No-IMG

پردي پال او مجرمين يو ځل بيا داخلي جګړو ته لاره جوړوي

عجیبه ده په خدای؛

د سرتیرو دنده خو دا ده چې د هېواد او ملت له اسلامي او ملي ارزښتونو په تمامه معنا ساتنه وکړي، نه دا چې په هېواد او ملت خپل ځانونه ور تاوان کړي او په پای کې په تاريخي لحاظ خپل ځانونه له يو تور برخلیک سره مواجه کړي او د پرديو په فرمایش او د هغوی ګټو لپاره خپل ملت ووژني او بیا له خپلو بادارانو سره یو ځای له وطنه تېښته وکړي.

متأسفانه پردي پالو او فراري مجرمینو له بهره د خپلو بادارانو پر مټ د جمهوریت د پخوانيو ملېشو د ژغورنې په نوم تحریک او کمپاین په لار اچولی، څو د تېر په څېر یو ځل بیا د پرديو په واسطه هېواد کې د داخلي جګړو اورونه بل کړي. د هېواد ځمکنيو واقعیتونو ته په کتو سره د پردیو په لاس روزل شوې ملېشې په ملت کې هیڅ ځای او ارزښت نه لري؛ برعکس، له داسې حرکتونو نهايي کرکه لري.

دا چې له نېکه مرغه فعلاً دې پردي پالو او مخربينو ته اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې، نو دا به ورته ښه وي چې خپل هېواد ته راستانه شي او د تخریب پر ځای د هېواد په آبادۍ مخلصانه او فعاله ونډه واخلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک