No-IMG

هغه خلک چی قطریان ظالمان معرفي کوي ظالمان معرفي کوي

او د دوی دا اقدام بد بولي هغوی دي خپلو گرېوانونو ته سرونه کښته کړي؛ د دوی وجود د اسلام او مسلمان لپاره څومره گټور تمام سوی؟! د دوی تشدد اسلام او مسلمانان څومره ټکولي او د هغوی ظاهري څېره ئې د نړئوالو په اذهانو کي څومره داغداره کړې ده؟! د ۲۰۲۲م ورلډ کپ په یوه اسلامي هیواد کي په مناسبو شرائطو لوبول کېږي؛ داسي چي هم دې هېواد ته اقتصادي وده ورکوي او هم کلتوري شهرت او هم نړئوال (دیني) تعارف.

دا حقیقت دئ چي قطر په فټبال نه بلکي د اسلام پر ضد د غرب په خپاره سوي جال باندي لوبه کوي؛ ظاهراً دا فټبال لوبه ده خو تر شا ئې د قطر خوندوره لوبه جریان لري؛ د اسلام د دعوت ښه سمه آزادي خو پر شرابو پابندي؛ آذان آزاد خو LGBT بنده؛ د اسلام داعیان، عربي کلتور او د اودس و لمونځ لپاره مناسب ځایونه او هر ځای دعوتي مراکز؛ هېواد که وړوکی هم وي خو پوره عقل چي موجود وي انسان جالب کارونه کولی سي.

همداسي هلته د څړک پر څنډو پر لويو لویو بېنرونو د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث له انگليسي ژباړي سره ليکل سوي دي؛ تر څو د فوټبال کتونکي او سيلانيان ئې ولولي او له اسلام سره آشنا سي. په قران د دغو سترو مراسمو افتتاح او د نړئـوال داعي (ذاکر نایک) رابلل او پر ځای محدودیتونه وضع کول د قطریانو د لوړ ظرفیت څرگندونه کوي؛ په همدې ابتدایي ورځو کي په سلگونو خلک مسلمانان سويدي؛ دوی د ثابته کړه چي دوی د هغو عیاشو عربانو په څېر غرق نه دي چي غواړي د غرب ناولي غېږي ته ځانونه وغورځوي.

د قطر امیر وايي: د فوټبال نړئـوال جام کي همجنسبازانو ته هم هرکلی وایو خو هیله ترې کوو چي دوی دلته زموږ کلتور ته هم درناوی وکړي. تېره ورځ ئې ډېره په زړه پوري وینا وکړه؛ د قطر شرائط ئې ذکر کړل او د خپلو جائزو او برحقو اهدافو یادونه ئې وکړه... د ده تر وینا وروسته د تائید لپاره فېفا د مشر وینا خپره سوه چي وايي: که تاسي درې ساعته بيئر (مشروب) ونه څیښئ! بیا هم ژوند کولی سئ!

دا د یوه مثبت بدلون زېری دئ؛ اسلامي نړۍ یوازي د جنگ میدان نه دئ؛ موږ داسي مصئون، مترقي او کلتوري هیوادونه هم لرو؛ دلته د نوري نړۍ په څېر هره خوښي لمانځل کېدلی سي؛ بلکي تر هغوی په ډېر ښه انداز؛ تاسي د تېر اولمپیک او یا فېفا ورلډ کپ د هېواد په اړه انټرنیټ سرچ کړئ! بیا به وگورئ چي په زرگونو ښځي او همجنسبازان د فحشاء خپرولو په موخه هلته تللي ول؛ شراب انتهایي عام سوي ول؛ ښاریان څومره په تنگ سوي ول؟! بیا د هغوی سره قطر مقائسه کړئ! نیوکي پر غلط کار وکړئ نه پر داسي خوندور ابتکار چي نړۍ ته د عربو او مسلمانانو د ورپېژندلو یو بل غوره چانس دئ.

په دې نړئـوال جام کي به ۳۲ لوبډلي د ۸ ګروپونو نه ۶۴ میچونه وکړي. نړۍ کي به ۵ میلیارده وگړي دا لوبي پر سکرین وگوري، تر ټولو لوی لوبغالي کي به ورته مخامخ ۸۰ زره کسان کېني.

په هر صورت د قطر په وروستي اقدام کي د افغانانو لپاره هم درس پروت دئ؛ دوی قطر ته د فېفا د راوستلو سره سم خپله پالیسي روښانه نکړه؛ نه ئې بندیزونه اعلان کړل او نه ئې نړئـوالو ته د خپل کلتور معرفي کولو تگلاره؛ نه ميډیا ته د ډېرو وضاحتونو پر ورکولو مجبور سول؛ قطر د لوبغالو تر جوړولو او د لوبو د تاریخ تر اعلان وروسته خپلي غوښني اعلان کړې او قطر ته د مېلمنو د راتللو سره سم ئې ډېر په زړه پوري اعلانونه وکړل؛ نړئـوالو ته له منلو پرته بل آپشن نه وو!

نظر

فیفا

فټبال

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک