنه یې وکړه دا د څه شي روژه ده؟ ورته وویل شول دا د موسی علیه السلام او بني اسرائیلو د نجات ورځې نمانځنه ده. رسول الله ﷺ وفرمایل: موږ ډېر حق لرو چې د موسی علیه السلام او د هغه د قوم نجات او ازادي په روژه نیولو سره ونمانځو. صحیح البخاري

     هغه د موسی علیه السلام او بني اسرائیلو ازادي موږ اوس هم نمانځو، د عاشورا روژې د رسول الله ﷺ سنت ګڼو او نیسو یې. اصلاً ازادي نمانځل په عبادت او د الله تعالی په حمد او ثنا سره وي. نو پایله دا شوه چې له دې قراني درس نه په ډاګه معلومیږي چې د ازادي لپاره الله تعالی په مستقله توګه پیغمبران رالیږلي دي. د هغوی لومړی او مهم کار دا و چې خپل قوم د بندګانو او طواغیتو له غلامي ازاد کړي. او د الله بندګي ته یې تیار کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک