No-IMG

معلم او استاد صاحب؛ درې خبرې واوره او په غور يې واوره!

لومړۍ خبره: هر څوک که فساد او خيانت کوي؛ نو په مقابل کې يې څه شخصي منفعت ضرور ترلاسه کوي، مثلآ که مامور، ترافيک، پوليس، مستنطق، محقق، څارنوال، قاضي او .... فساد او خيانت کوي نو په مقابل کې د رشوت، کميشن، ونډې او ... په نوم يو څه ترلاسه کوي اما معلم او استاد که فساد او خيانت کوي؛ نو باور مې نه راځي چې کوم مالي او مادي منفعت دې حصول کړي، ځکه شاګرد او محصل هم لکه معلم او استاد د ټولنې يو ضعيف او بې اسرې قشر دی، لذا د څه لپاره فساد او د څه په مقابل کې خيانت، ولې يو لوی دنیوي او اخروي مسووليت؟

دوهمه خبره: د ټولو مفسداتو او خيانتونو بنسټ د معلم او استاد خيانت تشکيلوي. کله چې استاد خيانت کوي او يو نا اهله، ناکاره او غير متعهد کس ته ارتقاء ورکوي او د يو مسلکي او متخصص کس په توګه يې ټولنې ته وړاندي کوي؛ نو دغه د خيانت او فساد محصول کس د کار له ړومبۍ ورځې فساد پيلوي او څو چې ژوندی دی فساد نه پريږدي، ځکه فساد يې په طبیعت او مزاج کې اخښل شوی او د فساد په نتيجه کې پر ټولنه د يو مسلکي او متخصص کس په توګه تپل شوی دی.

درېیمه خبره: د هر بل کس فساد د زغم او جبران وړ دی اما د معلم فساد نه جبرانيږي، د معلم او استاد فساد تداوم مومی، له کس نه کس او ټولنې خپريږي، نسل او حتی نسلونه خرابوي.

تنبيه: استاد او معلم صاحب! فکر مکوئ چې ستاسې فساد او خيانت بښل کيږي، فکر مکوئ چې ستاسې فساد او خيانت کومه ساده اشتباه ده، فکر مکوئ چې د يو مسلکي په توګه يو بې سواده کس ټولنې ته حواله کول کومه عادي مسئله ده.

والله بالله چې ستاسې سره به ددې خيانت او د هغه د ټولو ناوړه تبعاتو داسې حساب کيږي چې تاسې يې تصور هم نشئ کولای، لذا اوس هم وخت دی، الله ته توبه او خپل مسلک ته ژمنتيا په کار ده.

یادداشت: زما خبره عامه نه ده، د معلم او استاد درانه مقام ته په ټول درناوي صرف هغه کسان مخاطب دي چې متاسفانه د کوچنيو - کوچنيو مصلحتونو له وجې يې دغه سپيڅلی دنده مرداره کړې ده. او دا هرڅه  صرف يو ګمان نه دی بلکې هغه څه دي چې زه يې له کلونو راهيسي د هيواد د تعليم، تربيې او لوړو زده کړو په سکتور کې وينم او سخت مې ځوروي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک