No-IMG

غزل – بلينډه بدرۍ

ته موده کیږي له ماشومه مې  پوښتنه کوې

ته موده وشوه چې د خیال مې پلټنه کوې

ته له مودو مودو په ماپسې څارنه کوې

هم په حجرو کې کله کله مې ستاینه کوې

خو ،

ته د نظر د څرخیدو ادکاري پیژنې ؟

ته که له ناز د هر قدم ریا کاري پیژنې

ته په هر تال او په هر راګ که د مستۍ پوهیږې

که له خپل زړه نه  تر بل زړه په رسنۍ پوهیږې

ته که نغمې د اسویلیو او زګیرویو اورې

ته که چمبه د کوم مین زړه په بلیو اورې

ته که تصویر د هر یو توري کې لیدلی شې ځان

ته که د خیال هرې تابلو کې هیرولی شې ځان

بیا خو منمه چې حجرو کې هم د سر ژڼی یې

د زندګۍ په لذتونو بختور ژڼی یې

د نظر وړ یې ، په یوې تتې شان مسکا ارزیږې

کله نا کله د خاموش زړه په درزا ارزیږې

ته جنګیدونکو نظرونو کې ګذار که ګورې

د اننګیو په رنګونو کې خُمار که ګورې

د سا الوتې خاموشۍ اروا لیدی شې کنه ؟

ډوبه سرور کې د جزبو تابیا لیدی شې کنه ؟

ته په غرور د پیغلتوب د ناز به هم پوهیږې

ته په بل لور د زر لیدو په راز به هم پوهیږې

که د بنګړیو په خبرو باندې زر رسیږې

د اداګانو په سندرو باندې زر رسیږې

بیا خو منم هره شیبه دې زندګي کړې ده

د ژوند په هر یوه مانا خو دې خاني کړې ده

بیا خو ژڼکیه ته د هرې یوې خبرې وړ یې

کله نا کله خو په خدای چې د سندرې وړ یې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک