No-IMG

د الله ﷻ د مهرباني غلبه

  رسول الله ﷺ فرمایي: کله چې الله مخلوقات پیدا کړل په عرش دپاسه یې له ځانه سره ولیکل: بې شکه زما رحمت، زما له غضبه مخته دی. یعني د الله ﷻ مهرباني د هغه په غضب او قهر غالبه، پیاوړې او زیاته ده. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَمَّا قَضَى اللهُ الْخَلْقَ، كَتَبَ عِنْدَهُ فَوْقَ عَرْشِهِ: إِنَّ رَحْمَتِي سَبَقَتْ غَضَبِي. رواه البخاري

   د بېلګې په توګه د بنده د تخلق پروسې له پیل سره پر هغه د الله د رحمتونو لړۍ پیل شي او دا لړۍ روانه پاتې یي، خو د غضب وخت یې هغه مهال راځي چې بنده بالغ شي او ګناه وکړي، هغه هم د رحمت په څیر یقیني نه یي. یعني پر غضب د رحمت سبقت داسې دی چې رحمت یې مخلوقاتو ته بلا استحقاقه رسیږي ، مطلب د رحمت مستحق او نامستحق ټولو ته رسیږي او د الله غضب یواځې هغه چا ته رسیږي چې هغه یې مستحق او وړ یي، ډېر ځله همدا د غضب وړ خلک هم بښل کیږي. څښتنه! موږ وبښه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک